لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان امریکې ته د خپلو حدودو کارولو د اجازې ورکولو ګنګوسې رد کړې


اسلام اباد ـــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته د پاکستان د هوايي او مځکنیو حدودو د کارولو اجازه ورکولو په اړه رپورټونه رد کړي او دا یې بې بنیاده او غیر ذمه واره ګنګوسې بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د یوه بیان د لارې ویلي پاکستان امریکا ته پوځي یا هوایي اډه نه ده ورکړې او نه داسې څه وړاندې په پام کې راګرزول شوي دي.

ویاند زیاته کړې د 2001 راهسې د پاکستان او امریکا تر منځ د هوایي مواصلاتو او مځکني لاینز آف کمیونیکېشنز دپاره د مرستې یو فریم ورک جوړ دی او په دې لړ کې څه نوې لوظنامه نه ده شوې.

دفاعي څېړنکار لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي فکر لري چې پاکستان به امریکا ته پوځي اډې ور نه کړي څه رنګه چې چارواکي وایي، خو نورې اسانتیاوې ورکولی شي چې پرې خبرې هم روانې دي.

دوی زیاتوي په دغو اسانتیاوو کې د دواړو هیوادونو تر منځ استخباراتي مرستې کېدی شي چې پر افغانستان نظر وساتل شي ولې چې پاکستان هم غواړي په افغانستان کې سوله وي ولې چې هلته د بد امنۍ بد اغیز پر پاکستان راتلی شي.

د دې څخه وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو وروسته پاکستان کې د امریکا د ځواکونو د پاتې کېدو یا د پوځي اډو امکان رد کړی وو.

دغه خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د وزیراعظم عمران خان د قامي سلامتیا سلاکار معید یوسف پخپل یوه ټویټ کې ویلي جنېوا کې د امریکا د قامې سلامتیا سلاکار جیک سلیوان سره یې لیدلي او د دواړو هیوادونو تر منځ پر عملي مرستو مخ په وړاندې بېولو اتفاق شوی دی.

د خبري ایجنسۍ اې ایف پي تر مخه د پینټاګون یوه چارواکي ډیوډ ایف هیلوې ویلي پاکستان په افغانستان کې موجود د امریکایي ځواکونو د مرستې د پاره دوی ته د خپلو هوایي او مځکنیو حدودو د کارولو اجازه ورکړې ده.

بل پلو ته ځایي مطبوعاتو دا رپورټونه هم خواره کړي دي چې د بلوچستان صوبې نصیراباد ضلع کې د یوې نوې هوايي اډې د جوړولو اراده لرې.

د دغو خبرونو له خپرېدو وروسته ځايي مطبوعات دعوه لري چې د بلوچستان په نصیراباد ضلع کې جوړېدونکې دغه هوایي اډه په حقیقت سره د امرکایي ځواکونو په خواست جوړېږي چې امریکا به یې کاروي.

څېړونکي دا هم وايي پاکستان او امریکا د خپلو ضرورتونو تر مخه د یو بل سره د مرستو هیله من دی.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو چارو د څانګې پروفیسر خورشید خان وایي نوی کوم پرمختګ روان دی دا ډېر اهم دی. امریکا په پاکستان کې پوځي اډې غواړي چې څرګندوي امریکا د سیمې څخه نه وځي او غواړي د افغانستان په حالاتو نظر وساتل شي.

دوی زیاتوي امریکا دا هم ګڼي چې د چین او روس د اثر د مخنیوې د پاره هم په سیمه کې د هغه شتون ضروري دی. بل اړخ ته پاکستان غواړي په دې وخت کې د دوی اقتصادي حالات ښه شي او سفارتي یواځیتوب یې هم ختم شي.

څرګنده دې وي چې امریکا او اتحادي ځواکونه په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان څخه د مکمل وتو اراده لري او غواړي پاکستان په افغانستان کې د خونړیو پېښو د ختمولو په اړه پر طالبانو فشار راوړي.

تېر کال د فرورۍ په 29مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د لوظنامې پس تېره میاشت امریکایي صدر جوبایډن اعلان کړی وو چې د روان کال د ستمبر تر 11مې نېټې پورې به ټول امریکایي او اتحادي ځواکونه د افغانستان څخه و ایستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG