لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وایي راتلونکي کې دپاکستان کمزوری اقتصاد دنورو ستونزو سره هم مخ کیدای شي


اقتصادي کارپوهان وایې په پاکستان کې وخت په وخت ملکي اقتصاد د سیاست ښکار شوی او سیاسي ګوندونو سیاست د اقتصاد غوړونې په ځائ د خپلو ګټو دپاره کارولی دی.

پوهان وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد سخت مشکلاتو سره مخ دی او که حکومت داقتصاد په بنیادي اډانه کې بدلون رانه ولي نو دغه مشکلات به نور هم سیوا او خطرو سره به مخ شي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او اې ډیوه ته وایي تیرو حکومتونو هم اقتصاد د سیاسی ګټو دپاره کارولی او د اقتصاد په ځانګه کې یې بدلون نه دی راوستی .

هغه وایې موجوده حکومت هم د تیر حکومت په لاره روان دی په کوم کې چې په سیاسي بنیاد د توانایۍ بیعې په ځائ ودرول شوې وې.

هغه وایې دپاکستان په بنیادي اقتصادي ځاندره کې د بدلون ضرورت دی او هغې ته پام نه ګرځوکول کیږي.

دنوموړي په وینا د پاکستان اقتصادي بنیاد د 70 فیصدي په بلواسطه مالیا اډانه دی چې پکې په عام وګړي د ټیکسونو بوج زیات دی او مالداره خلک خپلې مالی ګوشوارې هم نه جمع کوي، دبجلۍ په محکمه کې د اصلاحاتو ضرورت دی.

"هر حکومت چې راځي لنډ مهاله فیصلی کوي، خلکو ته ریلیف ورکړي خو د هغې بیا په اقتصاد بدې اغیزې کیږي، تر کومه چې په بنیادي اډانه کې اصلاحات نه وي شوي نو ګراني به زیاتیږي، ټيکسونه به زیات شي او بې روزګاري به هم زیاته شي"

اقتصاد پوهان وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد مشکلاتو سره مخ دی،د پاکستان تجارتي خساره 39 اربه ډالره ته زیاته شوې ده، د روپۍ په پرتله د ډالر بيعه 193 روپۍ نه زیاته شوې، دمجموعي غیر ملکي زرمبادلې ذخیره 16.1 اربه ډالره ده او په ملکي کچه ګراني 13.37فیصدي ده او په ملکي کچه په ګرانۍ کې نوره هم اضافه کیږي .

تر دې وړاندې د پاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي وؤ د تیر حکومت له خوا په تیلو او بجلۍ ورکړل شوي رعایتونه به ختم کړي خو روانه میاشت د 15 نیټې پورې وزیر اعظم شهباز شریف دغه رعایتونه پځائ ساتلي دي.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي د نړیوالې مالیاتی ادارې ایي ایم ایف دپور دپروګرام د دوام دپاره دا ضروري ده چې پاکستان په تیلو او بجلۍ رعایتونه ختم کړي او د 343اربو روپو د مالیې ستونزه هم هواره کړي.

هغه وایي موجوده حکومت هم د سیاسي مصلحت ښکار دی او نه شي کولی چې رعایتونه ختم کړی او د پاکستان د اقتصاد دپاره دا ډیره ضروري ده چې ټول سېاسي ګوندونه دغه ستونزه هواره کړي.

"زمونږ د مالیې نیغ په نیغ تړون د بجلۍ،ګیس او تیلو سره دی او باقی د مالیې نظام کمزوری دی سیاست په خپل ځائ، زما په خیال د ټولو سیاسي ګوندونو ذمه واري ده چې یوه جامع پالیسي جوړه کړي او د هغې مطابق د تیلو د قیمتونو فیصله کیږي"

د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم نن پخپله اداریه کې لیکلي چې په پاکستاني مارکیټ کې دردوونکي خبرونه ښایي چې موجوده د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت هم ددې جوګه نه دی چې د اقتصادې ودې دپاره ګامونه واخلی .

د اداریې ترمخه ښکارې داسې چې دا حکومت هم په شخصي سلاکانو کې مشغول دی او اقتصاد ته د ودې ورکولو په ځائ د ټول ټاکنو خبرې کوي.

ورځپاڼه وایې ټول ټاکنې او احتساب د راتلونکو ټول ټاکنو د ګټې ضمانت نه دی بلکې اړینه داده چې حکومتونه په اقتصادي بنیادونو سختې فیصلې وکړي او ملکي اقتصاد بچ کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG