لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ژوند لپاره داړینو درملو سخت کموت رامنځته شوی


دپاکستان د نورو برخو په شمول په خیبر پښتونخوا کې د دوایانو کاروباریان وایي د ژوند بچ کوونکو دوایانو کموت رامنځته شوی چی له امله یې زیاتره ناروغان دسختو مشکلاتو سره مخ دي.

خو د دوایانو سره تړلي کارپوهان وایي د ډالر د بیعې د زیات والي له وجې په نړیواله کچه د دوایانو خام مال ګران شوی او په پاکستان کې د زیاتو ټيکسونو اؤ د توانایۍ د بیعو د زیاتوالي له وجې د دوایانو کمپنیو پیداوار کم کړی دی خو بیا د مرکزي حکومت له خوا د دوایانو د کمي او د کمپنیو د لګښتونو معلومولو دپاره یوه کمیټي هم جوړه کړی شوې ده .

جهانګیر خان په مردان ښار کی د دوایانو کاروبار کوي اؤ هغه وي او ای ډیوه ته وایي په مارکیټ کې 40% د ژوند بچ کوونکو دوایانو کمی دی چی له امله یې نه یوازی د دوایانو بیعې زیاتې شوي بلکې ناروغان هم مشکلاتو سره مخ دي.

جهانګیر خان وایي د دماغو، زړه او د ماشومانو د مختلفو ناروغیو دوایانې په مارکیټ کې شارټ یا کمې شوې دي.

"داسې ناروغان دي چې وایي ډوډی دې نه وي خو دوایي پکار ده ،40% دوایانې په مارکیټ کې نشته خو استعمال یې زیات دی،د ماشومانو د ناروغو دوایانې هم نشته خو بیا دا په غیر قانونی توګه میلاویږي او ددې بیعې یو په دوه سېوا وي"

څیړنې وایي په پاکستان کې د دوایانو زیاتره خام مال د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کیږي او د جون او جولايي په میاشتو کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 250 روپو ته رسیدلې وه چې له امله یې د کاروبار کوونکو او د قیمتونو د تړلو ادارې ډریپ تر منځه دکاروبار کوونکو له خوا په نرخونو کې د40% اضافي د مطالبې وروسته اختلافات هم راوړاندې کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د دوایانو ماهر ریاض علي وایي د ډالر دبیعې د زیاتوالي ترڅنګ د حکومت له خوا د مالیې او توانایۍ د بیعو له امله د دوایانو په پیداوار لګښتونه زیات شوي او د هغې له وجې د ژوند بچ کوونکو دوایانو پیداوار کم شوی دی.

"زیات خام مال د چین څخه درآمد کیږي، وړمبۍ خبره دا ده چې په چین کې پاپندۍ زیاتې شوي او خام مال په قلاره رارسي بله د ډالر په وجه هم لګښتونه زیات شوي، د توانایۍ بجلی،ګیس او تیلو بیعې زیاتې شوي او دهغې له وجې لګښتونه زیات دي او پیداوار کم شوی"

دپاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د دوایانو د کموت د ستونزې هواري دپاره یو ځانګړی ټیم جوړ کړی او دغه ټیم د دوایانو د کاروبار یانو سره هم لیدلي دي.

څیړنې وایي د کمپنیو له خوا دا غوښتنه کیږي چې د دوایانو بیعو کې باید 40% اضافه وکړل شي خو حکومت دا غوښتنه نه ده منلې .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG