لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات: مخالفه امېدواران شکايت کوي پرضد يې حکومتي مشينري کاريږي


د خېبرپښتونخوا په 18 ضلعو کې چې په 31 مارچ د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو انتخابات ټاکل شوي، د مخالفه ګوندونو کانديدان/ امېدواران تور لګوي چې د دوی پرضد حکومتي مشينري کاريږي او په ازاده کمپاين نه شي کولی خو د صوبې د ټاکنو کمېشن وايي، دوی د يو چا طرفداري نه کوي او چې څوک هم شکايت کوي په هغې ګام اخستل کيږي او کارروايي کولی.

په چترال ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د تحصيل ناظم د څوکۍ دپاره ولاړه کانديده خديجه بي بي وايي، که څه هم په انتخابي کمپاين کې پرې مخالفينو بريد کړی او مسلې ورته جوړوي، خو هغه بيا هم هڅه کوي چې خپل کمپاين وکړي او په مېدان کې پاتې شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وویل، "مخالفين يې په وړاندې خنډان جوړوي، خو هغه بيا هم خپل کمپاين کوي، حکومتي مشينري يې پرضد کاريږي، حکومتي ممبران يې پرضد په علاقه کې سکيمونه اعلانوي، او تور لګوي چې هغې ته مخالفينو دړکې ورکړي او د يو پروګرام خرابولو هڅه يې شوې ده".

خديجه تور لګوي د هغې پرضد الېکشن کمېشن ته خواستونه کيږي خو که هغې ته څوک دړکې ورکوي، د هغې بيا تپوس نه کيږي.

خو د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد وايي، دوی ته تراوسه پورې د 1000 نه زيات شکايتونه شوي، او تر دې چې الېکشن کمېشن ته د وزیراعظم عمران پرضد شکايت شوی چې د ټاکنو د قاعدو سرغړونه یې کړې، الېکشن کمېشن وزیراعظم ته هم نوټس ورکړی او په دغه لړ کې يې جرمانې هم لګولي دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "تاسو وکتل وزيراعظم پاکستان، وزیران او د قامي اسمبلۍ غړو او مشيرانو ته کوم چې د حکومتي ګوند دي، هغوی ته د انتخابي قاعدو د سرغړونې په سر باقاعده نوټسې جاري کړی شوي دي، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق ته په جلسه کولو نوټس جاري شوی دی".

هغه وویل الېکشن کمېشن بلاامتياز نوټس اخلي او چې وزیراعظم جلسه کوي، د هغه نه تپوس کيږي او جرمانه کيږي، نو الېکشن کمېشن داسې اقدامات کوي چې چاته د شکايت موقع نه وي.

نوموړي زیاته کړه الېکشن کمېشن او مانټيرنګ افسرانو په 65 تحصيلونو کې تراوسه پورې په سرغړونو کولو د 120 پورې نوټسې جاري کړي دي.

خو بل لور ته په قبايلي ضلعو کې کانديدان شکايت کوي چې دوی د امنيت د لاسه په ازاده کمپاين نه شي کولی.

تيره اوونۍ په شمالي وزيرستان کې د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی امېدوار مصور داوړ د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی وو.

له دې وړاندې په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې هم د بدامنۍ پېښې رامنځته شوې وې.

سهېل خان وايي، د ټاکنو د کمېشن لخوا د امنيت او مجموعي تیاريانو دپاره نن د لوړې کچې افسرانو يوه غونډه وشوه چې پکې د ضلعو چارواکو هم د ويډیو لنک د لارې ګډون وکړو.

هغه وویل په 18 ضلعو کې 6000 پولينګ سټېشنې دي، او د دوی دپاره ډېرې حساسې سيمې په صوبه کې ورګډې شوې قبایلي دي چې هلته امنیت په ځای وساتل شي.

هغه زياته کړه په پولينګ سټېشنو به د امنیت انتظام د پوليس سره وي، او د پوليس سره به پوځ او اېف سي هم چمتو ساتل کيږي چې چرته هم د امنیت مسله پېښږي هلته به نور ځواکونه په ځای کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG