لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملت پاله ګوندونه پاکستان کې دځانمرګي بریدونو په نوي رجحان اندېښنې ښایي


دپاکستان سترو ملتپالو سیاسي ګوندونو کراچۍ پوهنتون کې په چینایي وګړو دیوې ښځې لخوا دشوي ځانمرګي برید نه وروسته د ترهګریزو بریدونو د نوي رجحان په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د حکومت څخه یې دبلوڅانو د محرومیو داحساس ختمولو دپار دګامونو اخستو او د بې درکه کسانو دموندلو غوښتنه کړې ده-

د پاکستان مسلم لیګ نواز، پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند او بلوچستان نیشنل ګوند په شمول دمهمو سیاسي ډلو غړي پر دې متفق دي چې د بلوچستان د ستونزو حل په پوځي عملیاتو کې نه بلکې په سیاسې خبرو کې دی-

دبلوچستان نیشنل ګوند(مینګل) پخواني سینیټر جهانزیب جمالدیني د کراچۍ پیښه غندي البته داهم وایي چې د بلوچستان ستونزې به د خبرو د لارې هوارل وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "اصل خبره دا ده چې په بلوچستان کې کنټرولډ جمهوریت دی، خپل د هیلو ترمخه حکومتونه راوستل کیږي چې دخلکو ترمینځ د کرکې سبب جوړیږي"

هغه وویل د سپریم کورټ او تیرو حکومتونو څخه یې خواست کړی ؤ چې د بلوچستان محرومۍ دې ختم کړی شي "نن هم مونږ وایو دغه معامله دې د خبرو د لارې حل کړی شي،د بلوچستان دسیاسې ډلو ، پوهانو او د خلکو دریځ او ستونزې دې واوریدل شي- که چرې داسې ونه شو نو دغه ستونزه نه شي هواریدې او د خلکو تر منځ کرکه ورځ په ورځ زیاتیدی شي"

د عوامې نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولې خان خپل یو ټویټ کې لیکلي "دا د انسان د وجدان المیه ده، ډیر داسې کسان شته چې د یوې لوستې بلوڅې مور ځانمرګې برید غندي خو په بلوچستان کې له کلونو راهیسې هغه کسان چې د خپلو ماشومانو د وحشیانه وژنې او د میندو په وړاندې د بې درکه کیدو پر ضد غږیږې د لاس په ګوتو شمیرل کیږي"

وزیراعظم شهباز شریف که څه هم دکراچۍ پیښه غندلې او دا یې هم ویلي چې حکومت به د پاکستان په هرځائ کې د چینیانو د ساتنې د پاره اضافي امنیتې ګامونه پورته کړي- البته په لوړه کچه وزیراعظم یا د پوځ مشر هیچا نه دي ویلي چې دوئ به په راتلونکي کې دداسې پېښو مخنیوې د پاره د بلوڅانو سره خبرې وکړي-

البته وفاقي وزیر خرم دستګیر د شخصې ټیلې ویژن هم نیوز سره خبرو کې ویلي هغه ډلې چې د وفاقي حکومت څخه خفه وې ،د اوسني حکومت برخه دي- او په اوسنې ایتلافي حکومت کې د بلوچستان ملتپاله ډلې درنه نمایندګي لري نو هځې به کوي چې د بلوچستان ستونزې د خبرو د لارې هوارې کړی شي-

د سه شنبې په ورځ یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې ‌د کراچۍ پوهنتون د کنفیوشس انسټیټیوټ د استادانو یو موټر په نخښه کړی ؤ چې له امله یې درې چینایي وګړي او دهغوې ځایي ملګری وژل شوي وو-

ددغه برید پړه کالعدم بلوچ لیبریشن ارمي BLA په غاړه اخستې ده-

د پیپلز ګوند سینیټر رضا ربانې په یو بیان کې ویلي سخته قام پالنه تر دې حده پراخه شوې چې لوستې ښځې د خپل ژوند قربانۍ ته چمتو دي دا په دې مانا چې د ظلم، ستم، پردي توب او د محرومیت د احساس تخم دومره ژور دی چې د حکومت او د هغې د ستراتیژیکو ګټو پر وړاندې تاوجن غبرګونونه زیږوي-

هغه پر سیاسې ډلو غږ کړې چې د بلوڅ قام د ستونزو د هواري د پاره باید ټول یو موټی شي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG