لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان حکومت د پارلمان نه په ډډه ولې د ترهګرو ډلو سره پټې لوظنامې کوي؟


واشنګټن ـــ د پاکستان د اپوزيشن دوه غټ ګوندونه مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند وايي د پټولو په ځای دې حکومت د ترهګرو ډلو سره د لوظنامو تفصيل پارلمان ته راوړي او پښتون قامپاله ګوند اې اين پي وايي داسې لوظنامې د ترهګرو ډلو د بيا منظم کولو د پاره کيږي.

تېره ورځ په پارلمان کې د اپوزيشن ګوندونو مشر او مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف او د پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بهټو دغه غوښتنه تکرار کړې وه او د پاکستان پخواني وزير اعظم او ن ليګ يو مشر شاهد حاقان عباسي د نهې- سېشنبې په ورځ ميډيا ته ويلي:

"زمونږ ګوند په دې اړه ډېر روڼ دريځ لري چې پارلمان سپريم دی او د تحريک طالبان پاکستان سره چې هره فيصله کيږي د پارلمان په منظورۍ دې وشي ځکه دوی په زرګونو خلک وژلي دي".

خو د عوامي نيشنل ګوند چې په ترهګرۍ کې تر ټولو ډېر ځپلی شوی قامپاله ګوند دی او دعوه کوي نزدې 1200 مشران او د ګوند غړي يې د ترهګرۍ په جنګ کې وژل شوي نه يواځې په داسې پټو لوظنامو تحفظات لري بلکې د پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي او د ګوند صوبايي نايب صدر ثاقب الله خان څمکني د حقاني نیټورک په لاس د حکومت او طالبانو تر منځ په ډزبندۍ او پټه لوظنامه اعتراض کړی او دا يې د ایسټېبلیشمېنټ نوی پلان بللی.

ښاغلي څمکني په خپل ټوېټر ليکلي "د اطلاعاتو وزير دعوه کوي چې د ټي ټي پي سره خبرې اترې د ايين په چوکاټ کې روانې دي نو په ايين کې يې دا په کوم ځای کې ليکلي چې د بېګناه ولس د وژونکو سره خبرې اترې وکړئ؟".

هغه زياتوي "لکه دا به هم د تېرو شپږو لوظنامو چې د طالبانو سره شوي زمونږ د اېسټيبلېشمېنټ سره د طالبانو په بيا يو ځای کولو کې مرسته کوي. داسې لوظنامو په تېر کې پرته له نورو وژنو بل څه نه دي راوړي".

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري اعلان کړی د حکومت او ټي ټي پي تر منځ د يوې مياشتې ډزبندي شوې ده او د افغانستان نه سرچينې وايي د تحريک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسید خپلو کمانډرانو ته ليک استولی چې تر يوې مياشتې پورې اوربند ټينګ کړي.

د رپورټونو تر مخه د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د خبرو اترو او ډزبندۍ په شا د ترهګرې ډلې حقاني نیټورک د مشر سراج الدين حقاني لاس دی چې "د پاکستان استخباراتي ادارې اي ايس اي ته نزدې ګڼل کيږي".

د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د ډزبندۍ او پټې لوظنامې په اړه د ارمي پبلک سکول پېښور د وژل شوو ماشومانو د ميندو پلرونو د تنظيم مشر فضل خان ايډوکيټ وي او اې ډيوه ته ويلي:

"دا لوظنامه ښيي چې حکومت خپل بيلاد ومانه. دا څنګه کېدلی شي د يو داسې ترهګر تنظيم سره دې روغه وشي او و دې بخښل شي کوم چې په زرګونو خلک بوډاګان، ماشومان، ښځې او د حکومتي ادارو غړي وژلي".

هغه وايي دا د افسوس ځای دی چې حکومت د داسې خلکو سره خبرې کوي د چا د لاسه چې په لکونو خلک بې کوره کړل شوي، وژل شوي او بې عزته کړل شوي دي.

فضل خان ايډوکيټ تور پورې کوي وایي دا د امنيتي ادارو د راتلونکي د پاره د نورو پلانونو برخه ده چې دوی په دې سيمه کې وړاندې څه کول غواړي او زياتوي:

"خبرې خو د هغه چا سره کيږي چې تسليم شي دا خو داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ چې ځان ته د دنيا نمبر ون پوځ وايي يوې ورکوټې ترهګرې ډلې ته تسليميږي. د اې پي ايس د شهيدانو بچو د مور پلار د اړخه پوښتنه کوم چې حکومت به هغوی ته په کومو سترګو ځواب ورکوي؟".

د ډسمبر په شپاړسمه 2014م کال کې چې د 1971م کال د پاکستان نه د بنګله دېش د ازادۍ ورځ هم ده په پېښور ارمي پبلک سکول نامعلومه وسله والو لړزوونکی بريد وکړو او نزدې 150 ماشومان، استادان او د سکول خدمتګار يې په بې رحمۍ ووژل.

تحريک طالبان د دې خونړي برید ذمه واري ومنله خو د طالبانو وياند احسان الله احسان د امنيتي ادارو د لاسه په داسې نامعلومه حالت کې ووتلو چې سره د ټولې کورنۍ امنيتي ادارو ته تسليم شوی وو او په تښتېدو يې په اسخباراتي ادارو تورونه لګېدلي او تنقيدونه پرې شوي وو چې دا هر څه د پلان لاندې شوې دي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين او د این ډي ايم مشر او د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وخت په وخت ويلي پاکستاني استخباراتي ادارې يو ځل بيا په پخوانۍ فاټا کې وسله والې ډلې تنظيموي، خو د پاکستان پوځ او حکومت دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

يو بل څېړونکي او د سيمه يیزو چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي د حکومت او ترهګرو ډلو د پټو لوظنامو په اړه په خپل يو طنزيه ټويټ کې ليکلي:

"د هند په پيسو چلېدونکي تحريک لبيک پاکستان نه د بندېز اوچتولو وروسته عمران خان اوس د هند او اين ډي ايس په پيسو روان تحريک طالبان پاکستان سره لوظنامه کوي. ټولو روميلز يعنې پروپېګنډچيانو د ای ايس پي آر محافظينو او د دوی سياسي مريدانو ته دې مبارک وي”.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG