لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اتلس کلنۍ ته له رسیدو مخکې څوک واده نه شي کولی،داسلام اباد هایکورټ پرېکړه


اسلام اباد هایکورټ پخپله یوه پرېکړه کې دهلکانو اؤ جینکو د ودونو لپاره دعمر حد ۱۸کاله ټاکلی اؤ اؤ ویلي یې دي چې له اتلسو کالو نه دکم عمر هلکان اؤ جینکۍ ودونه نه شي کولی.

د جسټس بابر ستار په مشرې کې د اسلام اباد هایکورټ بینچ د کم عمره ودونو دقانون په اړه دیوې اوریدنې تفصیلي پرېکړه جاري کړې ده اؤ دغه پریکړه کې ویل شوي که چرې داتلسو کالو عمر ته له رسیدو مخکې د یو ماشوم د واده مراسم ترسره هم شې نو د هغه شاهدي به باطل اعلان کیږې-

خو پخپله پرېکړه کې عدالت د بلوغت د عمر په اړه حکم نه دی ورکړی اود کابینې څانګې ته یې هدایت کړی چې د مسلمانو کورنیو دقانون په اړه مسله پارلیمان ته وړاندې کړي-

د اسلام اباد هایکورټ دغه پریکړه د سویرا فلک شیر نومې نوې ۱۶ کلنې ماشومې د واده د مقدمې په مهال مخې ته راغلې چې عدالت ته یې ویلې د خپلې خوښې ترمخه یې واده کړی دی-

څېړونکي د اسلام اباد هایکورټ دغه پریکړه ستایي، خو دا هم وایي چې صوبو کې د کم عمره ماشومانو د ودونو د مخنیوې د پاره د صوبو په کچه قانون سازۍ ته اړتیا ده-

د ماشومانو د حقونو کارمند عمران ټکر وې او ای دیوه سره خبرو کې وایي،د اسلام اباد هایکورټ دغه پریکړه به هغه ماشومانو د پاره قانون سازۍ ته اسانتیاوي پیدا کړي کومو صوبو کې چې قوانین نه دي جوړ شوي-

هغه زیاتوې په پاکستان کې د کم عمره ودونو لویې سوب غربت، ټولنیز دودونه، رواجونه او مذهبې غلط فهمۍ بلل کیږي-

په کال ۲۰۱۹م کې سینیټ د ماشومانو د ودونو د مخنیوي قانوني مسوده ۲۰۱۸ کې بدلون منظور کړې ؤ دغه ترمیم کې کم عمره ودونو کې سهولت کارانو ته دوه لکه روپې جرمانه او درې کاله سزا ټاکل شوې وه-

قانون پوهه مهوش کاکاخیل وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، د اسلام اباد هایکورټ پریکړه که څه هم په ټول هیواد کې نه شي عملي کیدای خو ددې اثر کیدای شي-

هغه وایي صوبو ته به د کم عمره ودونو د مخ نیوې د پاره قانون سازي کول وي-

نوموړې زیاتوي د هیواد په بیلا بیلوبرخو کې د کم عمرۍ ودونه نه رپورټ کیږې هم دغه سوب دی چې په ضد یې اکثره کارروایي هم نه کیږي-

د پاکستان دماشومانو د ودونو د مخنیوي قانون ۱۹۲۹ ترمخه دهلکانو د واده قانوني عمر ۱۸ او د انجونو دپاره ۱۶ کاله ټاکل شوی دی.

په اپریل ۲۰۱۴ کې، د سیند اسمبلۍ د سیند د ماشومانو د ودونو د مخنیوي قانون منظور کړو چې پکې د انجونو او هلکانو دواړو دپاره د واده عمر لږ تر لږه عمر ۱۸ ته بدل کړی شوی ؤخو د وفاق او نورو صوبو په کچه تر اوسه څه بدلون ته دی شوی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG