لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وايرس اومېکرون ډول پېښې د 350 نه سېوا شوي دي


په پاکستان کې چارواکي وايي، د کرونا وايرس اومېکرون ډول په تېزۍ سره خوريږي او تراوسه پورې په ملک کې د اومېکرون ډول پېښې د 350 نه سېوا شوي او نورې په تېزۍ سره خوريږي.

مرکزي وزیر اسد عمر او د صحت په چارو کې د وزیراعظم ځانګړي مرستیال ډاکټر فېصل سلطان نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ () خبري غونډې ته په ملک کې د کرونا وایرس احوال وړاندې کړو.

اسد عمر وویل، په تيرو څو اوونيو کې په ملک کې د کرونا شرح درې چنده سېوا شوې ده.

هغه وويل په تيرو اوونو کې په ملک کې د کرونا شرح 0.7، 0.6 او 0.8 فيصده پاتې شوې وه خو هغه 1.8فيصد ته سېوا شوې ده، د کرونا پېښې درې چنده سېوا شوي دي. په غټو ښارونو کراچۍ او لاهور کې کې د پېښو سېوا کېدو خطره زياته ده.

د نوموړي په وېنا يواځې په کراچۍ او لاهور کې په تيره اوونۍ کې 60فيصده پېښې رپورټ شوي دي. خلک دې په سمدستي ډول ويکسين ولګوي.

هغه وويل په راتلونکو ورځو کې د اومېکرون پېښې نورې سېوا کيږي، او د 12 او 14 کلونو پورې ماشومانو ته هم د کرونا وايرس لګېدلي، ځکه ماشومانو ته دې هم ويکسين ولګول شي.

ډاکټر فېصل سلطان وويل، د کرونا وايرس اومېکرون ډول په تېزۍ سره خوريږي خو چې چرته هم په کومو ملکونو کې ويکسين لګېدلي دي هلته يې زور کم دی.

هغه وویل په پاکستان کې د شمېرو ترمخه چا چې ويکسين لګولي دي، په هغو کې د ناروغۍ شرحه کمه ده. او که د چا عمر د 40 او 60 کالو نه زيات وي هغو ته د ويکسينو نه ډېره ګټه رسي.

نوموړي زياته په ځانګړي ډول د زيات عمر او ښځو ته د ويکسينو ډېره فايده رسي.

د اومېکرون په اړه هغه وويل، ويکسين په دې ډول کې هم ګټور دي خلک ژغوري، پکار ده چې خلک ويکسين ولګوي، ځان او ټولنه د دې ناروغۍ نه وژغوري.

په پاکستان کې د کرونا څخه په تېر شوا روز کې نور پینځه تنه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 28زره 950 کسان مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG