لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمیرنې اداره وایي تیره اوونۍ پاکستان کې ورځنۍ ګراني 2.67 فیصدي زیاته شوې


د پاکستان د شمیرنې اداره وایي تیره اوونۍ په ملک کې ورځنۍ ګراني 2.67فیصدي زیاته شوې او دې سره دکلیزې امروزه ګرانۍ رفتار نزدی 24فیصدي ته زیات شوی.

کاروبار کوونکي وایې د تیلو د زیاتو بیعو له وجې په ګرانۍ کې ورځ تر بلۍ اضافه کیږي چې له امله یې د بې وزله خلکو د خریدارۍ توان ختم شوی او نه شي کولی چې خپل ورځني د خوراک ضرورتونه پوره کړي.

اقتصادي پوهان وایي د حکومت له خوا د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې د زیاتوالي له امله ګراني زیاته شوې او د راتلونکی کال جولایې څخه که د پټرولیم لیوي او د بجلۍ بیعې زیاتې شي نو په ګرانې کی نوره هم اضافه کیدای شي.

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي اوونیزه ګراني تیره اوونۍ 2.67فیصدي زیاته شوې او په امروزه حساب کلیزه ګراني 23.98فیصدي ته رسیدلې ده.

اداره وایي په تیرو دریوؤ کالو کې دا تر ټولو زیاته ګراني ده اؤ اقتصادي پوهان وایي راتلونکي مالي کال کې د ګرانۍ کچه د 25نه تر 30فیصدي پورې رسیدلی شي .

په مردان ښار کې د پرچون کاروباري غلام شاه وایي د تیلو د بیعو د زیاتوالي وروسته د بنیادي ضرورتونو د توکو بیعې ورځ تر بلې زیاتیږي او د خلک توان نه لري چی په ګرانو بیعو خپل د کور ضرورتونه پوره کړي .

"یو لیټر دخوراکي تیلو بيعه 550 روپو ته زیاته شوه وړاندې ددې بيعه 480 روپۍ وه،د دالونو د یو کلو بيعه 175 روپۍ ده او وریژې یو کلو ګرام 270 روپو ته زیاتې شوي دي، د وړو یوه 20 کلو تروړه په 1550روپۍ ده په دې کې بدلون نه دی راغلی ګاهګ اوس د کلو ګرام په ځایې یو پاؤ خوراکی څیزونه اخلی"

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې څخه د پور ترلاسه کولو دپاره په پټرولو او ډیزلو رعایتونه واپس اخستي او په یوه اوونۍ کې یې د تیلو بیعې 60 روپۍ زیاتې کړي.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي په راتلونکي مالي کال کې به حکومت په پټرولو او ډیزلوجنرل سیلز ټیکس او پټرولیم لیوي ولګوي او د جولایي څخه د بجلۍ په یو یونټ کی د 7 روپو د زیاتوالي هم امکان دی.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر شوکت ترین د سوشل میډیا د لارې وایي د پټرولیم لیوي او سیلز ټیکس وروسته په ملکي کچه ګراني به 30فیصدو ته زیاته شي.

په دې هکله د اقتصاد ماهر مبارک زیب خان وایي په نړیواله کچه د ګرانۍ او توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې ګراني زیاته شوې او په راتلونکي وخت کې د نورې ګرانۍ هم امکان دی.

" په پټرولو به پټرولیم لیوي لګي او سېلز ټيکسونه به هم بحال کیږي د هغی اثر به هم په دې قیمتونو پریوځي، دې لحاظ سره دا قیمتونه به نور هم زیاتیږي"

د شمیرنې اداره وایي په مجموعي توګه تیره اوونۍ 51 خوراکي توکو کې د 33 خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوي او د 5 خوراکی توکو بیعی راکمې شوي او 13 خوراکی توکو کی څه بدلون نه دی راغلی.

په یوه اوونۍ کې د ادارې په وینا الوګان 7فیصدي،ټماټر 6فیصدي،غوړي 3فیصدي او دالونه 2فیصدي ګران شوي په غیر خوراکي شیانو کې پټرول16فیصدي او ډیزل 17فیصدي ګران شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG