لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت: د پي ټي ايي د لاریون مخه به نیول کېږي، عمران خان وايي په هر حال کې به احتجاج کوي


د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د اسلام اباد په لورې د پاکستان تحریک انصاف د لاریونه مخه به نېسي خو د ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي پلویان به یې په صورت کې احتجاج کوي.

بلخوا، پولیس ویلي اسلام اباد ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پي ټي ايي د مارچ یا لاریون نه مخکې په پنجاب او د اسلام اباد خوا او شا د سلګونو په شمېره کې د ګوند فعالان نیول شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پخواني وزیراعظم عمران خان د پلویانو په ضد اقدامات د ګل، دوشنبې، د نيمې شپې وروسته په پنجاب صوبه کې شروع شول.

د وي او ای رپورټ وايي د اسلام اباد خوا او شا نه د سلګونو په شمېره کې د پي ټي ايي فعالان نیول شوي دي او د پي ټي ايي په تېر شوي حکومت کې د اصلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلي د ټول پاکستان نه د پي ټي ايي لږ تر لږه ۴۰۰ فعالان نیول شوي دي او د ګوند د پلویانو خلاف چاپي دوام لري.

د وزیراعظم شهبازشریف حکومت او صوبايي چارواکو د پي ټي ايي د فعالانو په ضد د اقدامات تصدیق کړی خو نور تفصیل یې نه دی وړاندې کړی.

د داخله چارو وزیر رانا ثناالله د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل حکومت فېصله کړې ده چې پي ټي ايي ته به د احتجاج اجازت نه ورکوي چې ګډوډی او بدنظمي جوړه کړي.

عمران خان د هغه د پلویانو په ضد د حکومتي ګامونو غندنه وکړه. هغه وویل پرامنه احتجاج د هر پاکستاني حق دی او د حکومت سخت ګامونه به د پي ټي ايي کارکوونکي د لاریون نه منع نه کړي.

د تحریک انصاف مشران وایي دوئ به په هرحال کې ځانونه اسلام اباد ته رسوي اؤ دتحریک انصاف په تیر حکومت کې دکورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید له وړاندې خبرداری ورکړی چې که حکومت د پرامنه لاریون مخه ونیوله نو دا لاریون خونړی هم کیدای شي.

دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې دپاکستان دکورنیو چارو وزارت دتحریک انصاف ګوند دلاریون په مهال د څه رقم بدې پېښې دمخنیوي لپاره داسلام اباد د ریډزون دامنیت لپاره پوځ رابللی دی اؤ د وزیراعظم دماڼۍ، د ایوان صدر اؤ سپریم کورټ د ودانیو حفاظت باندې به پوځ مامور وي.

دمیډيا له مخې دپوځ ترڅنګ ایف سي ځواکونه هم اسلام اباد ته بلل شوي اؤ دوه زره دایف سي عسکر به دمهمو ودانیو اؤ سړکونو په حفاظت مامورولی شي.

ددې ترڅنګ انتظامیې اسلام اباد کې د دوؤ میاشتو لپاره دفعه 144 لګولې ده.

دشورو په ورځ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابيني غونډى وروسته اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزېر رانا ثنالله د عمران خان آزادى مارچ د پاکستان لپاره فتنه وګرځوله.

نوموړي تور ولګولو چې عمران خان د احتجاجي لاريون لپاره د خيبر پښتونخوا صوبې سرکاري وسيلې کاروي او دا چې عمران خان د صوبايي ځواکونو سره په مرکز د حملى منصوبه جوړه کړې ده.

رانا ثنالله زياته کړې عمران خان د کال ٢٠١٤ احتجاجي پرلت په څير يو ځل بيا پايه تخت اسلام اباد کې په حکومتي ادارو او چارواکو د حملو ناوړه اراده لري خو حکومت به دا نه زغمي.

په دى موقع د رانا ثنالله سره ناست حکومتي اتحاد کې شامل ديو شمير ګوندونو وزيرانو د کابينې د پريکړى پخلى وکړو.
خو دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ‌ پخواني وزیراعظم پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي چې دی به سبا په هرحال کې پېښور نه د لاریون مشري کوي اؤ خپل پلویان به دناجائزه حکومت ختمولو لپاره اسلام اباد ته بوځي.
هغه ویلي دا به دپاکستان دتاریخ تر ټولو لویې لاریون وي اؤ زیاته کړې یې ده چې دګوند زلمي به یې دلارې ټول خنډان له مینځه وړي.

هغه پوځ ته په اشاره ویلي چې دا د نیوټرلز،پولیسو ،عدلیې اؤ ټولو لپاره یو امتحان دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې ترهغې به اسلام اباد کې خپل احتجاج ته دوام ورکوي ترڅو چې اسمبلۍ نه وي ړنګې کړل شوې اؤ دانتخاباتو اعلان نه وي شوی.

خو تر دې یوه ورځ وړاندې حکومت اؤ ایتلافي ګوندونو پرېکړه کړې وه چې دخپل حکومت موده به پوره کوي اؤ دمنځومانې انتخابات به نه کوي.

د تحريک انصاف پخواني وزير فواد چودهري د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله دمطبوعاتي کانفرنس په غبرګون کې ويلي رانا ثنالله دومره توان نه لري چي په خپل دلاریون دمخنیوي پريکړه اعلان کړي ځکه یې ټول حکومتي اتحاديان هم ځان سره شريک کړل چې يواځې پړه په مسلم ليګ نواز ګوند رانه شي.

فواد چودهرې خبردارى ورکړى ډير زر به د پاکستاني وزيرانو سره هغه څه کيږي کوم چې د سريلنکا ولس د خپلو وزيرانو سره کړى وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف ګوند وایي پنجاب صوبه کې د دودئ د فعالینو دنیولو لړۍ پیل شوې اؤ تر اوسه یې دګوند ګڼ شمیر فعالین پولیسو شپه په شپه نیولي دي.

دپاکستاني میډیا له مخې دنهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه دلاهور په ماډل ټاون کې یو پولیس عسکر هغه مهال دپي ټي ایي دیو فعال په ډزو وژل شوی کله چې پولیسو په یو کور چاپه وهله.

څيړونکي امتياز عالم موجوده حالاتو کې دپاکستان د لوىې معاشي او سياسي بحران سره دمخ کيدلو ويره څرګندوي.
وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل عمران خان د احتجاج اییني حق لري خو هغه د اسمبلیو اـ حکومت ماتولو غوښتنى سره اسلام اباد ته راځي د کوم دستوري معياد چې راتلونکى کال پائ ته رسي.

امتياز عالم وويل پايه تخت د عمران خان د حملى نه خوندي ساتلو لپاره حکومت سره يوازینۍ لار سختي کول دي. خو ویره ده چې دې سره دتحريک انصاف غړي لا نور هم را وپاریږي.

نوموړي زياته کړه د بده مرغه دا هرڅه په يو داسې وخت کې کیږيچې هم سبا د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف ترمنځ مذاکرات پيل کېږي او دا حالات د پاکستان د معيشت لپاره ناوړه اغیزې لرلی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG