لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهان: سياسي بې ثباتي به د پاکستان اقتصادي مشکلات نور سېوا کړي


اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد چې د وړاندې نه د مشکلاتو سره مخ دی په ملک کې روانه سياسي بې ثباتي به يې مشکلات نور هم سېوا کړي، او په راتلونکې کې به ورته د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] اهداف ترلاسه کول ګران شي.

اقتصادي پوهان وايي پاکستانۍ روپۍ او ونډو بازار د وړاندې نه د فشار لاندې دي او که دغه سياسي بي يقيني نوره هم زياته شي نو په اقتصادي مشکلاتو کې به نوره هم اضافه وشي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حېدر وي او اې ډيوه ته ويلي په وروستو کې د مالياتي ادارې ايي ايم ايف د پور د لوظ سره د پاکستان د ديواليه کېدو خطرې کمې شوي خو که په ملک کې سياسي بي يقيني جاري وي نو د مالياتي ادارې اهداف پوره کول به ګران شي.

"که په ملک کې غېر يقيني صورت حال جاري وي نو دا به په مايکرو اکنامکس باندې منفي اغېزې ولري او د نړيوالي مالياتي ادارې چې کوم شرطونه دي هغه به پوراهنه شي او سياسي بې يقيني د اقتصاد دپاره خطرې نورې هم زياتولی شي روانه مياشت په 29 نيټه د ايي ايم ايف غونډه کيږي او اميد دی چې د پاکستان له خوا د شرطونو منلو وروسته پروګرام بحال هم شي خو دغه اهداف به پوره نه شي نو په اکتوبر او نومبر کې به پاکستان بيا ايي ايم ايف ته ځي او بيا به دغه شرطونه نور هم ګران وي".

پاکستان کې سياسي بې ثباتي په داسې حال کې روانه ده چې پاکستان تحریک انصاف ګوند چې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبه کې حکومتونه لري د او په مرکز کې د ايتلافي ګوندونو حکومت دی، څيړونکي وايي د يو بل نه د بدل/ غچ اخستو دپاره په يو بل مقدمې درج کوي او سياسي بې ثباتي يې جوړه کړې ده.

د ماهرينو په وينا د روپۍ په مقابله کې ډالر 2 روپۍ ګران شوی او د سياسي کړکيچ له امله د ونډو بازار هم غورځېدلی وو خو پرون بيا په دې کې اضافه ليدل شوې وه.

خو اقتصاد پوهان وايي د سياسي بۍ يقينۍ له امله په تيرو شپږ مياشتو کې پاکستان کې د بهر نه پانګونې نه دي شوي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ لحاظ علي وي او اې ډيوه ته وايي د سياسي اړي ګړي له امله د پاکستان اقتصاد وده نه شي کولی.

"په پاکستان کې سياسي اړی ګړی دوام لري او هم د دې له وجې د پاکستان اقتصاد وده نه شي کولی او که دا جاري وي نو پاکستانۍ روپۍ چې په وروستو کې د ډالر په مقابله کي 214 روپۍ ته راکوزه شوې دا به نوره هم زياته شي د ايي ايم ايف شرطونه به هم پوره نه شي او نه به اقتصادي استحکام راشي او نه به تجارتي خساره راکمه شي".

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان دپاره د ايي اېم اېف د پروګرام د بحالۍ د خبر وروسته پاکستانۍ روپۍ يو څه مظبوطه شوې، د سوداګرو اعتماد يو څه بحال شوی د ونډو بازار هم په بره تلی دی، خو که سياسي اختلاف سېوا کيږي نو په اقتصاد به يې بدې اغېزې کيږي او د ايي اېم اېف پروګرام به د پوښتنو سره مخامخ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG