لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن دپنجاب اسمبلۍ دمنحرفو غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو خواست رد کړو


په داسې حال کې چې په سپریم کورټ کې د ایین د شق 63 A د تشریح د پاره دجمع کړل شوي صدارتي ریفرنس په اړه اوریدنه دوام لري، الیکشن کمیشن د پنجاب اسمبلۍ دمنحرفو غړو د اسمبلۍ د غړیتوب ختمولو لپاره د تحریک انصاف خواست رد کړی دی.

په سپریم کورټ کې د ایین د شق ۶۳ ای د تشریح د پاره داخل صدارتې ریفرنس د اوریدنې په مهال جسټس اعجاز الحسن په خپل ریمارکس کې ویلي د اسمبلۍ د غړو دخرځیدلو او اخستلو د لارې دحکومت د نسکورولو عمل ودرول شي-

قاضې جمال مندوخیل وویل، د ګوند د تګلاري نه سرغړونه کول د هیواد په ګټه هم کیداې شي-

هغه زیاته کړې یو اړخ وایي خپلواکه عدلیې ته اړتیا ده، بل واېي د اساسي قانون تر مخه عدلیه پکار ده.

خو دوئ وایي پارلیمان، اجرائیه او عدلیه ټول باید د اساسي قانون تابع وي-

په عین حال کې الیکشن کمیشن د پنجاب اسمبلۍ د اوښتو یا منحرفو غړو د اسمبلې غړیتوب ختمولو لپاره د تحریک انصاف ګوند خواست رد کړی دی-

د قامي اسمبلۍ دغړي نور عالم خان وکیل ریفرنس بې بینیاده ګرځولی دی -

د تحریک انصاف وکیل فیصل چوهدرې ویلي منحرف غړو ته دسپیناوي نوټسونه ورکړل شوي اؤ هم دسپیناوي موقعه ورکړل شوې ده.

د الیکشن کمیشن مخې ته د مطبوعاتو سره خبرو کې د تحریک انصاف غړې ملایکه بخارې وویل- د منحرف غړو د ایین ماتولو مقدمه د ولس په وړاندې واضحه ده او دالیکشن کمیشن مخې ته به یې هم واضح کوي-

هغې وویل ګوند به یې څوک هم په تیکنیکي بنیادونو د مقدمې څخه پټیدو ته پری نه ږي-

نوموړې وویل دتحریک انصاف نه اوښتو دغو غړو ته به استعفا ورکول وي-

وتلي قانون پوهه قاضي انور وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د قانون تر مخه د یو ګوند نه د منحرفو غړو د اسمبلۍ غړیتوب تر هغې نه شی ختمیدای او نه یې پر ضد څه رقم کاروایي کیداې شي، تر څو چې د دوئ دغه ګام ثابت شوی نه وی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG