لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان به استعفا ته غاړه ږدي که بله لار ورسره شته ؟


Pakistan National Day
Pakistan National Day

پاکستان کې د وروستیو سیاسي ګامونو په اړه دسپريم کورټ دزیارت د ورځې له پريکړې وروسته يو عام تاثر دا راولاړ شوی چې په ظاهره قامي اسمبلى کې د اکثريت نه محرومه د پاکستان وزير اعظم عمران خان دې استعفا ورکړي خو حکومتي وزيران دعوه کوي دوئ سره لا اوس هم لارې شته او دا چې وزير اعظم عمران خان يو ځل بيا خپل سياسي مخالفين دحيرانتيا سره مخ کولى شي.


څيړونکي وايي داسې ښکاري چې واکمن تحريک انصاف ګوند او عمران خان به دومره زر خپله ماتې نه قبوله نه کړي او ويره ده چې حکومت د بې باورۍ دتحريک په لار کې بيا خنډ اچولى شي خو قانون پوهان خبردارى ورکوي چې دا ځل سپريم کورټ دخپلې فيصلې عملي کولو لپاره د پو ځ نه هم مرسته غوښتى شي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د سپريم کورټ د حکم له امله رامنځته شوو حالاتو باندې دغور اؤ مشورو لپاره دجمعې په ورځ د خپل واکمن تحريک انصاف ګوند دمرکزي ليډرانو او قانوني ټيم سره غونډى کړې دي او هغه نن يو ځل بيا پاکستاني ولس ته د خطاب پرېکړه هم کړې ده.

ددې تاثر په پرتله چې دبې باورى تحريک کې له ماتې خوړ غوره به دا وي چې عمران خان استعفا ورکړي خو د خپل يو ټو يټ د لارې عمران خان تر اخره دجنګيدو هوډ څرګند کړى دى.

رپوټونه وايي د عمران خان په مشرۍ د سياسي کميټي غونډه کې د واکمن تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلى د ١٤٠ غړو په استعفا غور شوى دى او د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد دا تر ټولو غوره لاره ګرځولې ده.

شیخ رشید ویلي دي پکار ده چې دوئ په سړکونو د هغه عناصرو په ضد احتجاج پيل کړي کوم چې دشيخ رشيد په خبره د عمران خان دحکومت ختمولو په نړيوال سازش کې ککړ دي.

د قامي اسمبلۍ دسيکټريټ لخوا سبا دخالي په ورځ دسپریم کورټ په امر د اسمبلۍ دکیدونکې غونډې دجاري کړى شوې ايجنډې ترمخه سبا له کيدونکې غونډه کې د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک هم شامل وي او په ظاهره عمران خان اکثريت بايللى دى.

د تحريک انصاف ګوند د سينيټ غړي او د عمران خان نزدې ملګري فيصل جاويد پخپلو سياسي مخالفينو په احتياط سره دخوشالۍ نمانځلو غږ کړى دى او هغه په ټویټر لیکلي چمتو "اوسئ وزير اعظم به تاسو بيا د حيرانتيا سره مخ کوي"

د سياسي چارو څيړونکي او د پاکستان په پارلیماني نظام دکارکوونکي غير دولتي تنظيم پلډيټ مشر احمد بلال محبوب وايي داسې ښکاري چې واکمن ګوند به خپله ماتې دومره په اسانه نه زغمي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړه که د تحريک انصاف ريکارډ ته وکتل شي نو دا ويره شته چي حکومت د بې باورۍ تحريک په لار کې يو ځل بيا خنډان اچولى شي.

خو د سپريم کوټ بار پخوانی صدر کامران مرتضا وايي دا غونډه د سپريم کورټ په حکم کيږي او اعلا عدالت به پخپل حکم عمل باوري کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې کامران مرتضا وويل د ملکي دستور لاندې سپريم کورټ د خپل حکم عملي کولو لپاره پوځ ته هم د مرستو ویلی شي.

دسپريم کورټ دحکم ترمخه که د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک کامیابېږي نو هم دا غونډه به د بل نوى وزير اعظم انتخاب کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG