لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سري لنکا: احتجاج کوونکي وایي ترڅو چې صدر او وزیراعظم باقاعده مستعفي شوي نه وي، اېوانونه نه پرېږدو


واشنګټن - په سري لنکا کې احتجاج کوونکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې هغوی به په سرښار کولمبو کې د صدارتي ماڼۍ او د وزیراعظم د دفتر نه تر هغو پورې ونه وځي څو چې د هېواد صدر او وزیراعظم باقاعده مستعفي شوي نه وي.

د خالي/شنبې په ورځ زرګونه مظاهره کوونکي صدارتي او د وزیراعظم اېوانونو ته ورننوتل. هغوی د صدر ګوتابایه راجاپکسا کور ته اور واچوه. په سري لنکا کې د څو میاشتو راهیسي اقتصادي بحران ژور شوی او له امله یې په عوامو کې قهر و غوصه هم زیاته شوې ده.

صدر راجاپکسا او وزیراعظم رانیل وېکرېمې سېنګهـ په دې راضي شوي چې د خپلو عهدو نه مستعفي شي، خو صدر د پارلمان سپيکر ته ویلي چې هغه به د دې یقیني کولو دپاره چې واک اختیار په قراره نوي حکومت ته وسپارل شي، د جولائي په ۱۳مه خپله عهده پرېږدي.

مګر مظاهره چیان غواړي چې د ملک مشران دې سمدستي استعفاګانې ورکړي.

په سري لنکا کې د پراخو مظاهرو نه وړاندې، عسکرو صدر راجاپکسا یو نامعلومه خوندي ځای ته لېږدولی دی. اکثره خلک د ملک د اقتصاد په تباهۍ کې صدر راجاپکسا ملامته ګڼي او په هغه باندې د تېرو څو میاشتو راهیسي دا فشارونه و چې باید مستعفي شي.

د عوامو د قهر و غوصې په زیاتېدو سره، زرګونه کسان په یو لوی لاریون کې په سرښار کولمبو ورغلل او د دې مظاهرو له امله، سیاسي حالات هلته نور هم کړکېچن شول.

په سوشل مېډیا باندې داسې تصویرونه خپاره شول چې په کې لیدل کیږي سلګونه کسان د صدر راجاپکسا په اېوان ورننوځي، نعره بازۍ کوي، د اېوان په کوټو کې ناست او یا پراته دي. ځینو دا نعرې وهلې چې: "تا فکر کولو چې زمونږ مخه به ونیسي، خو ګوره چې مونږ اوس دلته یو."

د سري لنکا چارواکو د دې مظاهرو نه وړاندې قریب شل زره (۲۰۰۰۰) عسکر کولمبو کې ځای په ځای کړي و، او د صدارتي ماڼۍ بهر یې هم امنیټ مضبوطه کړی و، مګر هغو د قهرجنو مظاهره چیانو مخه ونشو نیولی. په دې لړ کې لسګونه کسان زخمیان هم شول.

پولیسو اول د جمعې په ورځ کرفیو یا ګرځبندیز ولګولو چې د مظاهرې مخه ونیسي، مګر وروسته چې د مدني ټولنې ډلو او مخالفو ګوندونو کلک تنقید وکړ، لګېدلې کرفیو بېرته لېرې کړی شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د اتوا/یکشنبې په ورځ د ټهائي لنډ په سرښار بنکاک کې وویل چې امریکا په سري لنکا کې روانو حالاتو باندې نظر لري.

انټني بلېنکن زیاته کړه: "مونږ د سري لنکا د پارلېمانه غواړو چې دې مسئلې ته دې د ملک بهترۍ ته د ژمن پاته کېدو له اړخه وګوري، نه د کومې سیاسۍ پارټۍ له نظره. او بیا دا د حکومت ذمه واري ده، که هغه کوم نوی آئیني منتخب حکومت وي، که موجوده حکومت، چې په فوري توګه کار وکړي او کوشش وکړي چې داسې حل لارې پیدا او عملي کړي چې د سري لنکا د خلکو د نارضایتي ختمولو دپاره د اقتصاد اوږدمهاله استحکام راوړلی شي."

په سري لنکا کې د تېلو کمبود او د ګرانۍ بېحده زیاتېدل چې خوراکي موادو بیعې هم په کې ډېرې لوړې شوي دي، خلک په تنګ کړي دي. د خلکو زیاتره غوصه په صدر راجاپکسا او د هغه په نورو رشته دارانو باندې ده چې په حکومت کې اهمې عهدې یې اخیستې وې.

په دې وروستیو هفتو کې، د سري لنکا اقتصاد داسې مات شو چې خارجي زرمبادله یې نوره ختمه شوه او له دې امله یې نور د خوراکي موادو، تیلو او دوایانو درامدات هم په ټپه ودرېدل. د دې ترڅنګ، د تېرو درېیو هفتو راهیسي سکولونه هم په سري لنکا کې تړلي پاته دي او د سرکاري مامورینو نه غوښتل شوي چې د کوره دې کار وکړي. د بجلۍ او تیلو د نشتون له امله، سري لنکا کې د کارخانو فعاله پاته کېدل هم ډېر مشکل شوي دي.

سري لنکا اوس د نړېوالې مالیاتي ادارې یا آئي اېم اېف سره په خبرو کې ده چې هغه اداره ورته قرضه ورکړي، مګر اوس چې په ملک کې سیاسي اړی ګړی راغلی، نو هغه د قرضو د اخيستو پروسه هم د خنډ سره مخ شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG