لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دالیکشن کمیشن پرضد دپي ټي ایي احتجاجونه،حکومت یې دبهرنیو پنګو په مقدمه داثرانداز کیدو هڅه بولي


دپاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د بې باورۍ دتحریک له لارې د چوکۍ څخه له لرې کولو وروسته د تحریک انصاف له اړخه جلسو، جلوسونو او د مظاهرو لړې دوام لري اؤ دنهې په ورځ ددغه ګوند کارکونکو دخپل مشر عمران خان په وینا ټول هیواد کې د الیکشن کمیشن ددفترونو مخې ته احتجاجونه کړي دي.

دوئ د ګوند نه اوښتو غړو په ضد د کارروایۍ ،هیوادکې زر تر زره دنوؤ ټولټاکنو اؤ د الیکشن کمیشن دمشر سکندر سلطان راجه داستعفا غوښتنې کولې.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د چیف الیکشن کمشنر دفاع کړې او ویلي یې دي پخوانی وزیراعظم عمران خان د بهرنیو پنګو په مقدمه داثر انداز کیدو هڅه کوي او په الیکشن کمیشن فشار راوړل غواړي-

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر او د منصوبه بندۍ مرکزي وزیر احسن اقبال هم اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل"دعمران خان د برید کولو مقصد الیکشن کمیشن بلیک میل کول دي،عمران خان دبهرنیو پنګو د مقدمې څخه دځان بچ کولو لپاره د احتجاجونو لاره خپله کړې که چرې دوئ ممنوعه فنډونه نه دي تر لاسه کړې نو د احتجاجونو پر ځائ دې الیکشن کمیشن ته ثبوت وړاندې کړي"

د پي ټي ایي مشر عمران خان په تیرو ورځو کې د الیکشن کمیشن د مشر څخه د استعفا غوښته کړې وه البته چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه دده په ځواب کې ویلي چې هغه د استعفا ورکولو هیڅ اراده نه لري او د هیواد په ګټه به خپل کار ته دوام ورکوي.

بلخوا د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن صدر احسن بهون، د پاکستان بار کونسل مرستیال چیرمین حفیظ الرحمان او د لاهور هایکورټ بار ایسوسي ایشن چارواکو یوګډ خبري کانفرنس کی سیاسې ګوندونو ته مشوره ورکړې که چرې الیکشن کمیشن د قانون ترمخه پریکړې کوي او دغه پریکړې د واکمنانو د هیلو تر مخه نه وې نو الیکشن کمیشن دې متنازعه نه کړی شي-

تحریک انصاف د الیکشن کمیشن څخه د زرتر زر ټاکنو غوښتنې هم کوي-

د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید مطبوعاتو سره خبرو کې دعوه کړې که د هیواد ټولې ادارې،اسټبلشمنټ او ټوله نړۍ رايوځائ شي خو ټاکنې به نه شي ودرول کیدای-

هغه د الیکشن کمیشن څخه د مئ دمیاشتې تر ۳۰مې نیټې د ټاکنو د اعلان غوښتنه کړې ده او ګواښ یې کړی که چرې داسې ونه شو نو ذمه وار به یې حکومت وي-

عمران خان تیره ورځ د پي ټي ایي کارکوونکو ته په یو ویډیو پیغام کې اعلان کړی ؤ چې د راتلونکو اوونیو څخه به دعامو اتنخاباتو تر اعلان پورې احتجاجې لاریونونه کوي-

په دې اړه د ګوند مشر عمران خان د انتظاماتو د جاج اخیستو د پاره د پیښور نه علاوه لاهور او ملتان ته د تګ پریکړه هم کړې ده-

عمران خان دخپل ځان په ضد د بې باورۍ تحریک داپوزیشن ګوندونو په ملګرتیا د بهرنیو طاقتونو یو سازش بولي.

خو اپوزیشن ګوندونه دا تور په سختۍ سره ردوي اؤ وایي عمران خان دسازش په نوم هسې ډرامه روانه کړې ده.

بل پلو ته په سیند هاوس دبرید په مقدمه کې د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ د دوؤ غړو ضمانت رد شوی او هغوئ د اسلام اباد هایکورټ مخې ته نیول شوي دي-

د پخواني وزیراعظم عمران خان پر ضد دبې باورۍ په تحریک له رایو ورکول کیدو وړاندې ددغه ګوند نه اوښتي غړي اسلام اباد کې په سیند هاوس کې ساتل شوي وؤ اؤ تحریک انصاف ګوند فعالینو په هغوئ دبرید په موخه په سیند هاوس ورختلي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG