لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سياست، عدالت او د سېکس سکېنډلې


واشنګټن - پاکستان کې د یو لادرکه شوي تن مېرمن طيبه ګل په جيو ټي وي ويلي چې د هغې د جنسي رسوایۍ جوړې کړی شوې ويډيوګانې، پخواني وزير اعظم عمران خان د احتساب عدالت د پخواني جج جاويد اقبال د بلېک مېل کولو د پاره استعمال کړي دي.

طيبه ګل چې د کومو ويډيوګانو ذکر کوي، د هغې ترديد یا تایید نه دی شوی خو هغه دعوه کوي چې د احتساب عدالت د جج داسې قابل اعتراض ویډيوګانې ورسره وې چې د عمران خان د حکومت یو ستر چارواکي اعظم خان د هغې د اجازت نه پرته استعمال کړي، او په بدل کې يې پرې د تحريک انصاف د غړو مقدمې په جسټس جاويد اقبال ختمې کړي دي.

دعوه کوونکې دا تفصيل هم نه دی ورکړی چې تحریک انصاف په جج باندې د چا چا مقدمې ختمې کړي دي.

جسټس جاويد اقبال چې اوس هم د جبري لادرکه شویو خلکو د پلټنې کمېشن مشر دی. د هغه نه علاوه څه موده وړاندې د پخواني وزير اعظم نواز شريف په مقدمه کې د شامل يو جج قابل اعتراض ويډیوګانې هم په سوشل ميډيا خورې شوې وې.

د جسټس جاويد اقبال د موجوده عهدې نه د لرې کولو او د هغه خلاف د ازادو تحقيقاتو غوښتنه، د پاکستان د پارلمان د کميټۍ نه علاوه، اوس هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان یا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم کړې ده.

سياست او سېکس سکينډلې

هسې خو د پاکستان د تاریخ ترمخه، د جنسي رسواییو قصې پخوا هم تېرې شوي او اوله په کې دا وه چې ګني د پاکستان جوړوونکي محمد علي جناح د خپل دوست د ډېرې ځوانې لور رتن بايي سره د هغې د پلار د اعتراض باوجود، واده کړی و، خو ولې د ټولو غټ سېکس سکينډل یا جنسي رسوایي، د عمران خان ګڼل شوې ده.

د عمران خان د واده نه بغیر پیدا شوې لور ټرييان د پخواني کرکټر خلاف په ميډيا کې وار په وار ذکر کيږي، خو عمران خان ولې په دې چپه خله دی او تر اوسه يې په ډاګه نه دي منلي چې ټريیان یې لور ده او که نه؟

رپوټونه وایي چې ټرييان د خپلې مور، سيتا وايټ د مرګ نه وروستو اوس په لندن کې د عمران خان د پخوانۍ ښځې جمايمه ګولډ سمېت او د هغه د دوو ځامنو سره اوسيږي او خلک ګڼي که عمران خان مني او که نه، خو د ټرييان سره يې څه ناڅه رشته ضرور شته.

د عمران بلې پخوانۍ ښځې ريحام خان هم په خپل کتاب کې د عمران خان او د هغه د نزدې ملګرو د نشيي توکو د استعمال او جنسي بې لارې کېدو تورونه لګولي خو عمران خان پرې چپه خله پاتې شوی دی.

د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې عايشه ګلالۍ هم دعوه کړې وه چې د عمران خان لخوا ورته داسې ټېکسټ پيغامونه لېږل شوي و چې په کتلو يې هم سړی شرميږي. عمران خان دغې ته هم ځواب نه دی ویلی.

که سياسي تاريخ ته وکتل شي نو اکثر داسې ويډيوګانې او عکسونه یا خو د الېکشن او یا په کوم بل وخت د يو بل د بدنامولو او بليک ميل کولو د پاره استعمال شوي د مثال په توګه د پخواني وزير اعظم ذوالفقار علي بهټو د امريکا په دوره کې د هغه د ښځې نصرت بهټو د امريکا د ولسمشر جېرالډ فورډ سره د ګډا تصوير چې ځينې مذهبي ګوندونو د بهټو د بدنامولو د پاره خور کړی و.

د دې نه علاوه په يو وخت کې د پخوانۍ وزير اعظمې بينظير بهټو فوټو شاپ تصويرونه چې پکې په ميني سکرټ کې ښودل شوې وه، د نامعلوم هيلي کاپټرو نه د پاکستان په ځينې ښارونو کې راغورځول شوي وو.

د څه وخت د پاره د امريکا د بلاګر سنتيا ريچي بيان هم يو سياسي طوفان جوړ کړی و، کله چې يې دعوه وکړه د پيپلز ګوند دوو وزيرانو او يو پخواني وزيراعظم ورسره په زور د جنسي زياتي کولو هڅې کړې وې خو کوم ثبوت يې مخې ته نه و راوړی.

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر او د ملک صدر جنرل پرويز مشرف هم په جنسي تعلقاتو ساتلو ډېر مشهور و او بيا د ډېرو حکومتونو په دوره وزير پاتې شوی شيخ رشيد خو په داسې سکينډلو کې په سر کې ليدل کيږي. د هغه وروستۍ ويډيو په مبينه توګه د ټېک ټاک د مقبولې جينۍ حريم شاه سره خوره کړل شوې وه.

د دې تر څنګ دينې معلومې څېرې هم د دې نه پاتې نه دي چې پکې مفتي عزيزالرحمان د يو سړي شاګرد سره په جنسي اړيکو ساتلو ښودل کيږي خو په ځواب کې يې مفتي ويلي وو چا ورته په چای کې نشه ورکړې وه او دغه خطا ترې شوې.

مولانا سميع الحق چې د دالعلوم حقانيه اکوړې مشر و، په داسې حال کې په پينډۍ کې په چړو ووهل او ووژل شو چې خبرونه خواره شول د جنسي اړيکو په سر وژل شوی. د دغو تورونو کوم معلومات په مطبوعاتو کې شریک نه کړای شول.

يو بل ديني شخصيت چې د عمران خان سره نزدې و او د رويت هلال کميټۍ غړی و - مفتي عبدالقوي - هم د وژل شوې سوشل ميډيا مقبولې څېرې قنديل بلوچ سره په يو ويډيو کې ښودل شوی و. قندیل بلوچ بیا وروسته په مرموزه توګه ووژل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG