لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا دخړ نوملړ نه وتلو لپاره به پاکستان ایف ای ټي ایف پخپلو ګامونو قانع کړي؟


ټاکل شوې چې د ترهګرو دمالي سرچینو د وچولو او غیر قانونې پیسو د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف غونډه نن په پریس کې کیږي چې پکې به د پاکستان دنوم په خړ لسټ څخه د ویستلو یا نه ویستلو په اړه پرېکړه کولی شي.

څېړونکي وایي په تیکنیکي توګه دپاکستان مقدمه پیاوړې ده خو په سیاسي توګه اوس هم دا ګڼل کیږي پاکستان کې غیرقانوني فعالیتونه شته اؤ له دې امله دپاکستان نوم دایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې پځائ پاتې کیدای شي.

وتلی پاکستانی خبریال فداحسین وایي پاکستان کې اوس ترهګر تنظیمونه هغسې په ښکاره عملیات نه کوي څنګه چې یې په تیرو کلونو کې کول خو کتل به دا وي چې ایا دا ترهګرې ډلې یا تنظیمونه په بشپړ ډول ختم کړل شوي دي که نا څه وخت وروسته به بیا سر راپورته کړي.

دپاکستان نوم د کال 2018م راهسې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی او نړيوال مطبوعات وايي چې په دغه نوملړ کې د پاتې کېدو له کبله د پاکستان برامدات، درامدات او نړيوالو پورونو ته د لاس رسي چارې په بد ډول اغېزمنې شوې دي.

دخړ نوملړ نه دپاکستان د وتلو لپاره د ایف ای ټي ایف په لومړي کاريز پلان کې 27 شرطونه ترسره کول شامل وؤ او په دغو کې پاکستان تېر کال اکتوبر کې شوې د ایف ای ټي ایف تر وروستۍ غونډې په 26 شرطونو عمل ترسره کړی ؤ .

تر دې وروسته بيا د جون په میاشت کې ایف ای ټي ایف پاکستان ته يو بل اضافي کاريز پلان ورکړی ؤ چې پکې د پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي نور 7 شرطونه شامل وؤ.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان ته ورکړل شوؤ د فنانشل اېکشن ټاسک په دغه دوؤ غبرګو کاريز پلانونو کې په مجموعي ډول 34 نکات شامل دي او په دې کې هم پاکستان په 30 شرطونو یا نکتو عمل درامد د تېر اکتوبر په میاشت کې بشپړ کړی دی.

د پاکستان دبهرنیو چارو دپخواني سکتر اعزاز چوهدري وینا ده چې په تیکنیکي توګه د پاکستان مقدمه ډیره مضبوطه ده خو په سیاسې توکه اوس هم دا ګڼل کیږي چې دپاکستان دننه څه غیر قانوني لین دین کیږي اؤ په دې اړه هم د اسټیټ ینک له اړخه خورا ګامونه پورته کړې شوي دي-

وتلی صخافي فدا حسین وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، هرڅو اوس دپاکستان دننه ترهګرې ډلې هغسې ښکاره فعالیتونه نه کوي لکه څو کاله وړاندې چې یې کول خو کتل به دا وي چې ایا ددې تنظیمونه مخه په حقیقي ډول نیول شوې ده که نا څه موده وروسته به بیا سر راپورته کړي.

هغه وایي د پاکستان نوم ایف ای ټي ‌ایف کې ساتل یو سیاسي فشار هم دی خو دا به په نړۍ کې د پاکستان پرعکس اغیز لرلې شي-

د هندوستان ځنې مطبوعات ددغه هېواد د تهنک ټېنک د تجزيو په اساس وايي د پاکستان د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خبرې او بيا د افغانستان د طالبانو د حکومت په ملاتړ کې د اسلام اباد هلې ځلې کولی شي چې ایف ای ټي ایف دا هېواد په تور فهرست کې واچوي .

د ایف ای ټي ایف دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د امریکې دوؤ مالیاتي ادارو فیډرل ریزرو بورډ او نیویارک سټیټ ډیټارټمنټ اف فاینانشل سروسز د پاکستان پر سرکاري‌نیشنل بینک د غیر قانوني پیسو دمخنیوې د اصولو څخه د سرغړونو په سر ۵۵.۴ ملینه ډالر جرمانه لګولې وه-

تیره میاشت د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار اوونيزې خبري غوندې ته وېلي وؤ چې پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست څخه د وتلو لپاره د ادارې لخوا په ورکړل شوو ټولو سپارښتنو یا شرطونو عمل بشپړ کړی خو دایې هم ویلي وؤ چې د اېف ای ټي ایف د ځینو غړيو هېوادونو سياسي فکر پاکستان په خړ فهرست کې پرځائ ساتلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG