لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ۱۰ فیصده سپر ټیکس له اعلان وروسته د ونډو بازار غورځېدلی


د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف لخوا په غټو کارخانو د لس فیصده سپر ټيکس لګولو له اعلان وروسته پاکستان کې د ونډو بازار غوځیدلی دی او اقتصادي پوهان وایي د نړیوالې مالياتي ادارې د شرطونو پوره کولو له امله د مالیې د زیاتوالي سره به ګراني اؤ بې روزګاري زیاته شي اؤ کاروبارونه به اغیزمن شي.

کار پوهان وایي ملکي اقتصاد مشکلاتو سره مخ دی او دا خبره مهمه ده چی د بې وزله خلکو په ځائ د مالداره خلکو نه مالیا واخستی شی او په راتلونکی وخت کې امکان لري په ټيکسونو کې نوره هم اضافه وشي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف په غټو کارخانو لس فیصده نوره مالیا یا ټیکس لګولی دی چې له امله یې د پاکستان د ونډو بازار هم د 2000 درجې نه زیات په ښکته تللی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي وؤ د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې کامیابې شوي او پاکستان د نورو ټيکسونو تر څنګ ملکي د مالیې هدف کې 422 اربه روپۍ اضافه کړې ده .

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه زیاتو ټيکسونو سره به په ګرانۍ کې اضافه وشي ، کاروبارونه به اغیزمن او بې روزګاري به هم زیاته شي.

"د وړاندې نه پاکستان د ګرانۍ او بې روزګارۍ د ستونزو سره مخ دی او ددې به منفي اثرات هم وي دا خبره سمه ده چې مالیا به زیاته شي خو ددې به په پیداوار هم اثر وي او پرمختيا به هم راکمه شي"

د سپر ټيکس لګولو وروسته دجمعې په ورځ د پاکستان د ونډو بازار غورځېدلی او په دې کی 2126 پونټونه کمی راغلی دی.

د وروستیو اطلاعاتو راتلو پورې پاکستان سټاک ایکسجېنج 41000 روان ؤ.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف وایي اقتصاد ته د ودې ورکولو او د غربت کمولو دپاره دغه مالیا لګول شوې ده.

هغه میډیا ته ویلي د اقتصادي مشکلاتو نه د وتلو دپاره اتحادي حکومت دغه سختې فیصلې کړي دي او باید چې مالداره خلک هم خپل حق ادا کړي.

اقتصادی پوهان وایي دپاکستان اقتصاد مشکلاتو سره مخ دی او بیا نړیواله مالياتي اداره غواړي چي پاکستان خپله بجټ خساره او لګښتونه راکم کړي .

سجاد احمد وایي په بجټ کی هم مالیا زیاته کړی شوې او راتلونکي وخت کې امکان لري چې مالیا نوره هم زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي د نړیوالې مالياتي ادارې سره مذاکرات کامیاب شوي او پاکستان په دې خبره سلا دی چې په قامی بجټ کې ټاکل شوی د ټيکسونو هدف د 70 کهربه روپو نه 74 کهربه روپو ته زیات کړي.

رپورټونه وایي د راتلونکې جولایي څخه به حکومت د بجلۍ په یو یونټ کې 7روپۍ زیاتوالی راولي او داضافي تنخاګانو او پنشن په ختمولو هم اتفاق شوی ،پټرولیم لیوي به هره میاشت د 5روپو اضافې سره هم زیاته کړل شي چې د ماهرینو په وینا ګراني به ورسره زیاته شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG