لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم ایف نن پاکستان ته د پور ورکولو یا نه ورکولو پرېکړه کوي


د نړیوال مالیاتې فنډ (اېې ایم ایف) د ایګزیکیټیو بورډ غونډه د اګست په ۲۹مه نیټه یعنې نن کېدونکې ده چې پکې پاکستان ته د ۱.۱۷ بیلینو ډالرو د پور قسط ورکولو یا نه ورکولو په اړخه پریکړه کېږي.
د نړیوال مالیاتې فنډ د پور تمې په داسې حال کې څرګندېږي چې هیواد دا وخت د لوړې ګرانې او بهرنې ذخیرو له کمې سره مخ دې.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د جمعې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلې وو: مونږ باور لرو چې دغه لوظنامه به ترسره شې او نړیوال مالیاتې فنډ یا اېې ایم ایف به د ګل یا دوشنبې په ورځ د خپل بورډ له غونډې وروسته پاکستان ته د 1.17 بیلینو ډالرو پور ورکړي.
د اقتصاد پوهانو ترمخه د اې ایم ایف له اړخه د پور ورکولو له منظورۍ سره به د پاکستان د اقتصادې بحران د مخنیوي د پاره د بهرنیو هیوادونو اونورومالیاتې ادارو څخه پور ترلاسه کولو لارې پرانېستې شي.


د دې ترڅنګ، البته، څه څیړونکي د پاکستان د سیاسې حالاتو له سببه د اې ایم ایف سره د لوظنامې د نه کیدو ویرې هم څرګندوي، ولې چې د اې ایم ایف د یوه شرط تر مخه صوبو ته به هم ۷۵۰ اربه روپو سر پلس وفاق ته ورکول وې خو تیره ورځ د تحریک انصاف مشر فواد چوهدرې ویلې وو خیبرپښتونخوا او پنجاب به د اېې ایم ایف د لوظنامې په منظورې کې د وفاق مرسته نه کوي.


د عبدالولی خان پوهنتون د اقتصاد د څانګې پروفیسر منظور علی وې او اې ډیوه سره خبرو کې وایې: د پاکستان اقتصادي حالات د اوږدې مودې د منصوبه بندې نه بغیر نشې ښه کیدای. د دې څه سیاسې اسباب هم دې. دغه رنګه د ستونزو هوارولو د پاره هیواد سیاسې فکر ته اړتیا لرې. په دې اړه باید ټولې سیاسې ډلې يو فکر ولري.


پاکستان حکومت د نړیوال مالیاتې فنډ اېې ایم ایف د پور دغه قسط ترلاسه کولو د پاره د روان کال ۲۳-۲۰۲۲ مالیاتې بجټ په مهال او د هغه ورږسته په هیواد کې پر تیلو، بجلې او پټرولو سبسیډې ختمه کړې او تنخوادارو خلکو او صنعتونو باندې یی درانه ټیکسونه لګولې.
د حکومت له اړخه ړ خپرو شویو شمیرو تر مخه د جولایې په میاشت کې د ګرانۍ کچه ۲۵٪ ته رسیدلې وه چې په هیواد کې د اوسنیو سیلابونو له سببه د ګرانۍ د نورې زیاتیدو وېرې هم څرګندیږي.


د روان کال د جولاېې په میاشت کې د یو ډالر په مقابله کې روپې د تاریخ تر ټولو ښکته کچې ۲۴۹ روپو ته د رسیدو وروسته بیره تر ۲۱۳ روپو پورې راغله چې د تیرې یوې اونې راهېسې یو ځل بیا په کمیدو ده.

د پاکستان په انټربینک مارکیټ کې د یو ډالر بیه دا وخت ۱۲۰ روپو څخه زیاته شوې ده.


د پاکستان د اسټیټ بینک تر مخه بهرنۍ ذخیرې د اګست په نیمایي کې د 8 بیلینو ډالرو څخه ښکته وې.
تمه کیږې چې د اې ایم ایف د پور ترلاسه کولو سره د پاکستان بهرنۍ ذخیرې زیاتې او د پاکستانۍ روپۍ قدر په لوړېدو شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG