لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دتیلو دنرخونو لوړیدو امکان،څېړونکي وایي ګراني به ورسره نوره هم زیاته شي


د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وایي حکومت به تیلو بیعې لوړي کړي چې داشان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره تړل شوی دشپږو اربو ډالرو د پور پروګرام بحال کړي.

تر دې وړاندې په تیر حکومت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پور پروګرام په دې وجه د ځنډ ښکار شوی ؤ چې پخواني وزیر اعظم عمران خان دشپږو میاشتو دپاره د تیلو او بجلې بیعې پځائ ودرولې وې.

اقتصادي کارپوهه وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وایي د مالیاتي ادارې ایي ایم ایف وړاندې هم دا شرطونه وؤ او اوس هم غواړي چې د هدفي رعایتونو په ګډون حکومت ټول رعایتونه ختم کړي.

هغه وایي پاکستان وړاندې مالیاتي ادارې سره لوظ کړی ؤ خو بیا یې رعایتونه ورکړي وؤ او که حکومت دغه رعایتونه ختموي نو د تیلو په بیعو کې به هم اضافه کیږي او دې سره به ګراني ارو مرو راځي.

"د تیلو قیمتونه چې دوه روپۍ سیوا شي نو غټ اثر پریباسي نو اوس خو 50 روپۍ فرق دی په نړیوال او د پاکستان مارکیټ کې او بیا که نیم هم قیمتونه زیات شي نو د ګاډو، کاروبارونو اؤ خوارکي خرڅونه به زیات شي او ګراني به راشي"

د پاکستان د خزاني وزیر مفتاح اسماعیل وایي " مالیاتې اداره ایې ایم ایف غواړي چې په تیلو رعایتونه ختم کړو او زه د هغوئ سره متفق یم ځکه چې مونږ په تیلو نور رعایتونه نه شو زغملی او غواړو چې دا راکم کړو"

داقتصادي خبرونو امریکایي اداره بلوم برګ په خپل رپوړټ کې وایي د اقتصادي ستونزو له امله په پاکستان کې د بجلۍ پیداوار کم شوی او پاکستان نه شي کولی چې د توانایۍ د کمي له امله دبجلې پیداواري ادارې فعاله وساتي.

بلوم برګ وایي په تیرو 9 میاشتو کې د پاکستان د توانایۍ لګښتونه یو په دوه شوي او 15 اربو ډالرو ته زیات شوي دي.

څیړنې وایي د پاکستان د درامداتو 20 فیصدي برخه په توانایۍ اډاڼه لري او په نړیوال مارکیټ کې دتیلو د زیاتو بیعو له امله هم تجارتي خساره زیاتیږي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي حکومت مجبوره دی چې د تیلو بیعې وخېژوي او اقتصاد د تاوان څخه بچ کړي.

"کرنټ اکاونټ خساره 13 اربه ډالره نه زیاته ده ، بهرنۍ قرضې ستنول دي ، دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 11 اربو ډالرو نه کمه شوې ده او که په دې کې 3 نه 4 اربو ډالرو پورې نوره اداییګي وکړي نو پاکستان سره به ديوې میاشتی د درامدي بل پیسی هم پاتی نه شي"

څیړنې وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد سختو ستونزو سره مخ دی او د تیر حکومت له خوا په بجلۍ او تیلو د ورکړل شوؤ رعایتونو له امله راتلونکي جون پورې حکومت ته د 300 نه تر 400 اربو روپو د نقصان اندیښنه ده.

دنړیوال مارکیټ دنرخونو له مخې پاکستان کې د تیلو دیو لیټر نرخ 172 روپۍ جوړیږي، سیلز ټیکس او پټرولیم لیوي ددې نه علاوه ده.

پوهان وایي حکومت 22 روپۍ په یو لیټر پټرولو د خزانې نه ادا کوي چې له امله یې په ملکي خزانه بوج زیاتیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG