لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشال خان د وژنې پینځم کال،څېړونکي وایي ټولنه کې تندروه فکر نور هم خور شوی دی


دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کی 5 کاله وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور طالبعلم مشال خان وژل شوی ؤ او څېړونکي وایي دتندلاریتوب دغه سوچ او فکر اوس نور هم په ټولنه کې خور شوی دی او په سیاسي ګوندونو کې د یو بل په ضد په تشدد، عدم برداشت او تندلاريتوب کې اضافه شوې ده.

پوهان وایي د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی مشال خان هم د خپلو ګټو او عدم برداشت په بنیاد وژل شوی ؤ او په موجوده وخت کې سیاسي کارکونکي هم د خپلو ګټو دپاره په یو بل تشدد او بریدونه کوي .

پوهان وایي دغه سوچ او فکر ته د ریاست له خوا تقویه ورکړل شوې ده او که ددې مخه ونه نیول شوه نو دا به پښتني ټولنې ته په غټه کچه تاوان ورسوي.

پنځه کاله وړاندې هم په نن ورځ په عبدالولی خان پوهنتون مردان کې د جرنلزم د څانګې طالب علم مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی ؤ او د هغوئ وکیلان وایي نن هم په تشدد د وژل شوي مشال خان دقضیې اوریدنه په سپریم کورټ د ځنډ ښکار ده.

قانون پوهان وايي د مشال خان په ضد د مذهب د سپکاوي تور د خپلو ګټو او د عدم برداشت په بنیاد لګول شوی ؤ او هم دغه مفکوره نه یوازی په ټولنه کې بلکې په سیاسي ګوندونو کې په تیزۍ سره خوریږي او ددوئ تر منځه تشدد مخې ته راځي.

په خیبر پښتونخوا کې په هغه وخت کې د مشال خان د وژنې قضیه کې د هایکوړټ د وکیلانو د پینل غړی طارق افغان وایي د مشال خان قضیه اوس هم سپریم کورټ کې د ځنډ ښکار ده.

هغه وایي مشال خان چې دکوم تندروه سوچ په اساس وژل شوی ؤ هغه سوچ او فکر په ټولنه کې اوس نور هم خور شوی او په سیاسي جوماتونو کې ددغه سوچ په بنیاد تشدد راوړاندې کیږي .

"دمذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان پېښه کې هیڅ صداقت نه ؤ، دغه پېښه دعدم برداشت په بنیاد د خپلو ګټو دپاره کارول شوې وه ، زمونږ په ټولنه کې عدم برداشت دومره خور شوی چې که مونږ د یو سیاسي ګوند سره تعلق لرو نو دهغه هر څه راته سم ښکاري او د مخالف سیاسي ګوند نظریات ورته زاړه او غلط ښکاري او دا عدم برداشت د ریاستي بیانیې لاندې خور شوی دی"

په کال 2017م کې د اپریل په دریمه نیټه په عبدالولي خان پوهنتون کې دمذهب دسپکاوي په تور مشال خان وژل شوی ؤ او بیا پېښور هایکوړټ په ګرفتار کړل شوؤ 61 کسانو کې یو تن ته د تیزندی، 5 کسانو ته د عمر قید او 25 کسانو ته د4,4 کاله د بند سزا اورول وه .

خو د مشال خان او سزا شوؤ کسانو کورنیو دغه فیصله په سپریم کورټ کی چیلنج کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې ځایي څیړنکار او صحافي شاه رضا شاه وایي دتندلاريتوب سوچ او تشدد په سیاسي ګوندونو کې سیوا شوی دی او په سیاسي توګه ددغه مفکورې مخه نيولو ته اړتیا ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل که په حکومتي او سیاسي بنیادونو په قامي ایکشن پلان عمل وشي نو ددې مخه نیول ګران نه دي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې د سیاسي ګوندونو دفعالینو تر منځ د تشدد پېښې رامنځته شوي اؤ تیره ورځ په پلازمینه اسلام اباد کې دمختلفو سیاسې ګوندونو کارکوونکو په یو بل تشدد کړی ؤ.

همدا راز تیره ورځ په عبد الولي خان پوهنتون کې مختلفو سیاسئ ګوندونو سره دتړاؤ لرونکو طالب عالمانو تر منځ د تشدد په نتیجه کې 5کسان ژوبل شوي او ددې وړاندې په دیر ضلعه کې د تحریک انصاف غړو د احتجاج په وخت په یو جومات هم برید کړی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG