لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او په خاصه توګه د پښتو فلم انډسټرۍ زوال


واشنګټن ــ کله چې مې د مقبول پښتو او اردو ژبې د شاهکار فلمونو ستوري اصف خان نه وپوښتل چې د فلم انډسټري زوال ولې وشو نو وايي چې يو خو بربنډتوب معيار راوغوزولو او بل د پښتو فلم انډسټري د ممتاز علي خان په رنګ نور هدايت کاران نه لري.

اصف خان چې د «دره خيبر» فلم نه يې د هيرو شهرت موندلی د وي او ای ډيوه سره د ممتاز علي خان د مړينې او د پښتو ژبې په دې مېډيا کې د هغه د خدمت په حقله مېلمه وو.

د هغه سره سره مو د پښتو ژبې د فلمونو تکړه ستورې مېډم شهناز، په پښتو فلمونو، ډرامو او موسيقۍ تحقيق کوونکی او د ريډيو ژورنالېسټ حاجي اسلم او د پېښور ايډورډز کالج د انګرېزۍ شعبې مشر ډاکټر ګلزار جلال مېلمانه وو.

راځئ دوی وار په وار اورو چې د شپېته ميلينه زيات پښتانه ولې د دومره اهم مېډيا نه تر ډېره محرومه پاتې وو او لا نور ترې هم محرومه شو.

اصف خان:

د ښه اداکارانو کمی نشته. اوس هم عجب ګل، ارباز خان او ارشد خان هغه معياري فلمونه جوړوي او صلاحيت لري خو يو خوا د حکومت هيڅ سرپرستي نشته او بل د ممتاز علي خان د کچې هدايتکاران چې د سبجېکټ په باريکو اړخونو پوهه وي او د اداکار نه معياري کار واخلي.

دلته د پاکستان په فلم انډسټري يو نظر واچوه چې د لاهور په سټوډيوګانو کې د ټولو مقبول او کامياب هدايتکار ممتاز علي خان او عزيز تبسم دی. دلته اداکارانو ته وګوره که اردو ده نو لالا سدهير پکې هيرو دی، که پنجابي ده نو سلطان راهي دی او که کاميډي نو رنګيلا يې بادشاه منل کيږي. دا ټول پښتانه دي.

پاتې شوه د پښتو فلمونو او اداکارانو خبره نو د بدرمنير نه واخله اصف خان، بيدار بخت او تر دې نوي کول پورې تکړه او با استعداده خلک لرو، مونږ په پاکستان کې هم په فلمي صنعت راج کړی او پښتانه اداکاران نن هم په هندي سنيما راج کوي.

لکه د هندوستان دې نوي کول اداکارانو ته وګوره دوی به ژبه هېره کړې وي خو پلاران يې د افغانستان وو. زه هم په کاغذونو کې ځان ته افغان ليکم.

اصف خان خپله قيصه کوي چې څنګه يې په لاهور کې د ارواښاد ممتاز علي خان سره په کال 1970 کې وړومبی ملاقات وشو.

زه، ادارکار محمد علي او د هغه مېرمن زېبا په سټوډيو کې ناست وو چې محمد علي ماته وويل "دا ممتاز علي خان د پښتو يو فلم جوړوي په دې کې ورسره هيرو شه". ما ورته وې چې "زه اردو فلمونو له راغلی يم پښتو له نه. "

په بله ورځ راته بل ملګري تکرار کړه چې ممتاز علي خان «دره خيبر» فلم جوړوي او ته يې پکې هيرو اخیستی يې او ښه به وي ملاقات ورسره وکړه.

ما وې ځه سمه ده. چې ورغلم د خپل ګاډي په بانټ ناست وو لاس يې راکړو خير په خير وشو خبره وشوه خو ما ګڼل دا ماشوم هلک به څه هدايتکاري وکړي خو بس «ښه» مې ورته وکړل.

ما په دې منځ کې سوچ بدل کړو چې دا فلم نه کوم خدای خبر چې څه به وي او څنګ به وي خو تر دې وخته مې په اردو فلمونو کې څه ټک ټوک کار کولو.

ناست وم او اوس د تلو ورځ ده چې سټوډيو ته شوټينګ له لاړ شم خو ناوخته مې کړو زړه مې نه کېده.

اخر ځان ته مې وې چې لوظ دې کړی نو په شا کېدل نه دي پکار. خير لاړم نو هغوی ماله جوړ کړي کميس پرتوګ يو بل چاته اچولي وو او شوټينګ روان وو. زه چې ورغلم د هغه تن نه يې هغه لباس راکوز کړو او ماته يې راکړو.

اوس چې فکر کوم دا به زما غټه تېروتنه وه که زه د پښتو فلم «دره خيبر» کولو نه پاتې شوی وی ځکه دره خيبر ماله پېژندګلو راکړه، ماله يې په انډسټري کې يوه بريک تهرو راکړه او دا د ممتاز علي خان کمال وو.

مېډم شهناز :

زما وړومبی فلم چې وتلی فلم وو «دا ګز دا ميدان» په نوم وو چې هدايتکار يې عزيز تبسم وو، خو ما د ممتاز علي خان سره ډېر کامياب فلمونه کړي او دغه انډسټري بيا زمونږ کورنۍ وي. مونږ د فلمي انډسټرۍ د پاره کورنۍ بايللې او انډسټري مو ساتلې ده.

په ذاتي ژوند کې که ووايم پښتنې اداکارانې د ډېرو کورنيو مشکلاتو سره مخ وي، لکه په فلمونو کې يې کار کول کورنۍ نه خوښوي او بيا انجام دا وي لکه زه! “ما په کال 1980-81 کې اداکاري شروع کړه او نن هم زما د کورنۍ زما سره سوشل بايکاټ دی. پښتانه ښځې د خپلې خوښې کار کولو ته نه پرېږدي”.

د پخوانیو فلمونو سکرپټ، سندرې، موسيقي او هدايکاري په يو ريدهم کې وو اوس يې معيار بایللی. تېره اوونۍ مې د ارواښاد ممتاز علي خان سره په هسپتال کې په تېر هېر وخت ډېرې خبرې وکړې او هغوی هم راته ډېرې دعاګانې وکړې.

حاجي اسلم :

په ممتاز علي خان او نورو لکه اصف خان شو ميډم شهناز شوه او لا نور فلمي ستوري شو ډېر څه ويل کېدلی شي خو زه به کوښښ وکړم د دره خيبر فلم سره تړلې مقبولې سندرې “مونږ يو د خيبر زلمي پښتو زمونږه شان دی” په اړه لږ تاريخ سم کړم.

دا سندره د ريډيو پاکستان پېښور او پېښور ټيلي وژن مشهور ډرامه ليکونکي يونس قياسي ليکلې وه چې وروستو پرې نورو خلکو دعوه وکړه چې دا سندره ګني د قياسي نه بلکې د دوی ده.

خبره عدالت ته لاړه عدالت دا پرېکړه وکړه چې دا د يونس قياسي ليکلې سندره ده چې مونږ بيا د ريډيو پاکستان پېښور نه د يونس قياسي د نوم سره خوروله. دا حقيقت ممتاز علي خان ته معلوم و او اصف خان صيب راسره دی نو دوی يې هم تايد کولی شي.

اصف خان په خورونه کې دا تايد کړه چې دا سندره يونس قياسي ليکلې، رفيق شينواري کمپوز کړې او استاذ خيال مامد ويلې وه.

ډاکټر ګلزار جلال يوسفزی:

که په يو وخت په پښتو کې دوه فلمونه چې نزدې په يو وخت کې مارکيټ ته راغلل يو د بدر منير يوسف خان شېربانو او پسې د اصف خان دره خيبر او دواړه کامياب ترين فلمونه وګرځېدل نو دې وجه هم دا ده چې دواړه سبجېکټس د پښتنې خاورې سره تړلي وو.

د يوسف خان شېربانو قيصه د کور کلي کيسه ده د خلکو ده ځکه ورته محبوبه ده او دغه رنګ د دره خيبر قيسه د انګرېز استعمار خلاف د اتلوالۍ مبارزه ده نو ځکه هم ولسي وه.

ډاکټر ګلزار وايي که داسې يې ووايم چې يو دور و پښتانه د فلم د لارې د اصف خان او بدر منير سره تړلي شوي وو نو د هغې غټه وجه يو معيار ساتل هم وو. دغه تشه ډکول به څنګه کيږي؟ دا به وخت ته پرېږدو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG