لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د سکول پرنسپل د جنسي ځورونو د تورونو له 103 کاله سزا بري کړ


پېښور هایکورټ د سکول پرنسپل د جنسي ځورونو د تورونو له 103 کاله سزا بري کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
د پېښور هايکورټ د يوې شخصي تعليمي ادارې د پرنسپل- چې په مبينه توګه د ماشومانو او استادانو سره غېراخلاقي جنسي تعلق جوړولو او د هغوی ويډويو رېکارډ کولو له امله 103 کاله سزا شوی وو- د الزام نه بري کړی دی، د ملزم وکيل وايي چې عدالت ته کوم ثبوتونه وړاندې کړل شوي وو هغه کافي نه وو ځکه عدالت د دوی په حق کې فېصله وکړه.

د ملزم عطاالله مروت خلاف په کال 2017 کې د دغې ادارې يو زده کوونکي پوليسو ته شکايت جمع کړی وو چې نوموړی د ماشومانو او استادانو سره غېراخلاقي حرکتونه کوي او په پټو کېمرو د هغوی ويډيوګانې جوړوي. د پېښور سېشن کورټ ملزم ته په کال 2018 کې د تورونو په بنياد د سلو کالو نه سېوا د قيد او 20 لکو روپو د جرمانې سزا اورولې وه. نور تفصيل د پېښور نه د وي او اې ډيوه د خبريال عبدالرزاق په دې رپورټ کې:
XS
SM
MD
LG