لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د افغانستان په خرابېدونکي امنيت اندېښنه څرګنده کړې


د پاکستان وزیراعظم د افغانستان په خرابيدونکي امنيت اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری يې ورکړی چې په افغانستان کې تازه پرمختګونه د پاکستان او ايران دپاره د سختو نتيجو سبب جوړېدی شي او دواړو هېوادونو پله به ترې په لويه شمېره کې کډوال راشي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان دغه خبرې د ايران د منتخب شوي صدر سيد ابراهيم ريسي سره په ټيليفوني خبرو کې کړي دي.

د وزیراعظم هاوس لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي عمران خان د افغانستان د مسلې په د سياسي لارې په حل راويستو ټینګار کړی دی. او دواړو غاړو د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په مالکيت د خبرو زور راوړی دی.

عمران خان د ايران د منتخب صدر سره دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړ پوړو مشرانو د بندو دروازو شاته د پارلیمان غړو ته د اته ساعتونو پورې د افغانستان په اړه په احوال تيرولو کې ويلي وو دوی په طالبانو خپل اثر د لاسه ورکوي.

دوی ويلي وو د افغانستان سره په پوله د دفاع نظام قوي کوي په داسې کې چې د افغانستان نه امريکا ووځي او دغلته د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

په (لومړي جولايي) په پارلیمنټ هاوس کې د ملي امنيت کمېټۍ ته په احوال وړاندې کولو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر لفټننټ جنرل فېض حميد احوال وړاندې کړی او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پوښتنو ته ځواب ويلی وو.

د پاکستان د اطلاعاتو د وزارت او د غونډې د دننې سرچينو وي او اې ته ويلي وو، په غونډه کې پارلیماني کمېټۍ ته ويل شوي چې پاکستان هڅه کوي چې طالبان اماده کړي چې خبرو ته کښېني او شخړه ختمه کړي خو د دوی (پاکستان) په طالبانو اثر کميږي.

دا خبرې په داسې حال کې روانې دي چې امریکا د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي او د ستمبر د 11 پورې پې د ټولو ځواکونو ويستلو اعلان کړی دی.

د امريکا د وتلو د اعلان وروسته طالبانو په افغانستان کې خپل فعاليتونه ګړندي کړي او افغان رسنۍ داسې خبرونه ورکوي چې افغان طالبانو د ولسوالیو نيولو دعوې کوي او په افغان حکومت بيا په ځوابي عملیاتو کې د طالبانو د وژلو او نيولو ولسوالو بيرته نيولو بيانونه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG