لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستاني امنيتي ځواکونو ترهګر بريدونه د ترهګرۍ خلاف د پاليسۍ ناکامي که د پاليسۍ برخه؟


واشنګټن - په افغانستان کې په زور د طالبانو د واک اخیستلو وروستو څېړونکي وايي په پاکستان کې ترهګرې ډلې ورځ تر بله د منظم کېدو په حال کې دي او د بريدونو زيات تره هدف يې پاکستاني امنيتي ځواکونه دي چې په پښتونخوا او بلوچستان کې په دوامداره توګه په نخښه کيږي.

د پاکستان انسټيټوټ فار کانفلېکټ اينډ سيکيورټي سټډيز اسلام اباد مشر عبدالله خان وي او ای ډيوه ته وويل د کال 2021 د وړومبیو درو مياشتو په نسبت چې 49 حملې پکې شوې وې دې کال هم په دومره موده کې 48 ترهګر بريدونه شوي.

د ادارې شمېرې ښيي دې کال د جنورۍ نه تر 15 مارچ پورې په پاکستان کې 48 ترهګر بريدونه شوي چې 28 پکې په امنيتي ځواکونو دي او د ځواک 41 تنه پکې وژل شوي.

په يادو بريدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو شمېر 106 دی چې تېر کال پکې 73 تنه وژل شوي او 91 نور ټپيان شوي وو خو دې کال په درې مياشتو کې د وژل شوو شمېر 147 ته ختلی او 369 پکې زخميان شوي.

عبدالله خان وايي دې کال په ياد وخت کې په پښتونخوا کې 30 ترهګر بريدونه شوي چې 10 پکې په پخوانۍ فاټا کې دي او ټول 82 تنه وژل شوي او 209 زخميان شوي، په بلوچستان کې 15 حملې شوي چې 47 پکې وژل شوي او 96 پکې ژوبل شوي دي.

د ادارې د شمېرو تر مخه په ياد وخت کې په اسلام اباد کې يوه حمله شوې چې درې تنه پکې وژل دي، په پنجاب کې هم يوه حمله شوې او درې تنه پکې وژل شوي دي او دغه رنګ په سیند کې يو بريد شوی چې يو تن پکې وژل شوی.

د پاکستان د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې ناکامي که ترهګري پالنه د پاليسۍ برخه؟

وي او ای ډيوه چې کله د سياستمدار او پخواني سنېټر افراسياب خټک نه وپوښتل چې پاکستاني پوځي اپرېشنونه ناکام دي که رياست د ترهګرۍ پاليسي په مخ وړي نو هغه وايي:

“دا دواړه دي ځکه يو خو د ترهګرۍ ختمول هدف نه وو او نه دی. دا تش په نوم جنګ يې د پروپېګنډې برخه ده. پاکستان د افغان طالبانو پراجېکټ په مخ وړي او بيا د افغان طالبانو سره د نورو ترهګرو ډلو ملګرتيا ده. د ترهګرو کارخانې د کال 1980 د لسیزې په پاکستان کې چليږي”.

پاکستاني چارواکي وايي د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې يې نزدې 80,000 خلک وژل شوي او په سلګونو بيلين روپیو نقصان يې اقتصاد ته رسېدلی خو څېړونکي وايي د وژل شوو خلکو شمېر تر ټولو زيات په پښتونخوا کې دی او هم يې اقتصاد د نور ملک په نسبت ډېر ځپل شوی دی.

افراسياب خټک د پوځي اپرېشنو په اړه وايي د سوات نه تر وزيرستانه پورې دا ملک دوی لتاړ کړو خو وایي‌ دوی دې وښيي چې يو ترهګر يې وژلی وي لا يې نيولی وي؟ هغه وايي:

“واکمنې ادارې د پي ټي ايم نه وارخطا شوې ځکه چې ورنه يې غوښتنه وکړه يواځې پينځه داسې نومونه دې ورته د ثبوت په توګه ورکړي چې امنيتي ادارو په دې اپرېشنو کې وژلي لا نيولي وي او په غبرګون کې پرې د غدارۍ او ملک دښمنۍ نوم پورې شو”.

هغه وايي چې څومره پاکستاني ترهګر وژل شوي لا نيول شوي د افغانستان په تېر حکومت کې شوي لکه د مولانا فضل الله او نورو وژل او د فقير محمد بندي کول خو ولې هغه ټول نيول شوي ترهګر د طالبانو د راتلو وروسته ازاد کړل شول.

افغان طالبان د پاکستاني ترهګرو ډلو خلاف دي او که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې پخواني پوځي افسر او څېړونکي بريګډير سعد محمد خان ډيوه ته وويل، دا تنظيمونه د سرحداتو نه مطمين نه دي:

“د افغانستان په شرق کې داعش او تحريک طالبان پاکستان سره په يوه پاڼه دي چا چې په پېښور کې د شیعه مسلمانانو په جماعت بريد وکړو. طالبان د ټي ټي پي خلاف عمليات نه کوي ځکه دا به دوی ته يو ګواښ وي”.

سعد محمد خان وايي پاکستانۍ ترهګرې ډلې ورو په ورو پښې مضبوطوي د وزيرستان نه تر ډېره اسماعيل خان پورې منظم شوي دي او وايي هره ورځ دوه درې پېښې کيږي خو رپورټ کيږي نه.

د پاکستان پوځي عملياتو په حقله سعد محمد خان وايي “پاکستاني پوځي عمليات په داسې طريقه وشول چې د دې خلکو ټول قوت افغانستان ته واوړېدو او هغوی ورته ځای ورکړو چې امريکا يې هم پروا نه کوله او محفوظ ځای يې وموندلو”.

هغه وايي د سيمې جغرافیه ان تر منځني ختيځ پورې داسې ده چې د نړۍ د توجه مرکز دی، دلته پاکستان دی، افغانستان دی او ايران دی او غټ قوتونه پکې خپل اثر رسوخ د تېرو 300 کالو نه ساتل غواړي هغه که زار روس وو، که انګرېز، که شوروي اتحاد او که امريکا او چين دي او وايي ورته نه ښکاري دا حالات به سم شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG