لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان سخت دريځه مذهبي طالبان او قامپال پښتانه په ناپوهۍ او که په اراده په يو پړي تړي؟


واشنګټن- د پاکستان وزير اعظم د ژبې د ښويېدو د پاره مشهور دی خو ځينې بيانونه يې په پښتنو کې شکونه پيدا کوي او فکر کوي طالبان ټول په ټوله د پښتنو په قامي تحريکونو پورې تړل په بله معنا نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې طالبان پښتانه دي او پښتانه طالبان دي.

د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو ښکاره اکثريت پښتانه دي خو د نورو ژبو ويونکي يې هم په صفونو کې شته چې د ټولو د را يو ځای کېدو بنياد قامپالي نه ده بلکې اسلامپالي ده.

پاکستان لکه د مدعي په ټوله نړۍ غږ کوي چې په افغانستان کې په زور اخستل شوی د طالبانو واک دې ومني خو عمران خان د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپله وينا کې ګيله وکړه چې امريکا او ځينې يورپي ملکونه د افغانستان په روان حالت پاکستان تورنوي.

عمران خان چې د پاکستان په دفاع کې څومره حوالې ورکړې که په تنقيدي نظر وڅېړل شي نو لکه چې په ځان ګول کوي ځکه د امريکا او اتحاديانو سره د افغانستان د دواړو جنګونو ذکر کوي او وايي پوځي عمليات کله افغان شخړه نه شي حل کولی خو د شوروي ځواکونو خلاف په جنګ کې هم او بيا د طالبانو خلاف د امريکا او نېټو په ملاتړ کې هم د پاکستان پوځي قيادت تر ټولو ښکاره ملګری پاتې دی.

د پاکستان وزير اعظم وايي د 1980 په لسيزه کې پاکستان د شوري اتحاد د ځواکونو خلاف د فرنټ لاين سټېټ کار کولو او په امريکا کې د 9/11 ترهګرو پېښو وروسته يو ځل بيا د امريکا او اتحاديانو په جنګ کې يې افغانستان ته ور ودانګل چې د هغه په وينا د بل په جنګ کې بايد نه وی شامل شوی.

د عمران په وينا هم يې تر 80,000 پورې خلک په ترهګرۍ کې مړه شول او هم يې 150 بيلين ډالرو نقصان وشو خو ورسره سم وايي دا د امريکا جنګ د پاکستان د مرستې نه بغير کېدلی نه شو.

د امريکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ويلي وو پاکستان ورسره د ترهګرۍ په جنګ کې دهوکه کړې او دروغ يې امريکا ته ويلي او دا سره د دې چې پاکستان د دې 33 بيلين ډالرو عوض هم اخیستی دی.

پښتانه قامپاله سياستمدار، دانشوران او څېړونکي وايي د وژل شوو پاکستانيانو د 95% نه زيات پښتانه دي ځکه د هغوی په وينا ترهګري د پلان لاندې د پښتنو د خاورې پورې محدوده ساتل شوې.

دوی وايي بل دا چې پاکستان د ياد 150 بيلين ډالرو کوم حساب کتاب لا د ملک پارلمان ته نه دی وړاندې کړی او که بې طرفه سروې وشي مالي زيان هم د پښتنو شوی ځکه کاروبارونه يې وران شوي او سرمايه يې د ملک نورو صوبو په خاصه توګه په امن کې پنجاب ته منتقل شوې.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت د سقوط نه وروسته د افغان مجاهدين حکومت په پاکستان کې جوړ شو او کابل ته بوتلل شو چې د خپلمنځي جنګونو ښکار شو او د هغې خلاف هم چې د طالبانو وسله وال پاڅون وشو د "امارت اسلامي افغانستان" د سپين بېرغ لاندې نو هم يې مرکز او هم يې ملاتړ په پاکستان کې وو.

طالبانو چې کله په کال 1996 کې په زور د مجاهدينو نه واک واخستلو نو پاکستان وړومبی ملک وو چې طالبان په رسميت وپېژني چې وروسته بيا متحده عرب امارات او سعودي عرب يې هم تقليد وکړو.

عمران خان په نړۍ غږ کوي چې د طالبانو دا دويم د زور حکومت دې هم ومني ځکه د هغه په اند طالبانو ژمنه کړې د بشري حقونو قدر به وکړي، ټولشموله حکومت به جوړ کړي، د افغانستان خاوره به د بل چا خلاف استعمال ته نه ورکوي او عامه معافي يې اعلان کړې ده.

خو د دې برعکس ډېری نړۍ وايي طالبان نه د بشري حقونو پروا کوي، نه ټولشموله حکومت جوړوي، نه د نورو ترهګرو ډلو نه لاس اخلي او نه عامه معافي ورکوي. د طالبانو د دفاع وزير او د مړ شوي مشر ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب پخپله ويلي طالبان د واک وروسته مخالفين په خپل سر وژني.

عمران خان ته ور يادول غواړي که طالبان قامپاله وي او د ده په وينا د ټولو پښتنو د طالبانو قامي همدردي ورسره ده نو د طالبانو د وژنو هدف بيا قامپاله او ملتپاله پښتانه ولې دي؟

ډاکټر نجيب خو د طالب سره هډو جنګ نه وو کړی خو بيا هم د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه راويستل شو او د خپل ورور شاه پور احمدزی سره بې عدالته ووژل شو او مړي يې تر درو ورځو پورې د کابل په پښتونستان څلورلاره کې ځوړند کړل شول.

دغه مثال د پاکستاني طالبانو دی چې پښتانه قامپاله ګوندونه ورته تر ټولو زيات بد ښکاري او د عوامي نيشنل ګوند په سلګونو مشران او کارکنان يې په ځانمرګي بريدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو کې په نخښه کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ښکاره د طالبانو خلاف دی او دغه رنګ د پښتونخوا ملي عوامي پارټي تګلاره هم د طالبانو د پلوۍ نه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG