لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک،پاکستان کې د سیاسي ګواښونو اؤ سازباز بازار تود شوی دی


پاکستان کې دحکومت مخالفو ګوندونو لخوا د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک مخې ته له راوړلو وروسته امکان څرکندیږې چې د روانې میاشتې په ۲۸مه نیټه به پر دغه تحریک دپارلیمان غړې خپل راېې وکاروي.

خو دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو له عمل وړاندې د وفاقې وزیرانو له اړخه په څرګنده مخالفو ګوندونو ته د ګواښونو کولو لړې روانه ده اؤ د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري نه وروسته د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلې کوم قوتونه یا خلک چې دوئ پېژني که چرې مخالفو ګوندونو د هغوئ خبره ونه منله نو نتیجې به یې ډیرې خطرناکې وي-

د کورنیو چارو وزیر واضحه نه دي ویلي چې اشاره یې چا ته ده خو په تیرو ورځو کې دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار په څرکنده ویلي وؤ چې پوځ د سیاست سره څه کار نه لري-

مخالف ګوندونه دریځ لري که چرې اسټيبلشمینټ (چې دغه اصلاح په پاکستان کې زیاتره پوځ ته کارؤل کیږي ) مداخلت ونه کړي نو وزیراعظم عمران خان به دخپل منصب نه راکوز اؤ کورته ولیږي-

بلاول بوټو زردارې په تیرو ورځو کې د بې باورۍ تحریک د اسټیبلشمنټ د پاره یو امتحان ګرځولی ؤ-

مشر جرنالسټ‌ مزمل سهروردې واېې دا وخت حکومت او مخالف ګوندونه دواړه واېې چې پوځ بې طرفه دې څه رنګه چې د پوځ ویاند خپله هم څرکنده کړې وه- نو په داسې حال کې دا د حکومت یو سیاسې بیان هم کیدې شي-

د حکومت له اړخه د بې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو په ورځ د پارلیمان مخې ته د لویې ولسي جلسې کولو د پریکړې ورسته د مخالفو ګوندونو دایتلاف پاکستان ډیموکریټک مومنټ یا پي ډې ایم مشر مولانا فضل الرحمان هم د روانې مارچ د میاشتې په ۲۳مه نیټه اسلام اباد اړخ ته د لانګ مارچ کولو اعلان کړی دی-

پخواني وزیراعظم اؤ د مسلم لیګ نواز ډلې یو مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم تورونه لګولي چې حکومت دخپلو ګټو لپاره د احتساب دولتي اداره نیب دخپلې خوښې په اساس استعمالوي اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند پر څه غړو د نیب دنوټسونو د لارې فشار اچول کیږي-

هغه مطبوعاتو ته ویلي چې که چرې دبې باورۍ په تحریک د رایو ورکولو په ورځ حکومت دپارلیمان دکوم غړي پارلیمان ته دننوتلو مخه ونیوله نو دایین شپږمې مادې ته دې چمتو اوسي .

خو بل لوري ته د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلې پارلیمانې غړو ته رابطو کې څه خنډ جوړول نه غواړي او نه به تحریک انصاف پایه تخت کې څه ناسته کوي بلکې د یوې جلسې په ترڅ کې وزیراعظم عمران خان په دغه ورځ قام په اعتماد کې اخیستل غواړي-

هغه ویلي حکومت به د بې باورۍ د تحریک مخه په جمهوري توګه نیسي .

د حکومت له اړخه دبې باورۍ په تحریک د رایو ورکولو په ورځ دامنیت ټینګولو په خاطر درینجرز او ایف سي ځواکونه هم رابلل شوي دي.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د مخالفو ګوندونو له اړخه هم د خپلو پارلیماني غړو د حفاظت د پاره په لویې شمیر رضاکاران اسلام اباد ته راروان دي-

دبې باورۍ په تحریک د پر امنه راېې کارولو د پاره مخالفو ګوندو عدالت ته د تګ اعلان هم کړی دی-

د قامې اسمبلې د اسپیکر له اړخه د بې باورۍ په تحرک د رایې ورکولو لپاره څه نیټه نه ده ټاکل شوې خو مطبوعات امکان څرکندوي چې په دغه تحریک به رایې د روان مارچ په ۲۸ یا ۲۹مه ورکړل شي-

ددغه تحریک په اړه پایه تخت اسلام اباد کې د سیاسې ګوندونو تر منځ د رابطو او لیدنو لړۍ هم دوامداره ده-

وزیراعظم عمران خان دخپل حکومت د اتحادي ډلو بلو چستان عوامې پارټۍ او جی ډی ای سره پارلیمنټ لاجز کې لیدنې کړې دي-

وزیراعظم تیره اوونۍ د مسلم لیګ (ق ) ډلې دمشرانو سره له لیدنې وروسته د ایم کیو ایم سره د لیدنې د پاره د کراچې سفر هم کړی ؤ-

په عین حال کې دحکومت مخالفو ګوندونو مشرانو هم دحکومتي ایتلافیانو مسلم لیګ ق اؤ متحده قومي موومنټ دمشرانو سره لیدنې کړي اؤ څېړونکي وایي کیدای شي د وزیراعظم په ضد دبې باورۍ تحریک کې دحکومت ځېنې ایتلافي غړي هم د وزیراعظم عمران خان پرضد خپله رایې ورکاروي.

څېړونکي وایي چې که چرې دحکومت ایتلافي ګوند مسلم لیګ(ق) اؤ دحکومت نه مروره د واکمن ګوند پي ټي ایي دجهانګیر ترین ډله دباورۍ تحریک کې د اپوزیشن ګوندونو ملګرتیا وکړي نو بیا ډيره ګرانه ده چې عمران خان خپل اقتدار وژغوري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG