لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: که دې جرګې ته په سپک نظر وکتل شول نتایج به یې "د احمد شاه بابا تر جرګې ژور" وي


د بنو د درې ورځنۍ جرګه.
د بنو د درې ورځنۍ جرګه.

واشنګټن ــــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، په بنو کې د پښتون قام درې ورځنۍ جرګه د پښتنو په کامياب ترينو جرګو کې ده، وایي که دې جرګې ته په سپک نظر وکتل شول نو نتایج به یې "د احمد شاه بابا تر جرګې هم درانه او ژور" وي.

د جرګې په درېیمه ورځ د وي او اې ډیوه له خبریال فضل عزیز سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي اڅکزي خپله یوه خبره بیا په تکرار سره وکړه، چې وایي پښتانه پاکستان ماتول نه غواړي خو وایي په "غیراييني پاکستان" کې نه اوسېږي:

"پښتانه په ایین کې مشکلات لري، موږ ملي وحدت نه لري دا زموږ حق دی، موږ پر خپلو وسايلو اختیار غواړو چې هم یې قرآن مني، هم یې یونایټیډ نېشنز [ملګري ملتونه] او د پاکستان دغه [ایین] مني".

د دې جرګې غوښتنې اکثر له ریاست او ریاستي پالیسیو سره تړلې دي، خو د پاکستان مرکزي حکومت، پوځ یا کوم چارواکي تر اوسه په بنو کې د درې ورځنۍ جرګې په اړه څه غبرګون له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

محمود خان اڅکزي یو ځل بیا وویل چې د پاکستان په سیاست کې به د پوځ او "جاسوسي ادارو" رول نه وي. د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېره اوونۍ په خبري غونډه کې وویل چې پوځ له سیاست سره هیڅ کار نه لري.

ښاغلی اڅکزی وایي پښتانه نور امریکې، چین، روس، اسلامي یا غیراسلامي قوت ته اجازه نه ورکوي چې د پښتنو پر خاوره جګړه وکړي:

"موږ نو پر دې وطن پردیو جنګونو ته مخه نه ورکوو، که چا زور کاوه د زور لارې به بیا ګورو".

ښاغلي اڅکزي په خپلو خبرو کې په طالبانو غږ وکړو چې د افغانستان استقلال ته لومړيتوب ورکړي. که څه هم طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي خو محمود خان اڅکزي له طالبانو وغوښتل چې نور دې "په زوره باچاهي" نه نړيږي:

"پکار ده چې طالبان لویه جرګه را وغواړي او د مستقبل د افغانستان د حکومت بدلولو نه بدلولو داسې ښایسته شی [نظام] دنیا ته کښېږدي چې هغه اعتراض نه سي پر کولای".

اڅکزي وویل پکار دی چې د افغانستان په چارو کې له پاکستانه مداخله ونه شي، خو وایي که څوک پکې مداخله کوي نو پکار دی د پاکستان پښتانه یې مخه ونیسي.

هغه وويل دې جرګې ته دې خلک سنجيده وګوري او وایي هغه خپل باقي ژوند دا ډول جرګو ته ورکوي:

"له دې جرګې یوه مستقله اداره جوړوو، چې د دې قام د څارنې انسټیټیوشن به وي، هغه به د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ نه وي".

د بنو په درې ورځنۍ جرګه کې د پښتنو پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، تجارتي، کلتوري او تعلیمي ستونځو او د پښتونخوا او په بلوچستان کې د پښتنو پر وسایلو خبرې وشوې او اکثرو ویناوالو وغوښتل چې د پاکستان له ریاست سره دې د پښتنو د اشتراک یو نوی تړون وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG