لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

توشه خانې نه ویستل شوې ډالۍ باید بیرته دمشرانو له کورونو راوغوښتل شي،اسلام اباد هایکورټ


اسلام اباد هاېکورټ پخواني وزیراعظم عمران خان ته د ورکړل شوؤ ډالیو دتفصیلاتو عدالت ته د وړاندې کولو حکم امر کړی دی اؤ وایي وزیراعظم دهیواد مشر ته ورکړل کیدونکې ډالۍ دهغه ددفتر لپاره وي .

دچهارشنبې په ورځ داسلام اباد هایکورټ قاضي میا ګل حسن اورنګزیب د توشه خانه دمقدمې د اوریدنې په مهال ویلي د هیواد دمشر په توګه ورته ډالۍ شوي شیان که چرې یو مشر کورته وړي وي نو باید واپس ځنې راوغوښتل شي ځکه چې دا د وزیراعظم د دفتر وي او کورونو ته نه شي وړل کیدای-

دکابینې ډویژن دریځ خپل کړی چې د هیواد د مشرانو تر منځ د ډالیو تبادله د هیوادونو تر مینخه د اړیکو عکاس وي او د ډالیو تفصیلاتو ورکولو سره د هیوادونو تر مینځه اړیکې اغېزمنې کیدای شي.

عدالت البته کابینه ډیویژن ته هدایت وکړو چې د خزانې څخه د ترلاسه شوو تحفو تفصیلات دې خلکو سره شریک کړی شي-

وتلی پاکستانی جرنلسټ مظهر عباس هم وایي که چر ې یو صدر یا باچا د هیواد ومشر ته څه ډالۍ کړي نو پکار ده چې هغه ډالۍ د ریاست ملکیت وي ولې چې دا هر څه یو تن ته په شخصې توګه نه بلکې د هیواد صدر یا وزیراعظم ته ډالۍ شوې وي-

هغه وایي په دې اړه باید د تیرو دیرشو کلونو او د هغه وخته راهسې چې توشه خانه جوړه شوې ټول معلومات ولس سره شریک کړی شي-

تیره اوونۍ د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف تور لګولی ؤ چې پخواني وزیراعظم ته دبهرنیو هیوادونو مشرانو کومې ډالۍ ورکړې وې هغه یې دتوشه خانې نه اخستي اؤ په ۱۴ کروړه روپۍ یې دوبۍ کې پلورلې دي.

دمسلم لیګ نواز ګوند ویاندې اؤ داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب دعوه کړې چې د توشه خانې څخه د ۱۴کروړو دمالیت شایان چې پکې کالي پتري اؤ قیمي ساعتونه شامل دې، په درې کړوړه اخیستل شوي او بیا په اتلس کروړه روپۍ بهر خرڅ کړی شوي دي-

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه چې یوه تحفه یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخستې- خو ورسره یې دا هم ویلي وؤ چې دا دهغه خپله تحفه وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي-

هغه دخپل ځواب په دلیل کې دا هم ویلي وؤ چې پوځیانو ته په ډي ایچ ای کې پلاټونه ورکول کیږي نو د دوئ خوښه وي چې څه هم پرې کوي-

توشه خانه د کابینې ډویژن هغه ځانګه ده چې پکې د بهرنېو هیوادونو څخه تر لاسه شوې ډالۍ ایښودل کیږي-

ددې څخه وړاندې پر پخوانیو وزیراعظمونو نوازشریف، یوسف رضا ګیلانې او صدر اصف علي زردارې هم تورونه لګول شوي وؤ چې دبهر نه ترلاسه شوې ډالۍ یې دځان لپاره کارولي دي.

په عین حال کې پاکستان تحریک انصاف ګوند د بهرنیو فنډونو دقضیې په ۳۰ ورځو کې د فیصله کولو حکم په عدالت کې چلینج کړی دی او د یو کسیز بینچ د پریکړې په ضد یې انټراکورټ اپیل دایر کړی دی-

د پاکستان تحریک انصاف ستر سکتر اسد عمر د اسلام اباد هایکورټ مخې ته مطبوعاتو سره خبرو کې وویل د سپریم کورټ د هدایاتو تر مخه پکار ده چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند د بهرنیو فنډونو په اړه هم پلټونکې کمیټي جوړه شوې وه.

هغه اوسنی الیکشن کمیشن یو اړخیزه ګرځولی او دا دعوه یې هم کړې چې د پاکستان ولس باور نه لرې چې اوسنی الیکشن کمیشن روڼ انده ټاکنې او پریکړې کولی شي-

داسلام اباد هاې کورټ یو کسیز بینچ د روان اپریل د میاشتې په ۱۴مه نیټه الیکشن کمیشن ته لارښوونه کړې وه چې په ۳۰ ورځو کې دې د پي ټي ایي د بهرنې هیوادونو د فنډونو د مقدمې پریکړه وکړي-

د اسلام اباد هاېې کورټ ددغه پریکړې په رڼا کې الیکشن کمیشن د اپریل د ۱۹مې نیټې راهسې د پي ټي ایي له لوري بهرنېو هیوادونو نه دترلاسه کړو پنګو دقضیې اوریدنه شورو کړې ده-

د پي ټي ایي لخوا بهرنیو هیوادونو نه دترلاسه کړو پنګو دغه مقدمه چې د کال ۲۰۱۴ د نومبر د ۱۴مې نیټې راهسې الیکشن کمیشن کې دوام لرې، د پې ټي ایي یو منحرف غړي اکبر ایس بابر درج کړې وه،

نوموړي په دغه ګوند د پاکستان دننه او بهر څخه په مالي مرستو کې دغبن تور لګولی ؤ-

د الیکشن کمیشن د پلټنو کمیټۍ په دې اړه د جنورۍ په څلورمه خپل رپوټ کې ویلي وؤ پي ټي ایي د بهرنیو وګړو او کمپنیو څخه فنډونه تر لاسه کړي او دغه فنډونه او په لسګونو بینک اکاونټونه یې پټ ساتلي وؤ-

د رپوټ ترمخه، پي ټي ایي په وړاندې شوو دستاویزاتو کې مالي کال 2009-10 او مالي کال 2012-13 ترمنځ ۳۱۲ ملیونه روپۍ کمې ښودلې وې-

پخواني وزیراعظم عمران خان اندیښنه څرګنده کړې چې د پي ټي ایي د بهرنیو پنګو دمقدمې د لارې د هغه د سیاست څخه د ویستلو د پاره سازش روان دی-

هغه غوښتنه کړې چې ټولو سیاسې ډلو ته بهر نه دترلاسه شوؤ‌ پنګو په اړه پلټنې دې یو ځاي وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG