لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وایي پاکستان کې د خلکو ورځنی امدن د پینځو ډالرو نه هم کم دی


د ملګرو ملتونو د ایشیایي او بحرالکاهل اقتصادي او‌ ټولنیز کمیشن په خپل رپوړټ کې ویلې په منطقه کې د افرادي قوت نیمایي برخه د غربت د لیکې نه لاندې ژوند کوي او د یو تن ورځنۍ ګټه د 5.50 ډالره ده او دوی زیاتره د وبایي ناروغیو ښکار کیږې او معاشی بدحالۍ سره مخ دي خو اقتصاد پوهان وایي په پاکستان کې ورځنی امدن د 5 ډالرو نه هم کم دی .

30 کلن ناصر خان وي او ای ډیوه ته وایي په امروزه حساب 800 روپۍ یا 3.6ډالره ګټي اؤ په دې پیسو بیا د اوو نفرو کورنۍ پالي.

دی وایې تعلیم یې نه دی کړی خو په خپلو بچو تعلیم کول غواړي خو بیا په دې دومره ګرانۍ کۍ د بچو د تعلیم او صحت ضرورتونه نه شي پوره کولی .

" زه اوسطاً 800 روپۍ ورځ ګټم خو کله 1200 روپۍ هم پیدا کړم او که 1500 روپی هم وګټم خو د کور خرڅونه مې بیا 2200 روپو ته رسیدلي، اووه کسه کورمه لرم خو چې خرڅونه زیات شي نو هغه راباندې بوج کیږي، د مالداره خلکو بچي په ګاډي کې ځي، زما ماشوم پیاده روان وي، او د نورو خلکو بچی 50 روپۍ وړي زه بچو له لس روپۍ ورکوم"

اقتصادي او سماجي کمیشن وایي د کال 2015 راهسې په دې کې بهتري راغلې خو په سیمه کې د اقتصادي بدحالۍ وجه د تعلیم نشت والی او د هنري زدکړو کمی دی چی له وجې یې د افرادي قوت په پیداواري صلاحیت منفي اغیزې کیږي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي په پاکستان کې د یو تن ورځنی امدن د 5 ډالرو نه هم کم دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په پاکستان کی 1550 ډالره د کال پسر د یو تن امدن دی او په امروزه حساب دا 4 ډالره جوړیږي.

"د ابادۍ په تیزۍ سره د زیاتوالي، د هنر دکمي اؤ د موسمیاتي بدلون او بدامنۍ له وجې هم د پاکستان اقتصاد اغیزمن دی، د ګاونډي هیوادونو سره تجارت یو مهم رول لوبوي خو د بد مرغه زمونږ د ګاونډي هیوادونو سره اړیکې ښې نه دي، د پاکستان جي ډي پي پر مختيا کمه ده او په درامداتو اډانه ده او د زرعي ملک باوجود مونږ خوراکي شیان هم د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کوو"


د پاکستان د کال 2021 د حکومتي شمیرو تر مخه دهیواد دمجموعي قامي امدنۍ یا جي ډي پي حجم 347.7 اربه ډالره دی او په کال 2021 کې د اقتصادي پرمختیا شرحه 5.9فیصدي ریکارډ کړی شوې.

د پاکستان اقتصادي پرمختیایي اداره پایېټ د کال 2020 په رپوړټ کې وایي د ملکي تعلیم یافته ځوانانو په 65فیصدي کې 31فیصدي ځوانان بی روزګارۍ سره مخ دي چې پکې 51فیصدي جینکۍ او 16فیصدي هلکان شامل دي خو سرکاری شمیرې د بې روزګارۍ شرحه 6فیصدي ښایي.

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG