لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ حکومت نه دبحریې دسیلنګ کلب اؤ فارمز ړنګولو دحکم په اړه سپیناوی غوښتی


اسلام اباد هایکورټ دحکومت څخه په غیر قانوني توګه دجوړ کړی شوي بحریې سیلنګ کلب او بحریې فارمز د ړنګولو د حکم په اړه سپیناوې غوښتی دی او په دې اړه یې د بحریې پخواني مشر ایډمرل ( ر) ظفر محمود عباسي ته د جنورې تر ۱۹مې نیټې وزیراعظم، کابینې یا د کابنې سیکرټرې ته د وړاندې کیدو وینا کړې ده.

داسلام اباد هایکورټ دجسټس عامر فاروق او جسټس میا ګل حسن اورنګزیب دوه کسیزه بیچ دسمندري ځواکونو دپخواني مشر ايډ مرل (ر) ظفر محمود عباسې لخوا د وکیل اشتر اوصاف په ذریعه محکمې ته دشوې عریضې اوریدنه کړې ده.

دغه اپیل یا عریضه کې هغه پریکړه چیلنج کړی شوې وه چې محکمې د بحریه فارمز او دبحریه دسیل کولو دکلب جوړونه غیر قانونې ګرځولي وه.

محکمې ته په شوې عریضه کې دریځ خپل کړل شوی ؤ چې دسمندري ځواک مشر د غیر قانوني ودانۍ په پرانستې کولو دخپل د سوګند څخه سرغړونه کړي وه.

خو په اپیل کې ویل شوي چې پخواني مشر ۴۵ کاله د پاکستان په بحریه کې افسر او بیا مشر پاتې شوی، دغه اپیل باندې شوې پریکړه د منلو وړ نه ده او باید باطله وګرځول شي.

حکومت که څه هم تر دې دمه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی خو کله چي وی او ای ډیوه د مشر قانون پوهه قاضي انور څخه وپوښتل چې کله یو عدالت حکم ورکړي نو ددې عملي کولو په اړه دحکومت څه ذمه واري جوړیږي؟ نو هغه وویل:

"قانون وايي چې د پوځ کار د ملک دفاع ده، دوئ پبلک پراپرټي د پیسو ګټلو د پاره نه شي کارولی، دوئ ته که چرې مزکه ورکړی شوې هم وي نو هغه یوازې د دفاعي ضرورتونو د پاره کارولی شي"

هغه وایي حکومت ته به په دې اړه اسلام اباد هایکورټ ته ځواب ویل وي او که چرې داسې ونه شو نو عدالت وزیراعظم هم د سپیناوی د پاره رابللی شي-

سمندري ځواک د اسلام اباد د راول ډیم سره شاو خوا ۲۵ کاله وړاندې یو سیلنګ کلب جوړ کړی ؤ چې اسلام اباد هایکورټ دا کلب غیر قانونی ګرځولی او کیپیټل ډویلیپمنټ اتهارټي ته یې ددې د ړنګولو حکم کړی دی.

سپریم کورټ بار د اسلام اباد هایکورټ دغه پریکړه ستایلې او دا یې د قانون د عملدارۍ اړخ ته یو مهم ګام ګرځولی دی-

دغه اوریدنه په داسې حال کې شوې چې د پوځ د استوګنې د پروژو په اداره ډي ایچ ای هم نیوکې کیږې چې له خلکورمزکې نیسي یا قبضه کوي-

لاهور هایکورټ په دې وروستیو کې ویلې وؤ چې ډي ایچ اي د مزکو تر ټولو ستر قبضه ګروپ دی خو پوځ دغه نیوکې ردوي او دریځ لري چې ډې ایچ ای باقاعده د یوه ارډیننس لاندي کارکوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG