لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف خلاف د بهرنیو فنډونو مقدمه: د ګوند وکیل وایي دا فنډونه قانوني وو


اسلام اباد/واشنګټن ــــ د پاکستان الیکشن کمیشن د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر ضد د بهرنیو فنډونو د مقدمې اورېدنه پیل کړې چې په 30 ورځو کې به تر سره شي. د تحریک انصاف ګوند یو مشر شاه محمود قرېشي‌ وایي دوی هیڅ غیرقانوني فنډنګ نه دی کړی.

د دغې مقدمې اورېدنه د چیف الیکشن کمیشنر په مشرۍ درې کسیز بېنچ وکړه، د اورېدنې په مهال د پي ټي ای وکیل انور منصور د الیکشن کمیشن په ضد اعتراضونه پورته کړي او ویلي یې دي چې الیکشن کمیشن په مکمله توګه فعال نه دی.

د انور منصور په وینا د دغې ادارې دوه غړي په کال 2019 کې ریټاير شوي دي، دوی پخپلو دلیلونو کې ویلي چې د پاکستان د قانون تر مخه د دوو هیوادونو شهریت لرونکي کسان سیاسي ګوند ته فنډونه ورکولای شي. چیف الیکشن کمیشنر اورېدنه تر راتلونکې اوونۍ پورې ځنډولې ده.

د مسلم لیګ نواز ډلې ویاندې مریم اورنګزیب ویلي د چیف الیکشن کمیشن په ضد ریفریس په دې راوړل غواړي چې د اتو کلونو راهیسې د ځنډ ښکار بهرنیو فنډونو پرېکړه په 30 ورځو کې راتلونکې ده. د نوي حکومت د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزېب وایي:

"د عمران خان ددغو بیانونو مقصد د دوی د حکومت کاکردګي او نااهلي پټول دي، د خیرات په نوم بهرنیو هیوادونو کې اوسېدونکي پاکستانیان لوټل شوي دي، عمران خان د دغه رنګه ګامونو څخه په هیواد کې اړی ګړی خورول غواړي".

خو د تحریک انصاف ګوند وکیل انور منصور عدالت ته ویلي چې غبرګ شهریت لرونکي پاکستانیان په قانوني توګه کولای شي چې په پاکستان کې سیاسي ګوندونو ته فنډ ورکړي.

د تحریک انصاف ګوند د بهرنیو چارو مخکیني وزیر شاه محمود قرېشي‌ هم نن تر اورېدنې وروسته رسنیو ته ویلي، چې د دوی کوم فنډونه را غونډ کړي هغه غیرقانوني دي خو وایي نور ګوندونه دي هم د بهرنیو فنډونو په مقدمه کې را وبلل شي.

دغه اورېدنه وروسته له هغه پیل شوې چې اسلام اباد هایکورټ د روانې میاشتې په 16مه نېټه الیکشن کمیشن ته هدایت کړی وو چې د پاکستان تحریک انصاف په ضد د بهرني فنډنګ کېس په یوه میاشت کې تر سره کړی شي.

بل پلو ته پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تېره ورځ د مطبوعاتي غړو سره په لیدنه کې الیکشن کمیشن نااهله ګرځولی او ویلي یې دي چې د چیف الیکشن کمیشن په ضد به ریفرنس دایروي.

عمران خان ویلي الیکشن کمیشن پر وخت د حلقه بندۍ نه کولو له امله په هیواد کې وختي ټاکنې ځنډېدلې دي. له عمران خان سره تر ځانګړې لیدنې وروسته یوه جرنلسټ عمر جټ پخپل ټویټ کې وایي عمران خان ورته ویلي چیف الیکشن کمیشنر پر ټاکنو د حکومت او مخالفو ګوندونو تر ډیډلاک وروسته د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا نوم اسټیبلشمنټ ورکړی وو.

پخواني وزیراعظم عمران خان وړمه ورځ په کراچۍ کې د جلسې په مهال اندېښنه څرګنده کړې وه چې د پي پي اې د بهرني فنډنګ مقدمې د لارې د هغه د سیاست څخه د ایستلو د پاره سازش روان دی. دوی غوښتنه کړې وه چې د ټولو سیاسې ډلو د بهرني فنډنګ مقدمې دې پر یو ځای واورول شي.

د الیکشن کمیشن د پلټونکې کمېټې له خوا د جنورۍ په څلورمه مخې ته راتلونکی رپوټ څرګندوي چې پې ټي ای د بهرنیو وګړو او کمپنیو څخه فنډونه تر لاسه کړي او دغه فنډونه او په لسګونو بېنک اکاونټونه یې پټ ساتلي وو.

د رپوټ ترمخه پاکستان تحریک انصاف د مالي کال 2009-10 او مالي کال 2012-13 تر منځ 312 میلینه روپیو کمښت ښودلی وو.

د پي ټي ای د بهرني فنډنګ مقدمه د کال 2014 د نومبر د 14مې نیټې راهیسې د پلټنو لاندې ده، دا مقدمه د پې ټي ای یو منحرف غړي اکبر ایس بابر درج کړې وه، نوموړي پر دغه ګوند په پاکستان کې دننه او له بهر څخه په مالي مرستو کې د سختو درغلیو تور لګولی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG