لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان غیریقیني سیاسي صورتحال ددې هیواد اقتصاد ته سخته ضربه رسولې،څېړونکي وایي


په داسې حال کې چې پاکستان دغیر یقیني سیاسي صورت حال سره مخ دی ددې هیواد اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوي اؤ د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره یې د پور د اووم قسط ترلاسه کولو خبرې تر دې دمه نه دي کامیابې شوې.

دپاکستان دننه په خلاص مارکیټ کې د ډالر په پرتله دپاکستاني روپۍ قدر 183 روپو ته راکوز شوی او د ونډو بازار د تیرې ورځې راهسې په ښکته تللی خو بیا وروسته په دې کی زیاتوالی راغلی او د مرکزي زرمبادلې ذخیره هم د غیر ملکي ادائیګیو له امله په کمیدو ده .

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د سیاسي حالاتو له امله چې کوم نقصان سره پاکستان مخ کیږي د هغې اثرات ښکاره دي او ددې پوره کول به هم ډیر ګران وي.

هغه وایي په حکومتي او سیاسي کچه چې غټه کومه ستونزه راپېښه ده هغه داده چې حکومت فیصله نه شي کولی او د هغې غټ مثال د نړیوالې مالیاتي ادارې سره مذاکرات دي چې څنګه د پور اووم قسط ترلاسه کړي؟

دنوموړي په وینا تر دې وړاندې حکومت د شپږم قسط اخستو دپاره سختې فیصلې کړې دي خو داځل مشکلاتو سره مخ دی او تر کومه چې سیاسی استحکام نه وي پر ځائ شوی د اووم قسط ترلاسه کول ګران دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په داسې وخت کې چې د اوکراین او روس ترمنځه د جګړی له امله په نړیوال مارکیټ کې د توانایۍ بیعې زیاتیږي، ورسره سم د پاکستان مالیاتي خساره لوړیږي او د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په سیاسی بنیاد د تیلو او بجلۍ په نرخونو کې کمی راولی دا د پاکستان د اقتصاد سره لوبې کول دي.

"اقتصاد وړاندې نه مشکلاتو سره مخ دی او بیا په داسې حالاتو کې پانګه وال هم په دې انتظار وي چې کله به حالات سم شي، د مرکزي بینک د ګورنر وخت هم په ختمیدو دی او که د بې باورۍ تحریک کامیاب شي نو سیاسي بحران به نور هم سیوا شي "

دپاکستان دخزانې وزارت وایي د مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دحکومت خبرې روانې دي او د میاشتې ترپائ به دغه ادارې سره په صنعتي رعایتونو څه نتیجې ته ورسي .

حکومت په دې وروستیو کی صنعتونو ته د ودې ورکولو دپاره پانګه والو ته مالیا کی د یو کال په شرط رعایتونه ورکړي دي .

د اقتصاد ماهر ډاکټر سلمان وایي د ایي ایم ایف پروګرام د پاکستان دپاره ډیر ضروری دی ځکه چې هم ددې له وجې د پاکستان اقتصاد ساه اخلي.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل که پاکستان دمالیاتي ادارې په پروګرام کې پاتې شي نو قرضې به ورته ري فنانس او ري شيډول شي او پانګونې به هم راشي نورې قرضې هم ترلاسه کیږي او که چرې داسې نه وي نو اقتصادي بحران به سیوا شي.

څیړنې وایي نن په پرانستي مارکیټ کې د ډالر په مقابله کی د روپۍ بيعه 183 ته زیاته شوې او د پاکستان مرکزي بینک وایي په انټر بینک مارکیټ کې د روپۍ قیمت 181.7 روپۍ دی.

د مرکزي بینک په وینا د مالیاتي او تجارتي خسارې د زیاتوالي وجه هره اوونۍ د پاکستان په غیر ملکي د زرمبادلې ذخیره کې 5فیصدي کمی راځي او د بینک مجموعي دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 15اربه ډالره ته راکوزه شوې ده.

د تیرې ورځې راهسې د پاکستان سټاک مارکیټ 80 درجې په ښکته روان ؤ خو تر وروستیو اطلاعاتو راتلو پورې په دې کی 14فیصدي اضافه شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG