لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د پنجشېر په جګړه غلي دي، ملي جبهه د 27 طالبانو د وژلو دعوه کوي


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

واشنګټن - د افغان طالبانو په ضد وسله واله ډله نېشنل ريزېسټنس فرنټ لا د ملي مقاومت جبهه دعوه کوي د بغلان په اندراب سيمه کې يې په تازه جګړه کې د طالبانو 27 تنه وژلي، درې سيمې يې بيرته نيولي او قبضه کوونکو طالبانو ته يې ماتې ورکړې.

د طالبانو حکومت د دعوې لا د جګړې په حقله خاموش دی خو ځينې طالب چارواکو د نوم د نه ښکاره کولو په شرط په کابل کې مېډيا ته ويلي هيڅ جګړه نه ده شوې او دا يې د مخالفينو تبليغات ګڼلي.

البته د فرنټ وياند صبغت الله احمدي په خپل ټویټر دعوه کړې چې د ملي مقاومت وسله والو د اندراب په پل حصار، خيردره او د دره جار په سيمو کې د طالبانو د بدري ځانمرګې ډلې او "سرې قطعې 27 قبضه ګر وژلي او طالبان يې د ماتې سره مخ کړي".

هغه دعوه کړې طالبانو په جګړه کې هيليکاپټرې او درنه توپخانه استعمال کړې چې په نتيجه کې يې د فرنټ درې تنه ټپيان شوي.

په سوشل مېډيا د کابل په هوايي ډګر ښودل کيږي د يو هيليکاپټر نه په صندوقونو کې بند مړي راکوزيږي او تر شا يې هلته د موجودږ کسانو داسې اوازونه راځي چې دا مړي هلمند ته وړل کيږي. يو تن پکې وايي "دا جسد د قومندان خالد دی چې په پجنشير کې وژل شوی".

افغان ژورنالسټ عبدالحق عمري په خپل ټوېټر د هغو مړو ويډيو خوره کړې چې د هيليکاپټر نه راويستل کيږي او په اړه يې ليکلي "دا د طالبانو مړي دي چې د پنجشېر په جګړه کې وژل شوي او هلمند ته وړل شوي دي".

د ازادو سرچينو له خوا د مړو او د روانې جګړې ترديد لا تایيد نه دی شوی خو د فرنټ د خارجه چارو وياند علي نظري هم دعوه کوي چې د مقاومت ځواکونو د پنجشير درې ولسوالۍ د طالبانو نه بيرته نيولي البته د نيولو شوو ځايونو نومونه يې نه دي ښودلي.

د دې دعوې په ځواب کې د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد ميډيا ته ويلي دا ټول دروغ دي او طالبانو په پنجشير کې هيڅ يوه برخه د لاسه نه ده ورکړې.

که جګړه تېزيږي د پخوانۍ ملي اردو سرتېري به هم ميدان ته ودانګي؟

په دې اړه د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو افسر جنرال سميع سادات بي بي سي ته ويلي “زه او نور ډېر پخواني سرتېري او سياست وال تياري نيسو چې د طالبانو خلاف نوې جګړه پيل کړو. د طالبانو د واک اته مياشتې وشوې او ګڼ شمېر افغانان په دې قايل دي چې پوځي مقاومت د طالبانو نه د خلاصي يواځينې لاره ده”.

جنرال سميع دا هم ويلي “زه د ورور احمد مسعود سره په رابطه کې يم او مونږ د هغه د مقاومت ملاتړ کوو. زه د نورو مقاومتي ډلو سره هم رابطې ساتم او مقاومت يې تشويقوم”. احمد مسعود د احمد شاه مسعود ځوی او د فرنټ مشري کوي.

په سوشل مېډيا داسې ويډيوګانې هم خورې شوي چې پکې ښودل کيږي طالبان وسله وال په صحرايي محاکمو کې خپل مخالفين وژني او په بې رحمۍ يې وهي ټکوي.

طالبان دې ته خپل غبرګون نه ښيي خو د طالبانو ريس الوزراء ملا حسن اخوند تېره اوونۍ ويلي وو که د چا سره د طالب چارواکو لخوا زور زياتی وشي امارت اسلامي يې ورته سزا ورکوي.

خو تر اوسه داسې کوم ثبوت مخ ته نه دی راغلی چې د ملا حسن دعوه تايید کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني هم په يوه وينا کې طالبانو ته خبرداری ورکړی که جګړه ونه دروي او د ولس خوښې ته ونه ګوري ډېر امکان دی په ضد يې وسلوال پاڅون وشي.

د جنرال سادات د وينا په غبرګون کې د طالبانو په هلمند کې ګورنر مولوي طالب په يوه ويډيو پيغام کې ويلي “د لښکر ګاه نه مو سره د ملاتړو ويستلی يې او که ته جګړه کوې زه په هلمند کې يم که هر وخت راځې مقابلې ته تيار يم”.

خو ولې د بلې خوا د پخوانۍ ملي اردو د پوځي ځواکونو مشر جنرال هېبت الله عليزۍ په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي اوس د يووالي د پاره ښه فرصت دی.

البته د عليزۍ د ټويت په غبرګون کې جنرال سادات په خپل ټوېټر ليکلي دا د جنرال عليزۍ ټوېټر پاڼه نه بلکې چټي تبليغات دي.

اندراب په جګړه کې ولې مهمه سيمه حسابيږي؟

د بغلان ولايت اندراب ولسوالي د افغانستان د شمالي ولايت پنجشير دروازه ګڼل کيږي د چرته نه چې احمد شاه مسعود د شوروي اتحاد د ځواکونو په افغانستان د قبضې خلاف مقاومت پيل کړی و. پنجشير د احمد شاه مسعود په مشرۍ کې د روس خلاف د مقاومت مرکز ګرځېدلی و.

خو ولې د احمد شاه مسعود په حقله دا دعوې هم کيږي هغه په خپل جنګي عملياتو کې په افغانستان قابض د شوروي پوځي چارواکو سره پټې لوظنامې لرلې او په شمالي افغانستان کې يې ځکه د جګړې مخه نيولې وه. البته د ازادو سرچينو نه د داسې کومو لوظنامو ثبوت مخ ته نه دی راغلی.

پنجشير ولايت د روسي يرغل په وخت کې هم او د طالبانو په وړومبۍ دوره کې هم تر اخره د احمد شاه مسعود د قواو په لاس کې و چې بيا په نهم سېپټمبر په يو ځانمرګي بريد کې د القاعده د لاسه ووژل شو او د مرګ نه دوه ورځې وروستو په امريکا کې د 9/11 ترهګرې پېښې وشوې.

طالبانو په وړومبي ځل پنجشير تېر کال په سېپټمبر کې ونيولو او پرې په غټه توګه د ولسي وګړو د وژلو تورونه پورې شول خو طالبانو دا د مخاليفينو تبليغات وګرځول. پجنشير دا وخت د طالب خلاف د مقاومت مرکز ګڼل کيږي خو د ولايت ټول په ټوله واک د طالبانو په لاس کې دی.

د کورنۍ جګړې تر څنګ طالبان دا وخت په هېواد دننه او بهرنۍ نړۍ کې د خپلو سخت دريځه پاليسيانو او رپورټ شوو بې عدالته وژنو په وجه د تنقيد سره مخ دي.

خو طالبان دا رپورټونه دروغ بولي او وايي د پخواني نظام ټولو پلويانو ته يې عمومي عفوه اعلان کړې او پرې ټينګ ولاړ دي چې زياتره نړيوالې ادارې او عام افغان ولس يې دا دعوه دروغ بولي.

جګړه په داسې وخت کې پيل شوې چې د طالبانو حکومت د وچکالۍ، لوږې، غربت، خپل منځي اختلافونو، امنيت، داعش او د ښځو د حقونو لکه د جينکو سکولونه بندول، ښځې کار ته او بهر ته پرېښودل او په وروستيو کې د ښځو د لازمي حجاب د پابندۍ په سر د ستونزو سره مخ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG