لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو کې د روسیې په ضد قرارداد کې دپاکستان بې پلوه پاتې کیدل به څه اغېز ولري؟


پاکستان دملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په اوکراین د روسیې دیرغل دغندنې قرارداد کې په داسې حال کې د رایی ورکولو څخه ډډه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اوکراین څخه د روسیې د وتلو غوښتنه کړې ده-

په ملګرو ملتونو کې دپاکستان دایمې استازې منیر اکرم په خپله وینا کې د اوکراین په کړکیچ د خبرو او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي وزیراعظم عمران خان د روس او اوکراين ترمنځ پر وروستي وضعيت خواشيني څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې پاکستان هيله درلوده چې د ډيپلوماسۍ دلارې د پوځي شخړې مخه ونيول شي.

د څیړونکو تر مخه پاکستان د امریکا سره د کلونو راهسې یو روایتې اتحادي ؤ خو اوس د امریکا او مغرب سره اړیکې د پخوا په رنګه نه ښکاري-

د نړیوالو چارو پوهه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک وایي په پاکستان داوخت ډیر فشار دی خو دا د ډپلوماسۍ ازمیښت دی-

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "د پاکستان د پاره ګټه دا ده چې بې طرفه وي پاکستان یو کمزوره هیواد دی که چرې پاکستان وایي چې بې طرفه دی نو بیا د امریکا او نورو په ضد دې هم بیانونه ورنه کړی شي"

وزیراعظم عمران خان په دې ورستیو کې د چین او بیا د روس سفر کړی ؤ ،د روس او اوکراین د جګړې په مهال ماسکو ته دسفر دغه پریکړې وزیراعظم عمران خان د سختو نیوکو سره مخ کړی ؤ-

وزیراعظم عمران خان د اوکراین د شخړې په لړ کې نه خو د روس ملاتړ او نه یې غندنه کړې ده خو قام ته خپله وینا کې وزیراعظم ویلي وؤ د ترهګرۍ په ضد د امریکا ملګرتیا کول سمه پرېکړه نه وه.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په دې وروستیو کې د شخصې ټیلې ویژن جيو نيوز سره په مرکه کې ويلي، پاکستان د ملګرو ملتونو په منشور عمل کول غواړي. که پاکستان په دې لانجه کې يو اړخ ونيسي، نو د جګړې ښکېلې خواوې په خبرو اترو او دکړکېچ هواري کې رول نه شې لوبولی-

د پاکستان پخوانې سفارتکار اصف دراني واېې اوکراین زمونږ په ګاونډ کې نه دی- په دې منطقه کې د امن دپاره ضرورې ده چې پاکستان باید بې طرفه وي خو که چرې بې طرفې څرګندوي نو ورسره پاکستان پکار دي د ښکیلو اړخونو څخه غوښتنه وکړې چې خپلې ستونزې په سوله ییزه توګه هواري کړي- ولې چې جنګ د مسلې هوارې نه دی

هغه وایي یو بې طرفه دریځ خپلولو سره کیدای شې چې مغرب او امریکا د پاکستان څخه په موقتې توګه خفه شې خو د دې سر بیره د روس او اوکراین په شخړه کې په یو اړخ ودریدل نه دپاکستان، نه د سیمې او نه د نړۍ په ګټه ده-

دملګرو ملتونو دغونډې په مهال د اسیا څخه جاپان او نیوزي لینډ پر اوکراین د روس د برید غندنه وکړه، البته دسترو اسیايې هیوادونو چین، هند او پاکستان په شمول ۳۵ هیوادونو د راېې ورکولو څخه ډډه وکړه-

د روان مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه د نړۍ د۲۲ مهمو هیوادونو دسفارت کارانو له اړخه د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ته دلیږل شوي یو لیک د لاري پر اسلام اباد غږ شوی ؤ چې د روس پر اوکراین د برید په اړه ملګرو ملتونو کې د قرارداد ملاتړ وکړي او د روس د وتلو غوښتنه دې وکړي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG