لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د مارچ په مياشت کې تجارتي خساره د درې نيم اربه ډالرو نه سېوا شوې


د پاکستان د شمېرنې اداره وایي د پاکستان تجارتي خساره د قامي امدنۍ (جي ډي پي) 12% ته زیاته شوې او‌ د مارچ په میاشت کې تجارتي خساره 3.64 اربه ډالره ته رسیدلې ده.

د دې ترڅنګ د شمېرنې اداره وايي، پاکستاني برآمدات په تیرو 9 میاشتو کې 17.6% زیات شوي خو د مارچ په میاشت کې په دې کې 1.83% کمی راغلی دی.

د اقتصاد ماهر او خبریال مهتاب حیدر وي او اې ډیوه ته وایي د تیر کال په نسبت تجارتي خساره 15اربه ډالره زیاته ده او دا د پاکستان غوندې اقتصاد دپاره د خطر وړ خبره ده.

"په دی کې 15 اربه ډالره زیات والی راغلی دی او بیا د پاکستان په شان هیواد چرته چې د ډالرو کمی دی او د دې هیواد غټه اقتصادي ستونزه چې مونږه په تجارتي خساره کنټرول ساتلو کې ناکامه یو. یو وجه دا هم ده چې په نړیوال مارکيټ کې قیمتونه زیات او د هغی اثر په درامدی بل پریوځی خو پاکستان یو زرعي ملک دی او په ملکي درامداتو کې خوراکې شیان هم شامل دی او ضرورت د دې خبرې دی چې مونږه زرعی پیداوار ته وده ورکړو او د غېر ضروری شیانو درآمد هم کنټرول کړو او که داسی نه وي نو دا ځل هم مونږه د ایې ایم ایف نه پور اخلو او بیا به هم د پور دپاره مالیاتی ادارو ته ځو".

د شمېرنی اداره وایي په روان مالی کال په 9 میاشتو ( د جولايی تامارچ) کې تجارتي خساره 35.52 اربه ډالره ته رسېدلې ده.

د ادارې ترمخه تیر کال 2021 هم په دی موده کې تجارتي خساره 20.8 اربه ډالره وه چې د پاکستان په بهرنی اکاونټ يې فشار زیات کړی دی اداره وایې په مجموعی توګه د پاکستان درامدات په 9 میاشتو کې 49% زیات شوي خو بل لور ته هم دغه اداره بيا وايي، په تیرو 9 میاشتو کې پاکستانی برآمدات 17.68% زیات شوی او دا د تیر کال 18 ارب ډالره نه 23 اربه ډالره ته رسیدلی خو تیره میاشت په مارچ کې په دی 1.83% کمی راغلی دی؟

د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر معراج الحق وی او اې ډیوه ته وایي د برآمداتو او درامداتو تر منځه فرق ډیر زیات دی دوی وایي د وړاندی نه د پاکستان غیر ملکې زرمبادله ذخیره 10 اربه ډالره ته راکوزه شوې او درامدی زیات بل نه یوازی مجموعی اقتصاد ته نقصان رسوی بلکې ورسره پاکستانۍ روپۍ هم د فشار سره مخ کيږي.

"دی وخت کې د پاکستان غېر ملکي زرمبادله د فشار لاندې ده که تجارتي خساره هم داسې زیاته وي اود غېر ملکي زرمبادله ذخیره کمیږی نو دا به د پاکستان اقتصاد ته نقصان ورسوي".

په سوشل میډیا هم د پاکستان مخ په زیاتي تجارتي خسارې ته غبرګون ښودلی شوی دی.

ډاکټر قېصر بنګالي په ټويټر ويلي، سری لانکا هم داسې قسمه صورت حال سره مخ دی کوم ته چې پاکستان هم نزدې شوی دی دوی، هغه ويلي بایید حکومت ددی پاره ګامونه پورته کړي غېر ترقیاتي او غېر جنګي دفاعي خرڅونه راکم کړي او په غېر ضروری درامدي څيزونو ولګوی".

د شمېرنی اداره په خپل رپوټ کې وایي یواځې د تیلو او خوراکي شیانو درامدي بل 60% زیات شوی او دا د تیر مالي کال 13 اربه ډالره نه 21اربه ډالره ته ختلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG