لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: په کابل کې د امریکایي ځواکونو پاتېدل به طالبان لا جګړې ته وهڅوي


واشنګټن ـــ د افغانستان ملي امنیت شورا وایي متحده ایالاتو سره د روابطو نوی باب پرانیستل شوی او هره موضوع د افغانستان حکومت سره شریکیږي، وایي هغه هیوادونه چې د ناټو په چوکاټ کې یې دلته پوځي ماموریت پای ته رسیږي خو له افغانستان سره یې دولت په دولت اړیکې نه پرې کیږي.

پېنټاګان وایي زیات شمېر پوځیان به یې لا هم افغانستان کې پاتې شي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډاګر او امریکا سفارت امنیت خوندي کړي، که څه هم لا تر اوسه افغان چارواکو په دې اړه رسمي څه نه د ي ویلي خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي دلته به د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل طالبانو ته لا فرصت برابر کړي چې جګړې ته دوام ورکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ که څه هم لا تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي چې دغه بهرني ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي یا نه. اندړ په دې اړه وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل:

"هغه هیوادونه چې د نېټو په چوکاټ کې یې دلته پوځي ماموریت ختمیږي له افغانستان سره یې دولت په دولت اړیکې پای ته نه رسیږي، غوره مثال یې جرمني هیواد دی چې افغانستان ورسره د اړیکو او همکاریو اوږده مخینه لري، په تېره بیا د افغانستان د پولیسو په روزنه او ظرفیت لوړونه کې یې بېسارې همکاري کړې او دوام به ولري افغانستان له نړۍ سره دولت په دولت اړیکو متقابل درناوی لري."

دا داسې مهال ده چې امریکا او د نېټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري له افغانستانه بشپړ وتلو ته چمتو کېږي له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوي چې د ټولو نړیوالو ځواکونو په وتلو به د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو تر منځ جګړې نورې هم پراخې شي او ښايي یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ته لار پرانیستل شي.

اوس پوښتنه داده که افغانستان کې دغه بهرني ځواکونه پاتې شي ایا طالبان به سوله وکړي؟ پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا وایي په افغانستان کې د طالبانو جګړه د بهرنیو ځواکونو پر سر ده که دلته بهرني ځواکونه پاتې کیږي طالبان به لا هم جګړې ته زور ورکړي. سید اکبر اغا وایي:

"چې اوس امریکایان وایي موږ د کابل هوایي میدان کې شپږ یا اوه سوه کسان پاتې کیږو دا لکه اډه چې ورکول شي، زه خو فکر نه کوم چې دا به طالبان قبول کړي، خو که قبول یې نه کړي نو په افغانستان به نور هم جنګ زیات شي او جنګ به بند نه شي، زموږ اصلي مطلب د جنګ بندېدل دي نو زه فکر کوم چې د امریکایانو پاتې کیدل به د افغانستان په زیان وي."

خو په افغانستان کې د نېټو ملکي استازی سټیفانو پونټي کورو په یوه تازه ویډیویي پیغام کې ویلي، له افغانستانه د نېټو ځواکونو بشپړ وتل له افغانستان سره د دې سازمان د مشارکت د پای په معنی نه دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي په هر دلیل د سرتېرو پاتې کېدل به د دوی له نظره د "اشغال" په معنی وي او د دوحې تړون نقص یې بولي.

د یادونې ده، چې تېره میاشت د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر له پیلېدو سره جګړه توده شوې او وسله والو طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولې دي، خو افغان دفاعي ځواکونه ورڅخه د ډېرو ولسوالیو د بیرته نیولو دعوې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG