لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د وچکالۍ بېړني وضعیت سره دمخ ۲۳هیوادونو په نوملړ کې شامل کړل شوی


ملګرو ملتونو پاکستان د نړۍ په هغو 23 هیوادونو کې شامل کړی چې د وچکالۍ د بیړني وضعیت سره مخ دي.

پوهان وایي په نړیواله کچه د ګلوبل وارمنګ یا موسمیاتی بدلون له امله په پاکستان هم بدې اغیزې کیږي او هم دغه وجه ده چې په ملکي کچه او په خیبر پښتونخوا کې هم په زراعتو بدې اغیزې شوي، میوې،سبزیانې او فصلونه اغېزمن کیږي او دې سره نه یوازې په پیداوار اثرات کیږې بلکې دزرعی پیداوار په مد کې اقتصادي ستونزې هم راوړاندې کیږي.

په نړیواله کچه پاکستان په هغو 10 هېوادونو کې په اووم نمبر دی چرته چې د موسمیاتي بدلون اغېزې زیاتې دي خو په حکومتي کچه داسې کوم ګامونه نه پورته کیږي چې ددې اثراتو نه ځایي خلک بچ وساتل شي .

دملګرو ملتونو لخوا د ګلوبل لينډ اوټ لک په رپورټ کې ویل شوي پاکستان هم په هغه 23 هیوادونو کې شامل دی چې د تیرو دوو کالو راهسې د وچ کالۍ د بیړنی وضعیت سره مخ دي.

په رپورټ کی ویل شوي په تیره پېړۍ کې د وچ کالۍ له امله تر ټولو زیات خلک په ایشیایي هیوادونو کې اغیزمن شوي.

په خیبر پښتونخوا کې څیړن کار او خبریال محمد داود خان وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان هم په هغو 10ؤ هیوادونو کی شامل دی چې د موسمیاتي بدلون له امله متاثره کیږي.

هغه وایي "په پاکستان کی د وړاندې نه موسمونه بدل شوي، ګرمي زیاته شوې، په بارانونو او واورو ددې اثرات دي او په دې کې تیزوالی یا کموالی راځي خیبر پښتونخوا کې هم اکثره زمکې باراني دي او بارانونه کم شوي د هغی له وجې په فصلونو ددی بدې اغیزې کیږې او ملک غذایي کموت سره هم مخ کېدای شي او باید چې حکومت ددې دپاره ګامونه واخلي "

دنوموړي په وینا پاکستان که ددې مخنیوی ونکړو، د اوبو بندونه یې جوړ نه کړل ، سولر انرجې او د هوا نه جوړولو د توانایۍ لارې یې خپلې نه کړې نو په راتلونکي وخت کې به خلک د اوبو د کمی له امله کډی وکړي.

هغه وایي اد پاکستان په سند صوبه، بلوچستان او مهند ضلعه د وړاندې هم خلکو دموسمیاتي بدلون اؤ داوبو دکمښت له امله خلکو کډې کړې دي.

د ملګری ملتونو په رپورټ کې ویل شوي ړ راتلونکي وخت کال 2050م پورې به د پاکستان او هند برابر علاقې نورې هم د وچکالی نه متاثره شي او په اغېزمنو سیمو کې د ځنګلی ځناورو، د اوبو زیرمې، د خاورې او د کاربن د ذخیرو سره سره ماحولیاتي نظام تحفظ ته اړتیا لري.

رپورټ کی ویل شوي چې په نړیواله کچه د وچکالۍ له امله 44کربه ډالره د نقصان خطرې راوړاندې کیږي او په روانه لسیزه کې د چاپېریال ژغورلو دپاره د 1.6 کربو ډالرو ضرورت دی.

دماحولیاتو یا چاپیریال پوهان وایي په نړیواله کچه د مخ په زیاتېدونکې تودوخې له امله ټوله نړی اغېزمنه ده .

په خیبر پښتونخوا پیښور پوهنتون کې د ماحولیاتو د څانګې استاد پروفیسر ډاکټر نفیس وي او ای ډيوه ته وایي په ایشیاېی هیوادونو کې هند په اول نمبر او پاکستان په دویم نمبر دی چې ګلوبل وارمنګ نه زیات اغیزمن کیږي.

هغه وایي سږکال په پاکستان کې د مئ ګرمي په مارچ او اپريل کې محسوس شوې او ددې زیاتې تودوخې په وجه په فصلونو او میوو اثرات شوي دي او ددې له وجی پیداوار هم کم دی او بیا کرونده ګرو ته اقتصادي مشکلات پیدا کیږي.

"سږکال د غنمو پیداوار کم شوی ،دغنمو دانه خپل ځائ ته نه ده رسیدلې، په میداني او شمالی غریزو علاقو کې د نقدي پیسو فصلونه هم اغیزمن دي چی پکې آلوچه ، شپتالو د ګرمۍ له وجې نه دي پوره شوي، یو خو پیداوار کم شو او بل د هغې په قیمت هم اثر پریوځي، کرونده ګرو چې کوم خرڅونه کړي هغه هم نه پوره کیږی"

څیړنی وایي د پاکستان په شمالی سیمه ګلګت بلتستان کې څو ورځې وړاندې د وارو د ویلي کیدو له امله سېلابونو پلونو او لارو ته هم نقصان رسولی او مطبوعات وایي نن هم په ګلګت بلتستان هنزه کې د سېلاب له امله کورونو ‌ته زیان رسیدلی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG