لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ دبې درکه کسانو دمعاملې مرکزي کابېنې ته د وړاندې کولو امر کړی


اسلام اباد هایي کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې د بې درکه کسانو معامله وفاقې کابینه ته وړاندې کړي او عدالت باید د بې درکه کسانو په اړه حکومتي تګ لارې څخه خبر کړي.

دنهې په ورځ د اسلام اباد هايي کورټ دوه کسیزه ډیویژن بینچ جسټیس عامر قاروق او جسټس میا ګل حسن اورنګریب دهایي کورټ د پریکړې په ضد د وفاقي حکومت دانټرا کورټ اپیل اوریدنه کړې ده چې پکې د بې درکه ایي ټي انجینیر ساجد محمود کورنۍ ته د معاوضې ورکولو په اړه د اسلام اباد هایي کورټ دحکم د بیا کتنې خواست شوی دی-

د اسلام اباد هایي کورټ چیف جسټس اطهر من الله دبې درکه ایي ټې انجینیر ساجد محمود دکورودانې مایره ساجد له اړخه محکمې ته دشوې عریضې د اوریدنې په مهال وفاقي حکومت ته حکم کړی ؤ چې دبې درکه تن موندلو کې په پاتې راتلو دې د هغه کورنۍ ته د اوو لکه روپو معاوضه ورکړی شي.

د بې درکه کسانو د حقونو کارمنده امنه مسعود جنجوعه وي او ای ډیوه سره خبرو کې واېې، په ډیرو هیوادونو کې په لویه شمیره معاوضې ورکړل شوې دي-

هغه وایي پاکستان یو لویې هیواد دی چې پکې په لویې شمیر خلک بې درکه دي نو ځکه اړینه ده چې دپاکستان حکومت د بې درکه کسانو کورنیو ته معاوضې ورکړي-

هغه وایي دا معاوضې د بې درکه کسانو بدل نه شي کیدی خو د دوئ په غیر موجودیت کې د ماشومانو تربیت کول او دوئ ته خوراک څښاک رسول د حکومت ذمه واري ده-

بل پلو ته ایډیشنل اټارني جنرل قاصم ودود عدالت ته ویلي چې په حکومت لګول شوې لویې جرمانې ته باید بیا کتنه وشي.

هغه د اوریدنې په مهال کال ۱۹۹۹ کې د سپریم کورټ له اړخه په دغه رنګه مقدمه کې پر حکومت د دوؤ زره روپو دجرمانې لګولو حواله هم ورکړې ده خو جسټس میا ګل حسن اورنګریب ویلې حکومت باندې جرمانه لګول څه غیر معمولي خبره نه ده-

دمائره ساجد وکیل عمر ګیلانې ویلې وؤ ساجد محمود د کال ۲۰۱۵ راهسې بې درکه شوی او د ۶۰ څخه دزیاتو اوریدنو سربیره حکومت دوئ ته دپوره معاوضې ورکولو څخه ډډه کوي-

سږکال د جولایي میاشت کې اسلام اباد هایي کورټ د متحده عرب امارات څخه په رخصت پاکستان ته د راغلي اؤ بیا دلته د بې درکه شوي وګړي عمران خان په مقدمه کې د هغه تر موندلو دنوموړي کورنۍ ته هره میاشت د هغه د تنخا برابر دپیسو ورکولو امر کړی ؤ.

مرکزي حکومت د روانې میاشې په ۱۴مه نیټه یوې بلې مقدمې کې د بې درکه تن عمران خان کورنې ته ۱۶ لکو روپوې ورکولو دعوه کړې وه-

د بې درکه کسانو د حقونو دپاره په مبارزه دبوختو کارمندانو ترمخه مخه دا وخت هم په هیواد کې د بې درکه کسانو شمیره د پنڅه زره څځه زیاته ده-

دوئ د حکومت څخه ددغو بې درکه کسانو په اړه دمعلومات خورولو او عدالتونو ته د وړاندې کولو غوښتنې کوي-

حکومت کال ۲۰۱۱م کې د بې درکه کسانو په اړه معلوماتو تر لاسه کولو د پاره د سپریم کورټ دپخواني جج جاوید اقبال په مشرۍ کې یو کمیسون هم جوړ کړی خو د بې درکه کسانو کورنۍ د کمیسون د کار څخه مطمین نه دي او وایي چې د دوئ د غمخوارۍ پر ځائ داسې ښکاري چې کمیسون د حکومت مرسته کوي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG