لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوان بایډن ملاقات: اردوان وايي که افغانستان کې پاتېږي د امریکې مرستې ته اړتیا لري


واشنګټن ـــ د امریکې او ترکي ولسمشرانو تر خپل منځ ملاقات ګټور بللی خو پکې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی. په دې ملاقات کې په افغانستان کې د ترکي پر کردار خبرې شوې دي.

د بیلجیم په برسلز ښار کې د نېټو د سرمشریزې غونډې په مهال د امریکې ولسمشر جوبایډن د جون پر 14مه له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوان سره لیدلي دي او دواړو خپل دغه مخامخ لیدنه مثبته او ګټوره بللې ده.

که څه هم د رپوټونو له مخې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ‌ د اړیکو له پلوه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی، خو ولسمشر بایډن تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي دی "ډاډمن دی چې له ترکي سره به ریښتیني پرمختګ ته ورسېږي".

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي، "موږ فکر کوو د امریکې او ترکي تر منځ په اړیکو کې داسې څه ستونځې نه شته چې د حل کېدو نه دي او موږ ته د ستونځو پر ځای همکاري بډایه او پراخه ده".

د امریکې او ترکي ولسمشرانو په داسې وخت کې تر خپل منځ خبرې کړې چې دواړه نېټو متحدین د شام، لېبیا او پر ترکي د روسي وسلو د خرڅلاو تر څنګ پر ځینو مسلو اختلافات سره لري.

ترکي صدر ویلي له خپل سیال جوبایډن سره په لیدنه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ترکي ته د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت سپارلو په اړه هم ږغېدلی دی.

رجب طیب اردوان ویلي که نېټو په افغانستان کې د ترکي پوځونه ساتل غواړي نو د دې لپاره د امریکې سفارتي، لاجسټک او مالي مرستې ته اړتیا لري.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د نېټو مشر ین سټولټنبرګ هم ویلي، چې ترکي به په افغانستان کې مهم کردار تر سره کوي، خو د نېټو په سرمشریزه غونډه کې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د امریکې د تینک ټېنک یو مشر څېړونکی هینري بارکي وي او اې ته ویلي، ترکي په افغانستان کې د خپلو خدمتونو په بدل کې د امریکې او نېټو ملاتړ تر لاسه کول غواړي او د همدې مقصد لپاره غواړي په افغانستان کې د خیرښېګړې په توګه ځان د خدمت لپاره وړاندې کړي.

امریکې د 2020م کال په دسمبر کې د ترکي له خوا د روس جوړې وسلې تر اخیستلو وروسته پر دې هېواد بندیزونه لګولي وو او په وروستیو کې صدر بایډن پر ترکي د انساني حقونو د ممکنه سرغړونې پر سر نیوکې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG