لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:که پاکستان د افغان طالبانو وکالت پرې نه ږدي نړۍ به د ملامتې ګوته ورته نیسي


څيړونکي وايي که پاکستان په نړۍ کې دافغان طالبانو د وکالت نه لاس نه اخلي نو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړو، رسنيو، بشري حقونو او نورو لګول شوؤ بندېزونو په اړه دپړې یا ملامتې ګوته دپاکستان په لوري پورته کیدای شي.

دڅېړونکو په وینا نزدې ورځو کې د جرمني د بهرنيو چارو د وزيرې له خوا اسلام اباد کې د طالبانو په هکله ورکړل شوي بيان نه دا خبره ثابتيږي چې دوئ لا هم طالبان په رسميت پېژندلو ته تيار نه دي او بله دا چې پاکستان دپاره هم په دې کې پېغام دی چې د طالبانو په اړه باید خپلو پاليسيو ته بيا کتنه وکړي۔

څو ورځې وړاندې د پاکستان په سفر راغلې دجرمني دخارجه چارو وزیرې انالینا بربوک د پاکستان دخارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري سره په ګډه يو خبري کانفرنس ته خپله وينا کې ويلي وؤ افغان طالبانو ته د نړۍ له خوا دا واضحه پیغام ورکول دي چې دوي په غلطه دي اؤ طالبانو افغانستان په شا بوتلو۔

"د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي د جرمني دخارجه وزيرې له خوا د پاکستان نه د طالبانو په اړه بيان ورکول چې افغان طالب دې سم شي دپاکستان د پاره هم معنا لري۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل بنيادي وجه دا ده چې کله نه طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي نو اتوو یا نهو مياشتو راهسې پاکستان په نړۍ کې د طالبانو وکالت کوي چې له دې امله نړۍ هم اوس پاکستان د طالبانو په تله کې اچوي

څيړونکي وايي دجرمني دخارجه وزیرې په دغه بيان کې پاکستان د پاره هم واضحه پېغام دی او هغه دا چې پاکستان دې د طالبانو د ملاتړ کولو نه ډډه وکړي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې استاذ ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي جرمني د پاره دا منطقه په سياسي توګه ډېر ارزښت لري نو که دلته څه داسې بحران راځي نو جرمني دا فکر کوي چې په دغه هیواد به يې هم ښکاره اثرات راځي۔

نوموړي زياته کړه افغانستان نه تر اوسه پورې څوارلس زره خلک جرمني ته تللي دي او که حالات نور کړکيچن شي نو دا شمېره څوارلسو لکو ته رسيدلی شي۔

هغه وويل "دجرمني له خوا دا واضحه پېغام دی افغانستان د پاره چې هلته حالات سم کړئ ګني بيا مونږ نه ګيله مه کوئ "

د ډاکټر خورشيد خان ترمخه، که په افغانستان کې حالات ګډ وډ پاتې شي نو جرمني خپل کومک بندولی شي او بله دا چې بندېزونه هم لګولی شي چې په دغسې حالاتو کې به بيا طالبانو د پاره حکومت چلولو ډېر ګران شي"

د جرمني دخارجه چارو وزيرې ويلي وؤ افغانستان کې جینکۍ د تعلیم نه محرومه ساتل کیږي، ټولنې نه د ښځو کردار ختم شو، په بې پلوه غږونو بندیز دی اؤ افغان طالبانو افغانستان په شا بوتلو۔

څيړونکي وايي د پاکستان له خوا د افغان طالبانو ملاتړکول په دې وخت کې د زهرړ خوړلو برابر خبره ده ځکه چې پاکستان په خپله نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف نه د پور اخستو هڅې کوي او د ترهګرۍ د مالي مرستو دمخنیوي او دپېسو دغېرقانوني لېږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې د کال ۲۰۱۸ نه شامل دی۔

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG