لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان يو وار بيا د هزارګانو په بې عدالته وژنو تورن شوي


واشنګټن ــ د بخښنې نړيوالې ادارې د افغانستان واکمن طالبان يو وار بيا د لږکيو ډلې شيعه مسلمان هزارګانو په بې عدالته وژنو تورن کړي. طالبانو دغه رپوټ رد کړی او وايي په رپوټ کې د دوی دریځ اخستل شوی نه دی.

د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي طالبان هغه څوک هم وژني چې ورته تسليم شوي وي او داسې کول په جنګي جرمونو کې راځي.

د ايمنسټي انټرنېشنل د تازه معلوماتو د مخه طالبانو 13 هزارګان چې پکې 11 د افغانستان د سقوط شوي حکومت د امنيتي ځواکونو ای اين ډي ايس ايف غړي وو د دایکونډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې په داسې وخت وژلي چې طالبان ځواکونو ته تسليم شوي وو او رپورټ زياتوي داسې وژنې جنګي جرمونه دي.

په وژل شوو خلکو کې دوه عام وګړي هم دي چې يوه پکې 17 کلنه جينۍ ده البته د ولايت د پاره د طالبانو ټاکلی پوليس مشر صديق الله عابد وايي داسې څه پېښه نه ده شوې خو مني چې په يوه وسله واله نښته کې يو طالب زخمي شوی دی. ايمینسټي انټرنېشنل وايي په ياده جګړه کې دوه طالبان تسليم شوو پوځيانو وژلي وو.

د يادې ادارې سيکرټري جنرل ايګنيز کالامارډ ويلي “دا پخپله خوښه وژنې يو بل ثبوت دی چې طالبان په افغانستان کې هغه بوږنوونکي ظلمونه اوس هم کوي د څه په سر چې د دوی پخوانۍ دوره پېژندل کېږي”.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وایي، د اېمنیسټي انټرنېشنل رپوټ حقیقت او بې طرفه نه دی. سعید خوستي طلوع نیوز ته ویلي:

"دا رپوټ سم نه دی ځکه چې د اسلامي امارت [طالبانو] نظر نه دی پکې شامل، دا پلټنه یو طرفه شوې ده، باید له اسنادو سره ثبوتونو پکې شامل کړی شوي وای خو پکې نه شته".

د دې نه وړاندې طالبان په غزني کې د نهه هزارګانو په بې عدالته وژنو تورن شوي وو. خو طالبان وايي داسې هيڅ نه دي شوي او دا د دوی د بدنامولو هڅې ګڼي.

د طالبانو او هزارګانو د يو بل سره کرکه او بې اعتباري:

د افغان طالبانو- چې اکثريت يې پښتانه او د سني ديوبندي سخت دريځه مسلک دي- د شيعه هزارګانو سره د جګړو تاريخ لري.

د طالبانو په وړومبۍ دوره کې چې کله دوی کابل ته ورسېدل نو د نورو پخوانیو جهادي ډلو د مشرانو خلاف يې جهاد اعلان کړ او لا يې عمومي عفوه اعلان کړه.

د شيعه هزارګانو مشر عبدالعلي مزاري سره د طالبانو چلند البته د پوښتنو سره مخ شو. عبدالعلي مزاري په ۱۹۹۵ کې په يو عکس کې د طالبانو د قیدي په توګه ښودل شوی وو او بيا د رپوټونو له مخې وژل شوی وو.

په طالبانو په کال 1998 کې په مزار شريف او په کال 2001 کې د باميان په يکاولنګ سيمه کې د هزارګانو د قتل عام تورونه دي چې د هيومن رايټس واچ د رپورټ تر مخه د يکاولنګ نزدې 100 تنه يې څلور مياشتې په بد حال کې په زندان کې ساتلي وو او اکثره يې بيا ووژل.

رپورټ وايي ادارې ته د 31 تنو د قبرونو او معلوماتو پخلی شوی او زياتوي دغه خلک د تسليمېدو وروسته هم ونه بخښل شول او بې عدالته ووژل شول.

په کال 2000 کې طالبان د بغلان ولايت په رباطک کنډو سيمه کې- چې د پلخمري او تاشقرغان تر منځ پرته ده- د يو شمېر هزارګانو په وژنه تورن شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG