لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوه څېړنه: اوس د افغانستان په ځای پسرلني وسلوال عمليات په پاکستان کې


واشنګټن - د غيرقانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان له خوا د پاکستاني امنيتي ځواکونو او ملاتړو خلاف يې پسرلني عمليات اعلانول که يو نوی ګام دی خو څېړونکي وايي دا د افغانستان د طالباني سوچ يوه بڼه ده چې اوس په پاکستان کې هم زورواکي غواړي.

د افغان طالبانو د هر کال پسرلني عملياتو د اعلان سره د موسم تړل په دې معنا وي چې واورې ويلې شي او په غريزه سيمو کې تګ راتګ اسان شي خو د پاکستان د طالبانو د تحريک پسرلني عملياتو اعلان پوښتنې راپورته کړي چې ايا ياد عمليات به هم د پښتنو په سيمو کې پيل کيږي ځکه واورينې سيمې تر ډېره د پښتنو دي.

په دې اړه چې وي او ای ډيوه د پاکستان د پوځ پخواني افسر او څېړونکي برېګډير سعد محمد خان نه وپوښتل نو هغه وايي پخوانۍ فاټا دې غير ذمه داره حکومت د زورورو په ولقه کې پرېښودې ده:

“په دې برخه کې د پولې دواړو خواو ته درې وسلوال قوتونه دي. يو افغان طالبان دي، بل پاکستاني طالبان او دريم داعش خو لانجمنه خبره دا ده چې افغان طالبان د داعش خلاف دي، پاکستاني طالبان د داعش ملګري دي او افغان طالبان د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي. دا سيمه د نړيوالو طاقتونو مرکز دی او هر څوک پکې خپل لاس پوڅي ساتي”.

د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي دعوه کوي د ترهګرو ډلو ملا يې ماته کړې او هيڅ کومه منظمه ترهګره ډله په ملک کې شتون نه لري. په نزدې وخت کې په خاصه توګه پښتونخوا او بلوچستان کې په پاکستاني امنيتي ځواکونو حملې زياتې شوي چې ذمه واري يې ټي ټي پي، داعش او بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې په سر اخلي.

د پاکستان انسټيټويټ فار کنفلېکټ اينډ سيکيوريټي سټډيز د شمارو تر مخه دې کال د جنورۍ نه د مارچ د پينځلسمې نېټې پورې په پښتونخوا او بلوچستان کې 63 حملې شوي.

اداره وايي 28 بريدونه پکې په امنيتي ځواکونو شوي دي چې 41 غړي يې وژل شوي. دا شمېر د ټانک او وزيرستان د تازه مرګونو پېښو نه وړاندې راټول کړل شوی.

د ډيوه همکار ارشد مومند رپورټ راکوي د فاټا ريسرچ سنټر د شمارو تر مخه د مارچ تر اخره يواځې په پخوانۍ فاټا کې 23 حملې شوي چې پکې 58 تنه وژل شوي او په وژل شوو تنانو کې 29 د پاکستاني امنيتي ادارو غړي دي.

د رپورټ تر مخه ټي ټي پي دعوه کړې نه يواځې دا چې دا بريدونه يې کړي بلکې په دېرشم مارچ يې ټولې اته حملې کړي. د پاکستان پوځ لا حکومتي چارواکو د دې دعوې په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

پروفيسر خادم حسين ډيوه ته وويل د دې هدفي وژنو نخښه که يو خوا امنيتي ادارې دي نو بل خوا د مترقي او قامپاله ګوندونو غړي لکه د ای اين پي د وزيرستان غړی مصور داوړ هم دي.

مصور داوړ چې په بلدياتي ټاکنو کې د ياد ګوند اميدوار و د نامعلومه کسانو په ډزو ووژل شو.

سعد محمد خان وايي د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي د کال 1979 نه غلطه روانه ده چې د هغه په نظر د جنرل ضيا الحق او د هغه وخت د افغانستان د واکمن ګوند پي ډي پي دواړو پاليسي يې سوب دی.

هغه وايي په خاصه توګه امريکا او سعودي عرب يې ذمه وار دي ځکه چې بې کچه وسله او پيسې يې افغان جهاد ته ورکړې او ګڼي دغه وسله چې په سيمه کې پاتې ده د راتلونکو څو لسيزو د پاره د جنګ روان ساتلو د پاره پوره ده.

سعد خان وايي “د نړۍ سره هم بله لاره نشته تر څو طالبان په رسميت وپېژني ځکه د افغانستان تاريخ د اولسمې پېړۍ راهسې د زورواکۍ دی او د طالبانو سره هم دوه درې کاله دي چې د نړۍ سره سم چلن وکړي او دا هر څه چې نن دوی کوي دا افغاني او پښتانه دودونه نه دي بلکې مذهب هم نه دی خو د عرب کلتور دی چې په افغانانو ورتپل کيږي”.

په پاکستان کې د ټي ټي پي د پسرلنيو عملياتو د اعلان او په امنيتي ځواکونو د زياتېدونکو بريودنو په اړه د نيشنل ډيموکريټېک موومنټ مشر محسن داوړ ډيوه ته وويل:

“ټي ټي پي د طالبانو يوه برخه ده او دا د پاکستان د افغان طالبانو د مرستې په جمله کې راځي. پاکستان د افغانستان په حقله خپله تګلاره نه بدلوي که هر څو هم ورته زمونږ مشرانو وخت په وخت ويلي چې د دې اور نه لاس واخلئ ګني دا به تاسو هم وسيځي”.

په پاکستان کې د عمران خان د حکومت بدلېدو وروستو د افغان پاليسۍ بدلېدو امکان شته؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې محسن داوړ ايم اين ای وويل “د دې امکان شته هم که حکومت يې وغواړي خو ډېر امکان دا دی د افغانستان په اړه عسکري پاليسي بدله نه شي”.

د ټي ټي پي د نوي اعلان په اړه څېړنکار او د مېليټنټ ډېسکورس نوم کتاب ليکوال پروفيسر خادم حسين ډيوه ته وايي دا څه ناڅاپي عمل نه دی بلکې د رياست د بيانيې دومداري ده:

“عران خان د طالبانو زورواکۍ ته د غلامۍ زنځيرونه شلول وايي، د اي ايس اي جنرل فيض حميد کابل ته ځي او قهوه څکي او د پاکستان وزير خارجه شاه محمود قريشي نړۍ ته د طالبانو په نمايندګۍ خبرې کوي. د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي نه ده بدله شوې خو هر څه چې طالبان په افغانستان کې کوي او څنګه ورته نړۍ ګوري نو د دې ټوله ملبه به په پاکستان راپريوځي”.

د بلوچ بېلتون خوښو وسله والو ډلو او ټي ټي پي يو بل ته د لاس ورکولو په اړه ښاغلي خادم حسين وايي د دواړو نظرياتي نزدې والی نشته خو د ګډو مفاداتو په ترڅ کې دا امکان کېدلی شي د شريک دښمن په ضد داسې ګام واخلي.

د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي تحريک طالبان پاکستان، بلوچ لېبريشن ارمي او نورې ډلې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ د دښمن لاسپوڅي بولي او دعوه کوي دې ډلو ته د بهر نه په خصوصي توګه د هند او پخواني افغان امنيتي ادارې اين ډي ايس نه مرستې راځي.

د يادو ډلو خلاف د بهرنۍ مالي مرستو په ثبوت کې لا څوک هم عدالت ته نه دي راوستل شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي که د رياست د کومې ادارې سره هم دا ثبوت وي چې تحريک يې داسې قسمه مرستې تر لاسه کړې وي بايد عدالت ته يې يوسي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG