لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي د ده خلاف د بې باورۍ تحریک په شپه عدالتونه ولې پرانیستل شول؟


پېښور/ واشنګټن ــــ د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان په پېښور کې يوې ولسي غونډې ته په خپله وينا کې وويل "مونږ به نن دغه فيصله کوو چې ايا غلامي غواړو او که ازادي او د امريکنيانو د غلامانو غلامۍ ته راغلي يو او که په رښتيا ازادي ترلاسه کولو ته راغلي يو".

د امریکې حکومت او د بهرنیو چارو وزارت په تېرو دوو اوونیو کې د عمران خان دا تورونه بیا بیا رد کړي او بې بنیاده یې بللي، چې هغه وایي امریکې د یو خط په وسیله د ده د حکومت د ختمولو دسیسه جوړه کړې وه.

پخواني وزيراعظم عمران خان د خپلې څوکۍ نه لرې کېدو نه پس په پېښور کې په لومړۍ ولسي غونډه کې را ښکاره شو، چې بیا یې تور ولګاوه او ویې ویل چې امریکې په یو خط کې ویلي له پاکستان سره به هله اړیکې سمې کړي چې عمران خان له واکه لرې شي.

که څه هم عمران خان په تېرو دوو اوونیو کې بیا بیا امریکا د ده د حکومت په ضد په دسیسې او وروسته په ړنګولو تورنه کړې خو پلویانو یې په تېرو څو ورځو کې په احتجاجونو کې د پاکستاني پوځ په ضد نعرې وهلې.

عمران خان يو ځل بيا تور ولګاوه چې بهر نه په ملک کې چې کوم حکومت راوستل شوی هغه نه مني او وایي د وزيراعظم شهباز شريف نه واخله د هغه تر زوی پورې دا وخت ټوله کورنۍ په عدالتي ضمانت ده:

"ټول دا خبره په خلاصو غوږونو سره واورئ چې دا د ۱۹۷۰ کال واله پاکستان نه دی کله چې امريکنيانو په سازش سره ذولفقارعلي بهټو د حکومت نه لرې کړی وو، نن دا يو نوی، د پوهه خلکو او د سوشل مېډيا پاکستان دی".

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر د سترې محکمې يا عدالت نه وپوښتل چې ولې د اپرېل د نهمې په ناوخته د بې باورۍ تحریک تر وړاندې کېدو مخکې په اسلام اباد کې د عدالتونو د پرانیستلو حاجت راپيښ شو.

نوموړي دا هم وپوښتل چې ده کوم جرم کړی وو چې شپه په شپه عدالتونه پرانستل شو او ویې ويل چې په خپل ۲۵ کاله سياسي تاريخ کې یې د قامي ادارو يا عدالتونو په ضد څوک هم نه دي راپارولي.

د عوامي نيشنل ګوند غړي سردار حسين بابک وي او اې ډيوه ته وويل د امريکې په ضد بغير له څه وجې په ولس کې داسې نفرت خور شوی او بيا داسې سياسي خلک چې د هغوی هدف اقتدار يا واک ترلاسه کول وي هغوی داسې بيانيه اولس ته وړاندې کوي:

"تاسو فکر وکړئ چې دی [عمران خان] پښتون ولس ته داسې خبره وړاندې کوي او دې ځای نه يې شورو وکړه، زمونږ وطن کې روزګارونه، تعليم او نور هر څه د تېرو ۴۵ کالو نه د ترهګرۍ د لاسه تباه شو نو بيا ښکاره خبره ده چې په داسې ځای کې جذباتي او انتهاپسندانه کيفيت ډېر وي".

د اپريل په 12مه د امریکې د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل مونږ (امریکا) په پرامنه طريقې سره د اييني او جمهوري اقدارو د سر لوړۍ ملاتړ کوي او د يو سياسي ګوند د بل سياسي ګوند په مقابله کې ملاتړ نه کوي.

د پېښور يو خبريال او څېړونکی محمود جان بابر وي او اې ډيوه ته وايي په جلسه کې هغه خبري ادارې يا چينلونه هم وو کومو نه چې عمران خان دا ګيله کوي چې هغه دوی ته کوريج نه ورکوي.

هغه وويل په ټيلیويژن یې د عمران خان وينا وکتله او د هغه تقرير هم هغه شان په چېنلو ښکاره کړل شو څنګه به چې مخکې ښودل کېده.

په پاکستان کې تېره ورځ د ګېلپ نومې ادارې له خوا تر سره شوې سروې کې ویل شوي چې اکثریت پاکستانیانو د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه د عمران خان په لرې کېدو خوښي څرګنده کړې ده.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG