لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوز دير کې د یو ځایي مسجد د امام په خلاف د کرکجنې وینا په تور مقدمه درج شوې


د خېبر پښتونخوا په کوز دير ضلع کې د يو جومات د ملا خلاف د خلکو مذهبي جذباتو د مجروح کولو په الزام پولیس مقدمه درج کړې ده خو د جومات دغه امام د ګرفتارۍ نه وړاندې عدالت نه ضمانت ترلاسه کړی دی.

د کوز دير د تېمرګرې په تاڼه کې درج کړی شوې مقدمه کې ويلي شوي د ابوبکر جومات امام مفتي محسن محمود د جمعې په ورځ په لوډ سپيکر بيان کې ويلي وو چې د جومات په لومړي صف کې ناست خلک اکثر له منافقين وي.

مفتي محسن محمود د خپلو توندو ویناګانو لپاره مشهور دی او د مذهبي سیاسي ګوند جمعیت علمای اسلام پلوی دی.

وي او اې ډيوه ته په ترلاسه شوې ليکل شوې مقدمه کې زياته کړی شوې، چې نوموړي امام په ځانګړي ډول د پاخه عمر بوډا ګان ياد کړي او د هغو پر ضد يې ناوړې ژبه کارولې ده او په دغو الفاظو امت مسلمه او د پاخه عمر مسلمانانو ته ذهني تکليف رسېدلې دی.

مفتي محسن محمود وړاندې هم د دا قسمه بیانونو په وجه په ټولنیزو رسنیو د بحث او تنقید لاندې راغلی دی. په ۲۰۱۴م کال کې پاکستان د نېشنل ایکشن پلان لاندې په جوماتونو د مذهبي کرکې په خورولو پابندي لګولې وه او د جوماتونو ملا امامانو ته امر شوی وو چې د مسک، فرقې، قوم او ژبې په بنیاد به د چا خلاف ویناوې نه کوي.

خو د دې قانون باوجود هم د رپوټونو تر مخه نه یواځې په جوماتونو بلکې په ولسي غونډو یا جلسو او ټیلویژن چېنلو باندې هم وخت په وخت دغه شان داسې ویناوې خپرېږي چې کرکه خپروي.

په مقدمه کې دا هم ليکل شوي چې ياد ملا د پاخه عمر په کسانو د ډز کولو ګواښ کړی او ويلي يې دي بايد چې دوي وويشتل شي.

د تېمرګرې تاڼې محرر تهاڼدار فضل شاه وې او اې ډيوه ته وويل د ملا د دغه ګواښ له کبله د حالاتو خرابېدو خطره وه ځکه يې د هغه پر ضد د تعزيرات پاکستان د قانون [295 اې] او 506 مادو لاندې مقدمه درج کړې ده.

نوموړي وويل ملا د عدالت نه ضمانت ترلاسه کړې او چې څنګه يې دغه ضمانت ختم شي هغه به ګرفتارولی شي او قانوني چلند به ورسره کيږي.

دا چې د ياد ملا پرضد چې کومې قانوني مادې لګول شوي په اړه يې قانون پوهه وکيل اکبر هوتي ايډوکېټ وايي يادې مادې مذهبي جذباتو ته د ټېس رسولو پر ضد لګول کيږي، او لږ تر لږه سزا پکې لس کاله قېد دی.

د کوم ملا خلاف چې دغه مقدمه درج شوې، وي او اې ډيوه د هغه سره د ټېلفون د لارې د رابطې هڅه کړې خو د هغه موبايل ټيلفون په مستقله توګه بند وو.

په ټولنيزو رسنيو ځني داسې خبرونه هم مخې ته راغلې چې مفتي محسن محمود چې د کوز دير ډېرۍ تالاش سره يې تعلق دی، هغه ويلي چې د هغه خبرې په بدله معنه اخستل شوي دي.

خو د نوموړي هغه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو خپره شوې په کوم کې چې هغه په ښکاره د جومات په ممبر سپين ږيرو ته د ګواښ خبرې کوي.

له دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې د ځينې ملايانو ويډيوګانې مخې ته راغلي چې پکې هغو د پوليس او امنيتي ادارو سره عامو خلکو ته ښکاره ګواښونه کړي خو چې بيا کله د دوي پر ضد مقدمې درج شوي او نيول شوي زياترو په خپلو وېنا ګانو بخښنې غوښتي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG