لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب د وزیراعلا د ټاکنې په مقدمه اورېدنه سرته رسیدلې ده، سپریم کورټ نن خپله فیصله اوروي


د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې دسپریم درې کسيزه بينچ له اړخه د پنجاب د اعلا وزیر د ټاکنې په اړه د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري د حکم پر کړکیچنه معامله اوریدنه سرته رسولې ده اؤ خپله پرېکړه یې خوندي کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ایتلاف دسپریم کورټ لخوا دفل کورټ په اړوند د دوئ له غوښتنې رد کیدو وروسته ددې قضیې نه د پریکون اعلان کړی دی.

د واکمن ایتلاف دپریکون له اعلانه وروسته نن د نهې په ورځ دتحریک انصاف ګوند اؤ مسلم لیګ (ق) وکیلانو د درې کسیزه بینچ په وړاندې خپل دلایل سرته رسولي دي.

د اوریدنې په مهال دپنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر وکیل ښاغلي عرفان قادر دبینچ ججانو ته ویلي هغه ته دخپل موکل لخوا ویل شوي چې نور باید دعدالتي کارروایۍ نه لاس واخلي "اؤ ا چې مونږ مونږ به فل کورټ دغوښتنې رد کیدو پرضد دسر دوباره نظر اچونې عریضه محکمې ته راوړو"

دپیپلز ګوند وکیل فاروق ایچ نایک هم دبینچ په وړاندې یادې مقدمې نه دلاس پسر کیدو وینا کړې ده خو چیف جسټس عمر عطاء بندیال هغه ته ویلي چې پیپلز ګوند خو هسې هم ددې قضیې فریق نه ؤ جوړ کړل شوی.

چیف جسټس ویلي دعدالت په وړاندې دې قضیه کې یوازې دګوند مشر په هدایاتو دعمل کولو په اړه دلایل ورکړل شوي اؤ مونږ پرېکړه کړې ده چې دې کیس کې دفل کورټ جوړولو ضرورت نشته .

هغه ویلي دفل کورټ جوړولو مقصد دې مقدمې ته دنور ځنډ ورکولو په معنا دی ځکه چې دستمبر تر دویمې اوونۍ وړاندې ججان نه شته .

د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري وکيل عرفان قادر خپل د سپريم کورټ مخې ته یې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، په عدالت کې داسې تاثر جوړشوی چې یو خاص بینچ د خاص مقدمو اوریدنې کوي- د دغه تاثر ختمولو د پاره ېې د فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل فل کورټ جوړولو د پاره به د بیاکتنې خواست کوي-

د سپریم کورټ پر دغه بینچ پر ټولنیزه رسنیو سختې نیوکې روانې دي- او ویل کیږې چې دغه درې کسېزه بینچ د تحریک انصاف پر مقدمو نرمې خپله کړې ده-

تیره ورځ د مسلم نواز ډلې دمرستیالې مشرې مریم نواز په شمول د ایتلافې ګوندونو مشرانو هم په دغه درې کسیزه بینچ سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې نه شې کیدای چې د هیواد مهمې مقدمې دغه درې کسیزه بیچ واوروې اؤ د دې پر ځائ یې د فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې وه-

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر عطا تارړ د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل ،د عمران خان د پاره جدا او د نورو د پاره جدا قانون دی، په هیواد کې د انصاف دوه مخیزه معیار په نظر راځي- انصاف پکار دی چې د ټولو د پاره یو رقم وي-

خوعدالت د فل کورټ دغه غوښتنې بې سببه ګرځولې وې او ویلي وؤ نه شي کولې تر ستمبر دغه معامله وځنډوي ولې چې د سپریم کورټ اکثره قاضیان د ګرمې په رخصتیو دي-

بل پلو ته دحکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف مشرانو د حکومتې ایتلاف له اړخه د سپریم کورټ د اوریدنې پریکون په سختو ټکو غندلی دی-

د تحریک انصاف یو مشر فواد چوهدري ویلې د پاکستان حکومت د پاکستان سپریم کورټ نه منې چې یو لوې ایینې بحران دی-

هغه ویلي پنجاب کې د سپریم کورټ له اړخه پالیمارني پارټې ته د پریکړو واک ورکول به د جمهوریت او پارلیمانې ګوند په ګټه وي او دې څخه به په ګوند کې د وراثت سیاست پائ ته ورسي-

سپریم کورټ بار ایسوسي ابشن هم په ورستیو کې غوښتنې کړې وې چې د ارټیکل ۶۳ اې د تشریح د پاره دې فل کورټ جوړ کړې شي-

دپاکستان دعدالتي تاریخ دننه په ګڼو موقعو داسې روایات لیدل شوي کله یو مقدمه کې په کوم جج اعتراض شوی نو هغه بیا له دغې مقدمې د اوریدنې نه معذرت کړی کړی خو دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دمقدمې لپاره ټاکل شوي دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ لا په ځان دشوؤ اعتراضونو په هکله هیڅ نه دي ویلي.

البته په ننۍ اوریدنه کې مشر قاضي عمر عطابندیال ویلي څوک چې هغه پیژني ورته معلومه ده چې خپل کار ته دعبادت درجه ورکوي.

دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې مقدمه وروسته له هغې دمسلم لیګ(ق) ګوند د وزیراعلا دڅوکۍ امیدوار چوهدري پرویز الهي عدالت ته وړې ده چې دتیرې دجمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي‌ ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې .

په دغه موقعه دپنجاب اسمبلۍ ډپټي سپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې اؤ دلیل یې دا وړاندې کړی ؤ چې ددغه ګوند مشر چوهدري شجاعت ورته یو لیک استولی چې هغې کې دخپلو ګوند لسو دپارلیمان غړو ته وینا شوې ده چې د وزیراعلا په انتخاب کې به هیچاته خپلې رایې نه ورکوي.

هغه حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په څوکۍ کامیاب ګرځولی ؤ خو دمسلم لیګ ق امیدوار چوهدري پرویز الهي دددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG