لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د تحريک انصاف حکومت په مرکز نيوکې کوي او صوبه کې په پي ټي اېم مقدمې درج کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت په مرکزي حکومت نيوکې کوي چې په غړو یې مقدمې درج کوي او ځوروي یې، خو خپله په صوبه کې د پي ټي اېم ضد کاروايانې کوي. نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې په صوابۍ ضلعه کې د پي ټي اېم پينځه غړي نيول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د صوبايي مشر خېرالامين پرضد هم مقدمه جوړه کړل شوې ده، په نوموړي 180 مادې د سرغړونې په سر مقدمه درج کړل شوې ده.

نوموړی وايي، په صوابۍ او مردان ضلعه کې امنيتي ادارو پي ټي اېم د جرګو څخه منعه کولو هڅې کولې، خو دوی د مشکلاتو باوجود غونډې وکړې چې له وجې يې په دوی مقدمې درج شوې دي.

د پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا مشر خېرالامين وايي، "زه هم په دې باندې حېران يم ځکه چې مونږ د ډي آی خان، ټانک، شمالي وزيرستان ترڅنګ نزدې ټوله صوبه کې وګرځېدو، خو اوس په صوابۍ او مردان کې کرېک ډاون وشو، زمونږ ملګري ونيول شو او په پخپله راباندې هم ايف آی ار شوی دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خېبرپښتونخوا کې ځای په ځای جرګې کوي او د 11م اکتوبر قامي عدالت غونډې ته خلک رابلي.

په دغه لړ کې د ګل په ورځ په مردان ضلعه هم دغسې غونډه شوې چې د ځايي د مشرانو په وينا د ضلعې انتظامي لخوا د پي ټي اېم د جرګې څخه د منعې کولو هڅه شوې وه.

د مردان او صوابۍ ضلعه کې د پي ټي اېم د غړو په نيولو او جرګې ته نه پرېښودو په اړه د ضلعې انتظاميې کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

منظور پشتين د پي ټي اېم د غړو پرضد درج شوې مقدمې ته په غبرګون کې ویلي، "مونږ حکومت ته هم دا خبره کوو چې کومه خبره د ځان متعلق ويني، نو بيا کم از کم په صوبه کې هغه کار مه کوئ چې تاسو يې مخالف يئ، که يو څيز په پنجاب کې بد دی هغه دلته هم بد دی، که په پنجاب کې يو انسان سره بد وشي که هغه دلته وشي نو هم هغسې بد دي".

نوموړي دغه خبره وي او اې ډيوه ته کړې ده.

قانون پوه حمايت الله مايار وايي، "چې يو سړی د انسانيت خبره کوي، د قاموالي ، امن و امان او د قانون او د ايين او د قانون خبره کوي، نو په هغه بيا څنګه پابندي لګېدلی شي دا خو د پاکستان د ايين يو ادارې ته هم اجازت نه ورکوي چې په چا باندې پابندي ولګوي".

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت دی، د تحريک انصاف مشران د اتوار په ورځ په اسلام اباد د جلسې وروسته نيول شوي وو چې د قامي اسمبلۍ غړي هم پکې شامل وو.

تحريک انصاف وايي مرکزي حکومت د هغوي د رايوځای کېدو اييني حق نه مني او د هغوی غړي ځورول کيږي.

خو د پي ټي ايم مشر منظور پشتين وايي تحريک انصاف په مرکزي حکومت باندې نيوکې کوي خو په خپله صوبه کې بيا د پي ټي اېم ضد هم هغسې ګامونه پورته کوي کومې نيوکې چې دوی په مرکزي حکومت کوي.

ډيوه د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشير بريسټر محمد علي سېف سره په دې اړه د بيا بيا رابطې هڅه وکړه خو د هغه د دفتر لخوا ورته ويل شو چې بېرسټر سېف د وزير اعلا سره په غونډه کې دی. او د دې رپورټ جوړېدو پورې یې ځواب نه دی کړی.

پي ټي اېم د اکتوبر پر 11مه د پښتنو د قامي عدالت د جرګې راجوړولو اعلان کړی چې دغه جرګه به په خېبر کې کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG