لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتېلو نرخونه ښکته ساتل پاکستان ته څه ستونزې پيدا کولی شي؟


د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف دتیلو دڅار د ادارې اوګرا دسپارښتنې باوجود د تیلو نرخونه پخپل ځائ ساتلي دي اؤ وایي په عوامو د بوج اچولو په ځائ حکومت به پخپله دغه زیات وزغمي .

اقتصاد پوهان وایي دتیلو نرخونو کې ولس ته رعایت ورکولو سره به په خزانه بوج سیوا شي او د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه د پور په ترلاسه کولو کی به مشکلات پیدا شي.

د پیښور پوهنتون د اقتصاد دڅانګې استاذ پروفیسر زلاکت خان وایي د نړۍ په یو هیواد کې هم داسې نشته چې حکومت تیل ګران اخلي او په ارزان یې خرڅوي.

وي او ای ډيوه سره خببرو کې هغه وویل له دې وړاندې د پاکستان پخواني وزیر اعظم هم دغه رعایتونه اعلان کړي وؤ چې یوه سیاسي فیصله وه او اوس چې مرکزي حکومت نرخونه پځائ ساتلي، دي سره به د ایي ایم ایف نه په پور ترلاسه کولو کې مشکلات پیدا شي.

"کله چې تیر حکومت دا فیصله کړې وه نو هغه وخت هم مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په دې تحفظات څرګند کړي وؤ ،مالیاتي اداره تاته پور درکوي او بیا درته لار هم ښایې چې څنګه به خپله مالیا سیوا کوې او زه خو دا وایم چې کله ایي ایم ایف سره خبری کیږې نو دا خبره به پکې ضرور مخې ته راځي"

دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم نن په خپله اداریه کې لیکلي چې تر کومې به د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د تیلو بیعې ښکته ساتي کومې چې ورته د تیر حکومت نه میراث پاتې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي تیر حکومت د څلورو میاشتو دپاره د تیلو نرخونه پځائ ودرولي دي خو څنګه به موجوده وزیر اعظم دغه کم نرخونه برقرار وساتي ځکه چې د پاکستان بجټ خساره د قابو څخه اوځي او دا ښه فیصله نه ده چې د تیلو بیعې پر ځائ وساتل شوې ځکه چې دا به د نوي حکومت دپاره اقتصادي چیلنجونو نور هم زیات کړي.

ورځپاڼه د موجوده حکومت په حواله وایي د حکومت او ایي ایم ایف تر منځه د روانې میاشتې په 18 نیټه په واشنګټن کې ناسته کیږي چې د مالیاتي ادارې سره روان د پور پروګرام مخ په وړاندی بوځي او د دریوؤ اربو ډالرو قرضه دومداره وساتي او په ملکي کرنټ اکاونټ خساره او په تیزۍ سره دکمیدونکې غیرملکي زرمبادلې ذخیره هم کنټرول کړي.

د اقتصاد ماهر وکیل رحمان وایي د ایي ایم ایف په شرطونو کی یو شرط دا هم ؤ چی حکومت دې ټول رعایتونه ختم کړي.

هغه بیا وایې ایي ایم ایف هم دا نه غواړي چی ګراني زیاته شي او حکومت سره نورې لارې هم نه شته چی اداره په اعتماد کې واخلي.

د پاکستان د تیلو د قیمتونو د تړلو ادارې اوګرا حکومت ته ویلی وؤ چې د پټرولیم لیوي او سیلز ټیکسونو په شمول پټرول 53 روپۍ یو لیټر او ډیزل 120 روپۍ یو لیټر ګران کړي مرکزی حکومت وایي، دې سره به په مجموعي توګه د پاکستان په خزانه 240 اربه روپۍ اضافي بوج پریوځي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG