لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې ټولشموله حکومت غوښت خو اوس ولې دا خبره نه کوي؟


واشنګټن ـــ پاکستان د اشرف غني د حکومت په مهال هم او د طالبانو تر کنټرول وروسته هم تل په دې ټینګار کاوه چې په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ شي چې ټول اړخونه پکې برخه ولري، خو د طالبانو لنډمهالی حکومت د نړۍ اکثر هېوادونه ټولشموله نه ګڼي خو پاکستان پرې غلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي پر خپله فعاله ټویټر پاڼه تر اوسه په څرګندو ټکیو د طالبانو د نوي حکومت هرکلی نه دی کړی خو له یو شخصي ټیلویژن سره په مرکه کې یې په محتاط انداز دا یو ښه بدلون بللی.

ښاغلي قرېشي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستان جیو ټیلیویژن ته وویل په افغانستان کې یو حکومتي جوړښت ته اړتیا وه او خلا تر ډېره نه شوای پاتېدای، وایي کوم حکومت چې اعلان شوی هغه دې د افغانستان په امن او ارامۍ کې مثبت کردار تر سره کړي:

"د پاکستان رایه دا ده چې نړیواله ټولنه د ذمه وارۍ کردار تر سره کړي چې هغه [د طالبانو له حکومت سره] په اړیکو ساتلو سره کېدای شي، له اړیکو نه ساتلو سره خلا پیدا کېدای شي چې هغه تاوان لرلای شي".

د پاکستان خارجه وزارت هم پرون په یو بیان کې دې ته ورته د طالبانو له حکومته د امن او ارامۍ لپاره د کار کولو او د افغان ولس د غوښتنو پوره کولو توقع کړې ده، خو نه هم دې وزارت او نه بل کوم اعلی پاکستاني چارواکي دا ویلي چې د طالبانو نوی حکومت ټولشموله ولې نه دی.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د نوي ګوند ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، د پاکستان حکومت د اشرف غني د حکومت په ضد یوه بیانیه جوړه کړې وه او د طالبانو د ملګرتیا په خاطر یې د ټولشموله حکومت خبره کوله.

محسن داوړ وایي د اشرف غني په حکومت کې هم د افغانستان ټول اړخونه شامل وو، خو وایي پاکستان له دې سره هیڅ دلچسپي نه لري چې هلته د ټولو اړخونو استازی حکومت وي بلکې دلچسپي یې دا ده چې په کابل کې د خپلې خوښې حکومت ولري:

"په طالبانو کې دننه چې دوی [پاکستان] ته ډېرې نیژدې ډلې دي هغوی ته د واک اخیستلو لپاره خپلې هڅې دوی اوس هم کړې دي لکه څنګه چې د ای ایس ای جرنېل هلته تللی وو، هغه هڅې دوی تر ډېره و هم کړې".

پاکستان د طالبانو د حکومت په جوړېدو او د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې تورونه او دعوې تل رد کړي دي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرل فیض حمید د طالبانو د حکومت تر اعلان څو ورځې مخکې په نااعلان شوي سفر کابل ته تللی وو، چې په افغانستان کې د ده پر سفر ډېرې نیوکې وشوې او شکونه یې را وپارول.

جنرل فیض حمید په کابل کې د حزبِ اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار او د طالبانو له اعلان شوي مرستیال وزیراعظم ملا عبدالغني برادر سره لیدلي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، جنرل فیض د کابل له زندانونو د وروستیو خوشي شویو کسانو په اړه اندېښنې لرلې او په دې اړه یې له ملا بردار سره خبرې کړې دي خو ځینې رسنۍ وایي دوی د نوي حکومت پر جوړښت هم ږغېدلي دي.

سیاسي څېړونکی او د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی خان زمان کاکړ وایي، لومړی خو د طالبانو دا دعوه هم دروغ ثابته شوه چې ویل یې ټولشموله حکومت به جوړوي، دویم دا چې وایي پاکستان په افغانستان کې همداسې حکومت غواړي چې د ولس رایې پکې له منځه لاړې شي.

خان زمان کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل طالبانو چې څه ډول حکومت اعلان کړی وایي دا د پاکستان پخوانۍ غوښتنه وه، ځکه چې وایي د اسلام اباد غلي پاته کېدو دا خبره ثابته کړه:

"پاکستان غوښتو همدا چې په افغانستان کې یو لاسپوڅی حکومت راشي، چې هغه نه د افغانستان له ګټو سره څه تعلق لري، نه یې له حیثیت او خپلواکۍ سره تعلق وي بلکې یو کمزوری، خواځواکی، غیرجمهوري، پر تشدد او استبداد ولاړ حکومت وي چې له دې خوا [پاکستان] څه هم لارښوونه ورته کېږي هغه پر مخ یوسي".

طالبانو د جګړې په مهال د پاکستان د مرستې او ملاتړ تورونه رد کړي خو دا چې په حکومت جوړولو کې به یې د پاکستان مرسته او اغېز شامل وي په دې اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر 26مه روسي صدر ولادیمیر پیوټن ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو پاکستان غواړي "په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت" جوړ شي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هم د اګست په وروستیو کې د منځنۍ اېشیا او د منځني ختیځ هېوادونو ته سفرونه کړي وو، د څېړونکو په وینا د هغه د سفرونو مقصد دا وو چې له دغو هېوادونو سره همږغي پیدا کړي او هغوی د دې خبرې منلو ته تیار کړي چې د طالبانو په مشرۍ ټولشموله حکومت یو ښه انتخاب دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG