لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هایکورټ صدارتي نظام لپاره د ریفرنډم غوښتنې د ایین ضد ګرځولي دي


دپاکستان پر مطبوعاتو او ټولنیزه رسنیو کیدونکو بحثونو کې ویل کیږي چې د هیواد د ستونزو دهواري لاره اوسنې پارلیمانې نظام کې نه بلکې صدارتې نظام کې پرته ده، چرته چې صدر نیغ په نیغه وټاکل شي او ټول واک د یو تن په لاس کې وي-

حفیظ الرحمان چوهدری نومې تن د لاهور هایکورټ ته خواست کړی ؤ چې کابینه ډویژن ته دې هدایت وکړل شي چې داوسني حکومتې نظام بیا کتنه وشي، پر دې دبحث او جاج اخستو د پاره دې دا معامله پارلیمان ته ولیږل شي او د خلکو راېې معلوملو د پاره دې ریفرنډم وکړل شي-

دلاهور هایکورټ جسټس جواد حسن خپله پریکړه کې د ریفرنډم کولو خواست د جمهوریت له رویه د ایین د اساسي ساخت په ضد ګرځولی دی-

دمحکمې پریکړه کې ویل شوي چې د ایین اساسي ځاندره او ساخت کې بدلونونه نه شي راوستل کیدای ولې چې دا د خلکو له اړخه ټاکل شوؤ استازو جوړ کړی وي.

د پاکستان دقانون جوړونې، پراختیا او شفافیت ادارې پلډیټ مشر احمد بلال محبوب وایي په هیواد کې پر صدارتې نظام بحث څه بده خبره نه ده، البته صدارتې نظام سره به یوازې په ایین کې د بدلون راوستل نه وې بلکې ټوله ایین به بدلول وي-

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په پاکستان کې د تجربو د لارې یو داسې نظام راوستل شوی دی چې پکې د پارلیماني او صدارتي دواړو نظامو خویې شته-

هغه وایي د پاکستان په اوسني پارلیمانې نظام کې زیات واک وزیراعظم لري څنګه چې صدارتې نظام کې صدر ته ترلاسه وي-

دهغه په وینا "دې سره یوه خبره دا هم ده چې د پاکستان دسیاسې حالاتو ترمخه یو ځل بیا یو متفقه ایین جوړول به اسانه نه وي"

په هیواد کې د صدارتې نظام ملاتړ کوونکي د دلیل په توګه د پوځې امرانو د حکومت دور ته صدارتي دور وایي او پر ټولنیزو رسنیو قیصې خوروې چې په هغه وختونو کې پاکستان په چټکتیا سره پرمختګ کړی ؤ-

پر مطبوعاتو دغه قیصې خورونکې اکثره هغه خلک دی چې د وزیر اعظم عمران خان نزدې ملګرې ګرځول کیږي-

د خیبر پښتونخوا د ګورنرشاه فرمان اوبیا د سینټر فیصل جاوید وروسته تیره ورځ د شخصې ټیلې ویژن جیو نیوز سره خبرو کې دوزیراعظم سلاکار عثمان ډار هم د صدارتې نظام ملاتړ کړی ؤ-

د خیبر پښتونخوا د ګورنر د صدارتې نظام د ملاتړ پر مبینه بیان عکس العمل کې د پیپلز ګوند سینیټرې شیري رحمان دده څخه د استعفا غوښتنه کړې وه-

د مسلم لیګ مشر رانا ثنا الله وایي که چرې پر هیواد کې دصدارتي نظام راوستو هځې وکړل شوې نو هیواد به مات شي-

حکومت مخالفو ګوندونو د روانې میاشتې په پیل کې دغه معامله په سینیټ کې هم راپورته کړې وه او د صدارتي نظام د پاره دپیل شوي منظم مهم په ضد یو قرارداد منظور کړی شوی ؤ –

قرارداد کې ویل شوي چې دا رقم ګامونه د وفاق پر یووالي بد اغیز لرلی شي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG